تبليغاتX
انځور
خوب

خوب دصحت  صحت دژوندلپاره
لازم  ملزوم  دی اشنا

خودومره خوب هم نه 
چې ژوندپکې دخوب لیده شی

۱۳۸۵/۱۸ساجر
په احترام غضری

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/14 و ساعت 22 |
دروندخوب

چاویل دوی له منګه نه مخکي

له درانه خوبه ویښ شوي

ځکه دوی له منګه نه مخته

خپل منزل ته رسیدلي
خو له ماسره سوال دادی

چې دلمردکلي خواکې
خوزموږ کلی ابادی
بیادوی څنګه له موږ مخکې
له درانه خوبه بیدارشو
موږخپل ځان لوستلای نه شو
دوی په هرڅه کې هوښیارشو
۱۳۸۵/۱/۱۸

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/14 و ساعت 22 |

یوسفر اویوملګری

 

 

د۱۳۸۴کال دقوس نهمه نیټه وه  په هم دغه ورځ زما له کابل څخه دسعودي عرب پلازمېنې ریاض ته فرواز و  په ټیکس کې مې دفرواز وخت دماښام پنځه بجې لیکلی وو

زه په څلوربجې دکابل نړیوال هوایې ډګرته ورسیدم هغه راسره  دسفرسامان مې ترتلاشۍ تیر شودپاسپور ټ له کتوورسته دډګرسرحدي پلیسو اجازه راکړه چې انتظارخانې ته ولاړشم دانتظارخانې ترښیښو مې دهوایې ډګر رینوې خط ته کتل

چې مات مات وو بیا مې په هوایې ډګرکې ولاړو هغو وړو وړو الوتکوته سترګې ورواوښتې ې سویو څیرو یې سړي ته هغه دجنګ وختونه ورپه زړه کول لیږ ځنډ ورسته علان وشو ګرانو مسافرو له کابل څخه ریاض ته روانه اریانا افغان الوتکه په څودقیقًو کې فرواز ته چمتو ده له تا سو څخه هیله کیږي خپل ځانونه الوتکې ته ورسوئ مسافر په بیړه دالوتکې په لور روان شو زه هم دخلکو په لیکه کې شوم  چې دالوتکې وره ته ورنیزدې شوم هغلته مې ولیدل چې یوواربیا دسرحدي پلیسو له خوادخلکو پاسپورټونه کتل  کیدل له ماڅخه مخته یې دوه کسه  یوو لورته درولي وو چې زما پاسپورټ یې وکوت نو ماته یې هم امروکو  چې له هغو دوکسانو سره  ودریږم موږ درې واړ په دې پوهیدو چې زموږ ددریدو لامل زموږ پاکستاني پاسپورټونه دي چې دخلکو لیکې  ختمې شوې نو دپلیسو امیر موږ له ځان سره دتفتیش خونې ته بوتلوهغلته یې له یوڅوپوښتنو ورسته یو په بل پسي بیرته الوتکې ته ورخوشي کړو  چې الوتکې ته راستون شوم نو زما په هغه سیټ چې په ټیکس کې راته لیکلی وو یوه میرمن ناسته وه مناسیب مې ونه ګڼله چې هغې څخه وغواړم چې جګه شي اوزماکرسۍراته خوشیې کړي دالوتکي ورستۍبرخې ته ولاړم هغلته مې په ظاهیره

