تبليغاتX
انځور
         نظر                   

  له پردۍ ټولنې څخه پردي خویونه راوړل څه بده خبره نه ده خوشرط یې داچې په دې خویونو کې دیکت وشي اویواځی ښه خویونه راانتقال شي او که بدوي نو بیا بده خبرده
دبلچامورته دمورپه نظر کتل ښه خبرده خو خپله ړمورله نظر څخه غورځول بده خبرده
که ستاپه تن زړې جامې وي نو داعیب نه دیځکه چې زړې جامې ستادنادارې دلالت کوياو دخلکوهمدردې درسره زیاتیږي
خو که ستاپه نویو جاموداغ وي نو دابده خبرده ځکه چې داداغ ستادلټ توب  اوبې پروایې دلالت کوي او بې پرواخلک دهیچانه خوښیږي
دیوچاپه خاطرخپل ځان ځورول  میړانه اوعظمت دی خو دځان په خاېربلڅوک ځورول ظلم اوحماقت دی
دازمادملګري هغه همده نظرونه و چې  نوموړي به همیشه ټینګارپرې کاو
خو زه دهغه له نظرونو سره نه مخالیف اونه هم موافق وم
هرڅه چې و و خو دنوموړي په نظر کې به همیشه یوفیلسوفي رنګ نغښتی و
هغه به ویل موږ همیشه داشکایت کوچې موږته په هغه نظرنه کتل کیږي چې بایدراته کتل شوي وای
دمثال په توګه  میرمن شکایت کوي چې له خاوندسره مې شل کلونه تیرشو خو هغه لاتروسه زماله سیرت سره اشنانه شو
خاوندوایې میرمن مې کمعقله ده کلونه وشو خودازما په خوی اوبوی پوه نه شوه
دوست له دوست څخه هیله لري چې هغه دې دی په تمامه مانا وپیژني
خو زماملګری له داسي پیژندنېسره مخالیف دی هغه وایې که یوڅوک په سلوکې سل زماله خویونو سره اشناشي  کیدای شي چې داکارماته دګټې په  ځای ضرر ورسوی
دهغه خبره ده چې په هرانسان کې ښه اوبدخویونه دواړه وي کیدای شی چې زماخامیو زماترخوبیو ډیرې وي او که یوڅوک ماپه تمامه مانا وپیژني نو لري نه ده چې زه هغه قدراوعزت له لاسه ورکړم
کوم چې ماته په ټولنه کې زما خوبیو راپه برخه کړی و
او په ځای یې زماخامیوي ماته نفرت راپه برخه کړي
په احترام غضري۲۰۰۶/۷/۲۴ساجر

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/31 و ساعت 3 |

پسرلی

 

زموږدکلي د درې په کوت کې

یوه چینه وټوکوه

چې یې اوبوتراوښکوښې رڼې وي

زموږدګل دکاله پیغله غوټۍ

پکې خپل مخ وینځي له شنوباروتو

داسره غوټۍ

زمادرنځ همزولې

له مانه تل پوښتي چې څه سوسپرلی

نن دې ځوانې ورته سورشال کړه

اوزړه شنې نکریځې

مینه دی ټوله دشبنم وینه کې ونیښتیځه

په سره بارخویې ورته څاڅکی څاځکی وڅڅوه

ترڅوداتانده غوټۍ

دځوانۍ رنګ کې دسرور څاڅکی شي

او

زمادهرزخم په چاودوشونډو

خپلې پستې شونډې په مینه کیږدي

راته مسکۍ شي

راته ووایې خوږمنه اشنا

ډیرمبارک شه پسرلی راغلی

خدای دې دعمرپاته ټولې شیبې

لکه زمادځوانۍ تاندې لره

۱۳۸۵/۱/۱

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/31 و ساعت 0 |

       ست

    ماویل چې پس له څوکلونودرشم

داستاپه سترګوکې به اوښکې ګلان

له خوشحالۍ نه لکه ستورې بریښې

په سره بارخوبه دې رنګونه ناڅې

نازکې شونډې به دې

لکه دسره لاله نازکې پاڼې

په ولولوکې ریږدې

غیږبه دې ست دهرکلې راته کې

نامردې تا خودیوبل چاپه خولو

روایتې سلام راوه نه لیږه

    ۱۳۸۵/۱/۲  ساجر

غضرې
+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/31 و ساعت 0 |

 بدرنګې

زه چې ماشوم وم سپږمۍ مې  ډیره خوښیده

ډیر ځلې به مې مورته ضیدوکو چې سپږمۍ راته راکته کړي

اوزه لوبې ورسره وکړم

خو موربه مې راته ویل ګرانه اسمان ډیرزورور دی

هغه هیچاته هم سپږمۍ پخپله خوښه نه ورکوي

چې لوی شې نو په زوریې ځني واخله

 

