تبليغاتX
انځور

 
   په ترخو باندې وينه
 

    
نه پوهیږم ښه مې نه په زړه کیږي ښایې چې د غوی ترخونړۍ کودتابه درې یا څه باندې درې کاله تیرشوي و
په شااوخواسیمه کې د جنګ بلاهرڅه په اورکې نِغښتي و په هغوڅوورځوکې چې به ماخوستن مهال ویده کیدم  ،نوموربه مې دپښو څپلۍ راپه پښوکړې اوزما څادربه یې خواته راته کیښود ، ښه په ټینګاربه یې راته ویل : زویه که مې چیرې دشپې درباندی غږکاوه ، نو دستي جګیږه اوریدلې مې دي  چې داځل سره قوه راروانه ده .

 

 

که رښتیادرته ووایم زه چنداني د قوې په مانا نه پوهیدم له مورنه به مې پوښتنه وکړه چې:
سره قوه څه ته وایې؟ 
هغې به راته ویل زویه زه یې هم نه پیژنم خوخلک وایې چې په سره قوه کې ټول روسان وي  نه دچاپه مال صرفه کړي اونه یې هم  په سر  اوریدلې مې دي چې ډ یر بې ناموسه خلک دي دخلکو عزتونه یې چورکړي .
هغه شپه مې ښه په یاد ده چې موږته په رانیزدي ولسوالۍ جنګ ونښت اودمرمویو سره سووکي یوې اوبلې خواته بادیدل نیمه شپه وه چې مورمې راباندی غوټه کړه  په وارخطاغږیې راته وویل : هلک ژرکه جګ شه چې کلیوال ټول ووتل غره ته روان دي یواځي موږپاته شو .
چې راجګیدم نو مامااودتره زوی مې یوڅوبړستنې یودوه ټغرونه اویوڅه جامې اوڅه دخوراک شیان په خره اولنګه غواباندې بارکړي و.

شپه په مزله تیره شوه تنکی سحردغره ډډې ته ورسیدولو له موږ مخته د غره په ډډه کې دسیمیزو کوچیانو کیږدۍ پلنې وې . موږهم خپل سره ټغرونه دسرسیوری کړل  او دخیمو په شان مو راباندي ودرول څوورځی لانه وې تیرې چې دکوچیانو له هلکانو سره مې ملګرې ټینګه شوه .کورونو ته به ورسره تللم  ،هغلته به مې کورت ،مسکه ،کوچ ،اوپیروي ورسره خوړل
 یوه ورځ لوړمازدیګرو دیووکوچي له زوی سره دهغوی په کیږدۍ کې ناست وم .دماشوم مورلګیاوه په وریو باندي یې میږې رودلې .هم هغه ورځ باران شوی و، بوټي لامده و په انغري یې یوڅوبوټی یښي و . خو  اور  سم نه بلید، کله به یوڅه بل شو خو بیرته  به مړشو.له انغري څخه شنه  لوګي پورته کیدل
یوڅه څنډوروسته کوچي چې په اوښ یې دغلې بوجۍ رابارکړیې وه راورسیده . اوښ یې چوکړ په ښځې پسي یې نارې کړې .وه ښځې څه شوې  ؟ راشه  چې دا بوجۍ له اوښ څخه راښکته کړو. په زړه کې مې راتیره شوه چې څومره بې همته سړی دی .
په ښځې بوجۍ راښکته کوي خو هغوی کوچیان و  او کوچیانې ښځې له سړو څخه ډیر اودرانه کارونه کوي کوچي اومیرمن یې دبوجۍ په راښکته کولوبوخت و .
نه پوهیږچې ترمنځ یې څه خبره راغله کوچي کته کاڼي ته لاس کو اوښځه یې په تندي وویشته .
دې ښځې په تندي اومخ دینو ویاله راروانه شوه یوڅودقیقې په هغه ځای کوړۍ ناسته وه . زما په وجودکې ساوچه شوه له حرکته ولویدم یوډاراو وحشت مې په زړه ننوت .
کوچي دوړوبوجۍ کیږدۍ ته کش کړه  اومیر منې ته یې په یوکرغیړن او وحشي غږوویل ولې ناسته یې جګه شه چې ستړیم چای راپوخ کړه . ښځه له ځایه راجګه شوه  ترانغري پوري چې رسیده څوواري په  لارکې کاواکړ شوه اووتمبیده .
دچایو چای جوش یې په انغري کیښود .
خودسون بوټي لامده و اور نه بلیده ښځې په پوکلو پوکلو ځان ورباندي ستړی کړ .
څوځلې چې به هغې دانغري انګارته سره ورټيت کړ  او ور  پوکلو به یې دتندي وینې به یې په لمدوترخو وڅڅیدې ماورته کتل وحشت اخستی وم .
هغه وینې چې په ترخه به وڅڅیدې  له ترخې سره به یوځای لوګی شوې  او د وینوهغه غوړلوګی به بیرته دکوچۍ په سترګواوسپږمو ( پوزو ) ورننوت .
نورمې زړه ورته ټینګ نه شو کورته ترې روان شوم دکوچۍ دوینو  کیسه مې مورته وکړه مورمې لاځواب نه و راکړی چې انا مې وارونیو  اورا ته وویل پرې شابس دې وي .
د پښتانه لورده خاوند خو به یې خود وهي ورباندي حق داردی  .
۲۰۰۷/۴/۲۳ ساجرسعودي عرب
  .