زه وس په جسمي لحاظ له پخوانه ښه ډیرلوی شوی یم

کولای شم چې اسمان ته په زغرده ووایم چې داسپږمۍ

زماهم درګډه ده

که ټوله نه وي نو هغه خپله برخه خو یې ارومرودرڅخه غواړم

خو وس زما له سپږمۍسره هغه پخوانۍمینه نه ده پاته

زه وس په دې خبره پوهیدلی یم چې سپږمۍ دومره نه ده ښائسته

څومره چې داځان ښیې

دهغې په وجود کې ښه ډیر داغونه بسیادي

(هو) داغونه چې اصلي مفهوم یې بدرنګې ده

خوخدایزده چې زه په دې خبره ولې په ماشوم توب کې نه پو هیدم

عقل او شعورخو هغه وخت هم راسیره و

ښایې چې یوه وجه به یې داوي چې هغه وخت زه ماشوم وم

زماپه څیر زمازهن هم ورکوټکی و

وس چې زه لوی شوی یم زمازهن هم وسعت موندلی

همدغه دزهن وسعت دی چې ښکلا اوبدرنګې دواړه به غیږ کې رانغاړي

یاني زه وس دسپږمۍ په څیر داغي شوی یم

یابیا داچې سپږمۍ په هغه پخواني  حال ده  

یواځي زه بدرنګه شوی یم

 

په احترام غضري ۲۰۰۶/۷/۲۷

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 22 |

ازغن دیوالونه

ډیرو  خلکو ډیروځورولم

 

چامې ارمانونه ورژول

 

اوچابیادخولې ډودۍ راڅخه واخیسته

ځینو زما په بې وسۍ سترګې پټې کړې

 

اوځینو نورو بیا زما په شخصیت ملنډې ووهلې

 

خو زه مې له خپل خدای څخه ډیر راضي یم

ځکه چې ماته یې دبل چاد ځورولو وس نه دی راکړی

کنه نو خدای مه کړه

وس به زما اوزماد ضمیر ترمنځ دکرکي اوبدبینۍ

ازغن دیوالونه ولاړو

۱۳۵۸/۱۱/۱۳ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 22 |

 باور

 

زماوس په خپل لیونتوب باورراغلی

 

ځکه خو ځنځیرونه خپل برخلیک راته ښکاریږي

 

زه وس له ځینځیرونو څخه هغه کرکه او ویره نه لرم

 

کومه ویره اوکرکه چې یو سالم انسان ترینه لري

 

ښایې دازمادباور برکت وي

کنه

 

موږ خو هرانکیشاف ته دشک په سترګه ګورو

۲۰۰۶/۷/۲۷ساجرسعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 22 |

         بازیګرباڼو

    ستابابازیګرباڼومې زړه ته خوځوي لاسونه

ځکه مې زړه درته نیولي په تندي لاسونه

 

ځاردې له حُسنه ړنګې بنګې نن خوداسي یسې

لکه چې تاووي درنه غبرګ دپسرلي لاسنه

 

مړاوې څیره نیمکښ کاته اوخوبوړې سترګې

خود به مې سترګې لکه غله درغزوي لاسونه

 

زیړمازدیګر دوړانګوسترګې درته ویلې نه شي

لیږدې درپټ کړه ښکلې سپین سپین مرمري لاسونه

 

که داسي وې نو یوه ورځ خوبه په خدای جانانه

راپسي وپړکیږي چم په چم موزي لاسونه

 

لکه ایمان په دعاګانو په سجدو دې غواړم

درپسي پورته مې په سوال دي لیوني لاسونه

 

لکه غزل په الهامي چاموکې غاړه ورکړه

درپسي ومروړل بې دریغه غضري لاسونه

۱۳۸۵/۱۲/۱۷ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 2 |

 

ګریوان

ترڅومین چې په جانان نه ومه

اواره ګرځیدم په ځان نه ومه

په ماچې ګران و ورته ګران ومه زه

لکه داوس دومره ارزان نه و مه

 

بې درده زړه مې درد لیدلی نه و

دچاپه اه او په ګریان نه و مه

رنګینې سترګې مې درنګ وږې وې

چې څه به يې وکړوپرې پيښمان نه ومه

چې مې میندلې بس رودلې به مې

دخاصوشونډوپه ارمان نه ومه

زه اوساقي شراب شباب اومستې

هیڅ ،دګناه په شبیستان نه ومه

نه مې سجدې نه مې توبه پیژنده

بې ګومره سړی وم په ایمان نه ومه

دوخت ګریوان رانه پناغوښتله

چې غضري په خپل ګریوان نه ومه

۲۰۰۶/۱/۱۴ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 2 |

تصویر

څه شوخ دګل په پاڼوغوړیدلی ستاتصویر

وږمه وږمه وږموکې چاشیندلی ستاتصویر

 

جانانه وس خودومره باریک شوی یې په خدای

له ساه سره مې زړه ته راتیرشوی ستاتصویر

 

په هرمنظرکې ستادسترګومسته جلوه وینم

داڅنګه په هرڅه کې پنځیدلی ستاتصویر

 

نغمه که ترانه ده که دشوخوګونګروشور

دهرې مستۍشرنګ ته نڅیدلی ستاتصویر

 

قربان دځوانۍ اوردې وس زما په وینه ګډدی

ساقي په شنه پیاله کې نښتیځلی ستاتصویر

 

په لپوکې راولویږي چې غواړم زه ایمان

درمزپه هره ژبه پوهیدلی ستاتصویر 

 

نن بیا یې داحساس تنده په هیڅ شي نه ماتیږی

  بیګاغضري بیا په خوب لیدلی ستاتصویر

۱۳۸۵/۱۲/ ۷ساجر په احترام غضری

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 1 |

   دوړانګونیزې

 په دې ساده مدارمکارې سپیدې مه څنګه وه

موږلیونیانوته وښیارې سپیدې مه ځنګوه

چې دپرون وینې یې وڅیښلي لپې لپې

دنن پَه ټنډه داخونخوارې سپیدې مه ځنګوه

هسي دې هم له سترګوخوب دمرګی ویرې وړی

بس دی تسپوکې ګوناکارې سپیدې مه ځنګوه

نورداداوښکودښکلاکیسه بیخي زړه شوه

دسترګوکونج کې داریبارې سپیدې مه ځنګوه

ځلمي خوبونه دتوبودوزخ کې څله سوځي

کعنې ماحول دی داانکارې سپیدې مه ځنګوه

سیاله مې یې پیغلې افسوس چې وطن داره نه یې

مابې وطنه ته دلدارې سپیدې مه ځنګوه

لامې په خوابه زړه کې ماتې ستادوړانګونیزې

نورمې ټپونوکې هیندارې سپیدې مه ځنګوه

خدایزده چې څوک و دارمان قاتیل دې چیرته ولاړی

غضري بس په انتظارې سپیدې مه ځنګوه دو

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 1 |

 هوډ

 

دژوندپه ګوتودسکروټوسرې تسپې اړو

دشیخ ګومان دی چې موږهسي ورځي شپیې اړو

جماته نه ورځوخوذکرموپریښی نه دی

دی چې سجده وي موږپه سرباندي کاسې اړو

زیاتي به بس وي دجنت بدیل خووشوکنه

پا ته ځوانۍ مو په غزل او په نغمې اړو

ډیردرنه نه غواړو خو دومره هنر راکړه ربه

چې دلاله په غیږکې کډه دوږمې اړو

وخت به راځي دجانان په تپه توره لمن

له سپینوستوریونه ځنبیل ځنبیل اینې اړو

عشقه وعده ده ترسنګساره دې ګریوان لمبو

دسترګولپوکې لااوښکې پښتنې اړو

 

خدایزده د دوۍ په زړه کې څه دي دومره ولې سوځي

پښتون وطن دی موږپښتوپالوشملې اړو

 