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 16 |

           مهار     

جانان ښکلی ګودرښکلی چنارښکلی

په دې ښکلیوباندي ښکلی دی یارښکلی

 

ټکی ټکی تږي زړه کې زرغونیږي

ساقي ښکلی جام یې ښکلی خمارښکلی

 

له هرترنګ سره دژوندښاپیرۍ ناڅي

مطریب ښکلی محفل ښکلی ستارښکلی

 

تک سپین وری یې لکه سپین ستوری په غیږکې

کوچۍ ښکلې اوښ یې ښکلی مهارښکلی

 

چې له شونډویې راوزي ښکلې لګي

خنداښکلې اقرارښکلی انکارښکلی

 

ښکلي ښکلي دي بې شکلیوښکلا نه شته

چالیدلی بې ګلونوګلزارښکلی

 

له وحشته تصورکیدلای نه شو

چې منصورپه غاړه کیست شودارښکلی

 

غضري دځوانۍ عمرداسي تیرشي                     

لکه تیرچې شي یوځلي په لارښکلی 

ساجر  /۱۰ ۵)۲۰۰۵/

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |

          

وښکې 

زه ورته غوږومه جانانه ستالیمې غږیدې

خواږه خواږه یې څه ویل خوږې خوږې غږیدې

 

چې درکاته مې پوهیدم چې په بلا به اوړم

زړه مې منل چرې پسته پسته پستې غږیدې

 

له توروڅڼودې را الوتې زما په لوري

ځان یې عنبروکې مینځلی و وږمې غږیدې

 

خدای دې لري څومره هوښیارې وې ستاشوخې سترګې

هم یې غمازڅاره هم ماته پسخیدې غږیدې

 

لیوني حسن دې دلمرپه سترګه وارکړی و

زرینې وړانګې دې په غیږکې تویدې غږیدې

 

نن ورته غوږوه په حیرت دملکوت سندره

دبنګړوشرنګ کې دې شیرینې څه نغمې غږیدې

 

ښه مې په زړه دي چې اول  ځل یې زمانوم اخیسته

په پستوشونډودې بې دریغه اندیښنې غږیدې

 

په سپین بارخوچې دې راتوي شوې درته څه یې ویل

چې غضري درڅخه تلم اوښکې دې مړې غږیدې

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |

 

میوه مینه 

مورې زړه مې سوړدی لږیې تودکړه په توده مینه

ستړی دی دژوندناخوالو وړې ترې خوږه  مینه

 

پریږده چې لږوژاړمه ورسته مې بیاښکل کړه ته

اوري مې په زړه دماشوم توب وړه وړه مینه

 

ګورم دټیکري ته اله ژرپلو راواړوه

خلاص یې کړه اوراکړه ترې یوڅودانې میوه مینه

 

 خیردی که ترمنځ موهیوادونه اوسیندونه دي

لمونځ چې مورې وکړې په دعاکې رالیږه مینه

 

مورې له تالري داژوندون راته ژوند نه ښکاري

خدایږوڅنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مینه

 

دلته چې له چاسره مور ووینم نولیږمه

نورخومې وس نه وي رابه زړه کړم ستازړه مینه

 

مینه مینه اوسه زماترژونده زماخوږې مورې

ستاپه ژوندژوندۍ ده زمادژوندخوره وره مینه

 

ربه غضري درنه په ژوند کې نورڅه نه غواړم

مورراسره پریږده درنه غواړم دغه یوه مینه

ساجرسعودي عرب۱۳۸۵/۲/۲۵/ 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |
   مرغۍٍٍٍْ  

ستایې وزرمات کړیې
زمایې ارمان وزلی
مرغۍ په ماباندی هم
لکه دې تاښکاري ماشه کش کړیې
ته خو له دردڅخه ]ورلیږې
ځان له زمکې وهې
دسترګوغولي کې دې
مرغۍ ارزودژوندانه راټوله
زه درپوهیږم مرغۍ
چې دشیرینې ساوداع ته ژواړې
زه دې دکسیو په هینداروکې تصویر وینمه
د دنګې ونې په وچ خاښ کې ستادځالې تصویر
دهغو دو سرومرغکیوتصویر
چې لایې بڼې په وجودراټوکیدلې نه دي
دهغودو سرومرغکیوتصویر
چې تاددوی په خاطر
دلته زموږ په دې خوني ورشوکې
دڅودانوپه لټه
خپل خوږوزروبایلود
دهغودوسرومرغکیوتصویر
چې لایزدان دالوتلو توان ورکړی نه دی
زه درپوهیږم مرغۍ
چې ستاورستی ارمان
نامراده ارمان
بس هم دغومره و
یوڅوورځې مهلت دې غوښته
 مرغۍ زه ښه پوهیږم
چې لایوځلې له خپل مات وزرنه
به دې فضاکې الوتنه غواړې
زه درپوهیږم خپلې ځالې ته ځې
مرغۍ زه شه پوهیږم
چې هغه سره هغه ګونګي مرغکیان
ستادورتلوستومانه لاره څاري
خو
خومرغۍ نوردالوتلو نه یې
زه خو داستاپه دردپوهیږم مرغۍ
خوته زماپه دردونه پوهیدې
زماله سترګونه تصویر دجانان کډه کړیې
زه مې دروح وداع ته نه ژاړمه
زه دخپل ژوند په بیه
د دې زخمی ماحول دوینو فوارې بندوم
مرغۍ زماارزویواځی خپله ځاله نه ده
زه مې یواځی خيپلو ګونګو ګولالو بچوته
له ویره ډکې ساندي نه وایمه
زماارزوده چې دتللپاره
ددېوحشي ښکاری له ګوتونه ماشه وخیږي

ترڅوزموږاوستاسوټولې ځالې
دتورټوپک له خولې خوندي پاته شی

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/01 و ساعت 2 |


Powered By
BLOGFA.COM