اسانه نه ده غضري خووس موهوډکړی دی

سلګۍ سلګۍ ژوندپه اهنګ دترانې اړو

ساجر ۲۰۰۶/۶/۲۴

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 1 |

اندیښمن خوب

 

عمرراځی هورښتیاوایې چې عمرراځي

عمرژوندی دی هو وایې چې هغه ژوندی دی

باچالالا ویل چې ماپخپلو سترګوولید

ولې؟له باچالالاسره رانه غی

کارونه به یې درلودل پس له کلونوکلي ته راځي

رښتیاهم (خدای ج)وایې چې بنده نورکه مې نه پیژنې نوپه دې خومې وپیژنه چې ستاپه زړه کې یوه وې او زه بله پیښه کړم

دچاپه زړه کې و چې  عمردې ژوندی وي اوکورته دې راشي

چې دعمردراتلو له ګونګوسوسره سمې دکلیوالوپه خولو خپرې وې

رښتیاهم دعمرلیدوته دهرچاتلوسه وه دهغوماشومانوهم چې هیڅ یې عمرپه ژوندکې نه و لیدلی دعمردراتلو زیري دکلیوالوپه زهینونو داسي سیوری غوړولی و چې دهیچادې ته پام نه و چې دعمردراتلونه ورسته به څه کیږي هرچاچې به ګل بازمامالیدورته ویل به یې سترګې دې روښانه شکردعمردراتلوزیری شوی نورنو غم مه کوه که خدای کول ډیرژربه راشي وایې چې دژوندولارې زیندۍ وي

خو دهیچاهم دګل بازماماپه سترګوکې هغوستړیو اندیښنوته پام نه و چې دعمردستړیوپښتنودځواب په لټه کې وې

ګل بازماما په خپلوکړنوپیښمانه و خوچاره څه هغه ته خو هغه وخت هم دامناسیبه ښکاریده اوبیادعمرمورچې دګل بازماما مشره خوروه چې ده ورته ببوویل دببوهم داخوښه وه چې سانګه نوردغمونو له دلدل څخه راوباسو لاترڅوبه هغه داوښکوپه تیزابوخپل ارمانونه مینځي ترڅوبه هغه دعمردراتلوپه انتظارناسته وي اوبیاخوهغه دی دعمردمرګ خبرهم راغله ولې موږهغې ته نه وایوچې نورنوستاله سرڅخه دعمردنامزدګۍ ټیکری لویدلی اوهغه مړدی ګل بازماماچې له یوې خوادخوروصیت مجبوره کړی و له بلې خوا سپکې ورکې لیدې دسانګې ځوانې اودکورکلي خبرودیته اړکو چې سانګه خپل ورارهفیروزته ورپه نیکاح کړی خو وس چې عمرژوندی دی اوکوراوکلي ته راځي دګل بازماماپه سترګوکې داندیښنوتوپان هغه بې وسې داسي ترپښولاندي کوله چې  هغه یې پخپله هم تصورنه شوای کولای ګل بازماماښایې چې زرخله پل زړه ته پخپله تسل ورکړی وي اودایې ویلې وي چې په دې کې زماڅه قصورو داخودوخت غوښتنه وه خو ضمیریې ورسره چیرې داخبره منله ضمیریې ورته دایوه خبره کوله چې ټول قصورستادی داته وې چې دعمرپه امانتوکې دې خیانت وکو ګل بازماما لاله خپل ضمیرسره په جنګ وو چې دعمردراتلو زیری وشو هو کلي ته دراتلوزیری زیری نه و دوارخطایې هغه الم وچې دګل بازماماله خولې یې یوه داسي چیغه ویسته چې هغه پخپله چیغه  له خپل  درانه خو اندیښمن خوب څخه راپاڅیده

 

۲۰۰۵/۱۲/۱۷ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/29 و ساعت 22 |

                    څه لیونیان خو نه یوو

 

هغه ورځ ډیرستړی شوی وم پښې مې په لارسمې نه راسره تلې چې دکورپه وره ورننوتم نوکولنګ مې له وږې لري وغورځاوه دکولنګ له شرنګ سره مې  دې مور راپام  شو

په ډیره مینه یې راته وویل هله زویه قربان دې شم لکه چې ډیر ستړی شوی یې

چای مې تیاردم کړی تاته انتطاروم ماهم نه دی څښلی ماویل چې ته راشې  له تاسره به یې یوځای وڅښم سترګې مې پورته اسمان ته ورواړولې  په زړه کې مې راتیرشو چې اول دمازدیګرلمنځ وکړم خو وخت يوڅه ډیرراته ښکاره شو

دمورلوري ته ورروان شوم  له خواسره یې کینستم هغې دستې دچایو ډکه پیاله راته ونیوه چې دچایوپیاله مې خولې ته یوړه مورمې راته وویل درخو نن بیاراخلاصه شویې وه خو رینه یې په ډیرو وهلو تکه شنه کړه دچایوپیاله مې لیږ له خولې  کته کړه یواځي

سترګې مې دمورپه لورورواړولې خومورمې پوشوه چې زمادداسي کتومطلب څه وه

له یوساړه اسویلي سره یې راته  وویل نور نو چا هم هغه ځواني مرګ زویې  ووهله نورګل درښیم  نورمې بیرته خپلې سترګې خپلې پیالې ته ورواړولې چنداني مې دمور په خبرو سرونه خوږاوو خومورمې هم  دتل په څیر دې ته تیاره نه وه چې خبرپه نیمه کې پریږدي راته ویل یې زویه ډیرمې زړه پرې وسو سحردوخته دروازې ته ولاړه وه

چیغې یې وهلې چې دروازه راخلاصه کړئ خپله دروازه مې ده خو نږندویې دروازه ورته تړلې وه چې نورګل راغی ماویل چې ګوندي وس به یې  یوڅه زړه ورباندي وسوځی دروازه به ورخلاص کړي اخیر زوی یې دی خوهغه ځوانې مرګ هم په وهلواوراکښلو بیرته دورور کره وشړله تردې زامنوخویې هغه مراث مړی میړه ښه و که یې هرڅووهله اوټکوله هغه به خپل کورکې خویې ساتله اوکله ناکله به یې دم اودارو هم ورته راوړو

دې ځوانې مرګوخو دورور کورته وشړله خودالیونۍ لاهم داولادمینې په سراخستې شین سحردروازې ته ولاړه وي اونارې سورې وهي

ښایې چې مورمې لانورهم څه ویل خودماشوم وراره وارخطااواز زمادمورپه خولوکې خبره وروچه کړه وراره مې دکورپه دروازه په منډه راننوت  دکورانګړدهغه چیغوپه سرواخیست ویل یې هله کړئ هغه زړه لیونۍ بیاراخلاصه شویې بس هم دومره و چې کوڅه ددرخولیونیوچیغوپه سرواخیسته لیږورسته ورسره یونارینه غږاوبیادوه درې اونورډیرغږونه راجګ شو زه هم کوڅې ته ورووتم مورمې هم  راپسي له شاه وه

اورنګ مې ولیدچې خپل زاړه اوډنګرلاسونه یې تردرخوتاو کړې و په ډیره مایوسې یې ورته ویل خوره راځه داستااولادونه نه دي ددې ځوانې مرګوضمیرونه مړشوي ته وس ددوی لپاره یوباریې

بیامې سترګې نورګل ته ورواوښتې سورګل اوپیرګل یې دواړه خواته ولاړوو

درۍ واړه داسي ښکاریدل تابه ویل چې درې بوتان دې له یوې ډبرې څخه تراشلي

 

نورګل لاخولوخبرې ته نه وه جوړه کړیې چې سورګل وارپرې لمړی کو ملاصاحب څه لیونیان خونه یو سبابه مو په څه بلاواړوي بیایې په اورنګ پسي غږکوماماداځل که درنه راخلاصه شوه نو خفه کوم دي

۱۳۸۵/۱۲/۲۹ساجرسعودي عرب 

دکلي ملاصاحب لیږله لرې ورته راغږکو نورګله خیردی یوڅوورځې یې په کوکې درسره وساتئ اخیرمورموده ظالیمانو چې مورموونه بښي خدای موهم نه بښي

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/29 و ساعت 22 |

                ښاغلی زړه

 

 شین ښه دی پرهرښه دی ناسورښه دی

زړه زما ناپوه داسي رنځورښه دی

 

ستادمحبت تورچې بر ې پوري وي

مړدي شي په داردي شي منصورښه دی

 

پوخ به شم بیکاره یم دکاربه شم

 

ستادعشق په اورکې ژوند تنورښه دی

 

ماسره چې ستاپه مخ پښتوکوي

جارشم ترې ښاغلی زړه تربورښه دی

 

خیردی بودکده دبې دینۍ دې شم

روح باندي مې ستا دمخ انځورښه دی

 

پریږدئ غضري چې لغوړن ګرځي

خواردی بې قسمته دی مجبورښه دی

۱۳۸۵/۱۲/۲۰ساجرسعودي عرب

 

 

 

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/29 و ساعت 22 |

 حسن

ښکلي یو ایمان یو مینه مینه یو

حسن دجانان یومینه مینه یو

 

وایودلبرانوته درمزژبه

اوښکې په ګریوان یو مینه مینه یو

 

راغلودیدن نړۍ موښکلې کړه

وخت موړی روان یومینه مینه یو

 

لوله مو ریاضت زموږدمتن کړه

ګران یو خواسان یومینه مینه یو

کت مټ پښتنې ټپې ته ورته یو

شوریو یاقربان یومینه مینه یو

نوم دالاهوپه نغمواړوو

ښکلي شاعران یومینه مینه یو

ګله دومره ډیرهم راته مه خانده

ښکل به دې کړووران یومینه مینه یو

 

چاته چې موږګران یو مینه مینه یو

لاس به غضری له هغه وانه خلو

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/29 و ساعت 21 |
مات بنګړي

پلاریې بګړۍله زمکې زمکې ویشته دمورچیغویې ټول کلی په سراخستی وخوندو
اوکشري وروره ته یې چاته کتلای نه شوای چې نه یې ژړل دهغو خلکو په سترګوکې
هم اوښکې راروانې وې خو ملا صاحب خپل جرات له لاسه نه و ورکړی هغه په خلګوکې یوې اوبلې خواته وکتل خپل ښی لاس یې دسدرۍ جیب ته ټیټ کو تسپې یې دسدرۍ په جیب کې واچولې او ویې ویل هله شاباس جنازه درواخلئ منځي جنازه به ورکو هسینه چې دجمعې مبارکې وخت راڅخه تیرشي

خلکویواوبل ته وکتل څوکسو لاسونه ورټیټ کړو جنازه یې راپورته کړه ملاصاحب بیا وویل
پام مو وي چې دسرخوایې لمرخاته ته نه کړئ چې ګناه لري
له دروازې څخه دباندي ولسونه راجمعه شوي وو تاسو یې وګورئ په سي څه شو
دادلوی مولوي صاحب غږو چې تردروازه دباندي خلکو ته مخاطب و
جنازه وس دروازې ته نیزدې شویې وه چې غږشو دجنازې کټ یوځلې کیږدئ لایې په ځوانې مرګ دیدن نه ده مړه ورشه ښه یې وګوره
خلکو جنازه کيښوده دوی یوې خواته شو داځل یې مور اوخوندې نه وې په تورټیکري کې
نغښتې یوبل څوک وه په خپلو ریږدیدلو لاسونو یې دهغه له مخ څخه دجنازې پوښ پورته کو دهغې په لاسونوکې لادجنازې پوښ لړزیده چې یوه سپین سارې رامخته شوه اودکفن غوټې یې وسپړلې
هیچاهم دهغې تورټیکرۍ غږوانه وریده پرته دهغې دبنګړو له شرنګه چې دجنازې دکټ  له بازه سره یې وجنګول اوماتې ټوټې یې په جنازه باندي  خورې ورې شوې
خلکوجنازه بیا واخیسته داهم څوقدمه ورسره شوه خلک له دروازې څخه ووتل خودې خپل روستی قدم تردروازې دننې تم کړو خپل غبرګ لاسونه یې په دروازه پورې ونیول په یو ساړه اسویلي کې یې وویل خدایه ته مې مدت ګارشې زه به دزمانې وږی نظر له ځانه څنګه اړوم
په احترام غضري
۲۰۰۶/۱/۱۵/
ساجرسعودي عرب
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/29 و ساعت 2 |

    خوړده:
چې په وره ورننوتم نو سترګې مې په هغې ولګیدې خدای خبرچې دهغې په تصویرکې هغه کوم رنګ و چې زما سترګوته یې ددې اجازه نه ورکوله چې بلې خواته ترې واوړي سترګې یې ښې غټې غټې اوبادامي رنګ یې درلود
پوزه ېې نه ټیټه اونه هم لوړه وه خوله یې یوڅه لویه وه خو دومره هم نه چې بده دې ورباندي ښکاره شي له رنګه غنم رنګه اولوړه ونه خدای پرې لورولې  وه
دهغې سترګې هم په ماکې شوې څوک ده نه یې پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پيژني ځکه خوداسي رڼه رڼه راته ګوري بیا مې وویل نه نه رڼه رڼه خو زه هم ورته ګورم زه خو یې نه پیژنم ښایې چې هغه هم مانه پیژني ځکه رڼه رڼه  راته ګوري
زه لاپه دې سوال اوځواب کې وم چې دانګړمنځ ته ور ورسیدم اوهغه زمامخې ته راولاړه شوه وس مې نو ښه پوخ یقین شوچې څوک پيژندویه ده خو مالاهم نه پیژندله هغه زما مخته دیو ګامپه فاصیله کې ودریده اوخپل ښی لاس یې راوږدکو وس مې نو سترګې دهغې له سترګوڅخه وختې نه پوهیږم چې وشرمیدې اوکه یې غوښت چې زماله لاس سره مرسته وکړي ترڅودهغې لاس ته وروږدشي
مامې لالاس نهو وروږدکړی چې هغې دخپل ښي لاس ورغوی پرانیست اوڅوواړه کاڼي یې راوړاندي کړو حق حیران شوم کاڼي دهغې په خولو لامده خیشته وه
ښایې چې داکاڼي یې په خپل موټ کې په ساعتونوساعتونو بندساتلي و
یوځل مې سترګې دهغې په  سترګوکې شوې داځل دهغې په سترګویوې دردناکې لمحې ځان غوړولی و شونډې یې ریږدواخیستې خندااوژړاورڅخه ګډه وډه شوه په ډیره خوارۍ یې خوله سره راټوله کړه په یو دردمن اوازیې راته وویل واخله کنادادپیربابا خوړده ده ورسره ښه کیږې مومې ویل چې ټول لیونیان له هم دې خوړدې سره روغ شو لامې هم دهغې په لیونتوب باورنه راتو ترڅوچې مې دترور غږواوریده ترورمې  راته ویل چې ځني راتیره دالیونۍ ستامخ ته هم راشنه شوه بیایې په هغې باندي غږکو لیونۍ لري شه هلک ته مخه ورکړه چې راتیرشي په ظاهرخوځڼي رهي شوم خودزړه پښومې دهغې په سترکوپوري ځان وتاړه  ترورمې راته مسکۍ شوه په خنداکې یې راته وویل لکه چې ښه یې وویرولې ددغې لیونۍ هم دغسي مخ توردی خپل اوپردي

نه ګوري
بیا یې یوسوړاسویلی وکیښ له ځانه سره یې په ګوڼیدلې ژبه وویل ددې رینې دې هم تعلې وچې شي ګناه یې ورور وکړه سزایې داتیره وي .مامې هم ترورته رڼه رڼه کتل لامې له ترورڅخه دهغې په حقله نورڅهاوریدل غوښت ترورهم خپلوخبروته دوام ورکو و ویل یې چې پلاریې په بدوکې ورکړه اوخوسرګنۍ یې هم هغه ددوښمنۍ سکروټې چې ددوی په زړونو کې وې ددې خوارې په ګریوان کې ورتوو کړې
ترهغې ترڅوچې لیونۍ شوه  وس یې راپریښې ده پلاریې په ډیرو زیارتونو وګرزولهړ چې خدای یې ښه نه وي کړیې نو څنګه یې کوې وس وایې چې که خدای وس راکونودسخي صاحب زیارت ته به یې وړم ګوندي وي چې هغلته یې خدای ښه کړي
په احترام غضري
۱۳۸۵/۶/۷ساجرسعودي عربخوړده
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/28 و ساعت 21 |


Powered By
BLOGFA.COM