یوپنځوس کلن سړی ولیدچې په یوو دوه کسیزسیټ کې تنهاناست وو

هیله مې ترېوکړه چې دکرسۍیوه برخه ماته خوسیې کړي بیایې په خواکې

کینستم

لیږځنډورسته الوتکه له زمکې څخه هواته پورته شوه 

سړي دالوتکې ترښیښه دکابل دښارخورې ورې  منظرې ته کتل  رښتیاهم

په هغه زیړمازدیګرکې پاس له الوتکې څخه دکابل دښارمنظره چې ډیره برخه یې

په لوګواودوړو کې پټه وه په لیدوارزیده

ترڅوچې الوتکې ځان دلوړې سطحې  الوت ته رساو سړي څوځلې  ماته په یووکاږه نظروکتل خوچې مابه وروکتل هغه به سترګې په بله واړولې وس نو موږنیزدې پنځه څلویښت دقیقې مزل کړی و  دالوتکې میلمه پالانو ډوډۍ اویوڅه نوردخوراک شیان راوړو

موږ په ډوډۍ خوړلوبوخت شو سړي لاهم هغسي وخت ناوخته  په کږوسترګوراکتل

داځل چې هغه راکتل اوزماسترګې هغه ته ورواوښتې نو هغه دپخواپه څیرژرله ماڅخه سترګې واړولې

خودې الویزان خوځښت یې په لاس کې دپیپسي کولا ګلاس وخوځاو  اوڅوغړپه پیپسي زماپه  جاموراتوشوه

  هغه ژر ګلاس کیښود اودخپل څادرپه پیڅکه یې زمادجامودوچولوهڅه  وکړه

خومایې لاس ونیو اوهیله مې ترې وکړه چې زه به یې وچ کړم

داځل هغه ښه په ډاډه راته وکتل بیایې راته وویل غږدې ډیراشناراته ښکاریږي خو

تصویردې سم په ځای نه شم راوستای که خفه کیږې نه نو یوه پوښتنه درنه کوم

نوم دې څه دی او دسعودي عرب په کوم ځای کې وسې

ماویل په ساجرکې اونوم مې...

هغه راته مسکی شو ویل یې ښه وس مې وپیژندې غږمې دې له راډیوګانوڅخه اوریدلی و  ښه شو چې درسره ومې لیدل

لاروږده وه ماهم غوښت چې له  هغه سره سفرپه خبرولنډکړم

هسي خودهغه عمرترپنځوس کاله ډیر نه و خوپه صورت ډیر ضعیفه مالومیده

په زړه کې مې راتیره شوه چې نوموړی به څنګه په دې ضعیف وجوددسعودی هغه سورلمراوسخت کارونه زغمي  نوځکه مې لمړۍ پوښتنه هم داترینه وکړه

کاکاڅومره وخت کیږي چې په سعودي کې وسئ ؟هغه ویل شل کاله

ماویل تاسوډیرضعیفه شویې زامن مو نه شته چې چې دلته یې راوغواړئ

هغه یوسوړ اسویلی وکیښ ویل یې نه یوه لورلرم چې داڅوورځې وړاندیې واده و

هغه مې هم له خپله لاسه داورلمبوته ورکته کړه

یوڅوشیبې غلی شوم بیامې هغه ته په یوه سوالیه نظروروکتل

ماویل کاکاستاسو په خبره سم پوه نه شوم لورانې خو هرڅوک ودوي ولې؟ وایې چې

داورلمبوته مې ورکته کړه

دهغه په شونډو یوه لړزانده څپه خپره شوه په سترګوکې یې اوښکې راوتوکیدې

په یوساړه اسویلي کې یې وویل کاش چې ماهم دخلکو غوندي واده کړیې وای

ماخوپه بدوکې ورکړه په داسی بدوکې چې هغه لاله ماشوم توب څخه  پکې کړیده

نورمې نو دکاکاکیسې ته تلوسه شوه

ماویل که خفه کیږې نه نو لیږمې پوه کړه چې داڅنګه بدو چې لوردې له ماشوم توبه

پکې کړیده

هغه خپله کیسه راته شروع کړه هغه ویل کله چې په افغانستان کې دجنګ اوربل شو

اوخلک دوطن پریښودوته اړشو نوزموږ کډه هم پاکستان ته راغله

اوهغلته په یوو پنډغالي کې میشت شو  هغه وخت زه ځوان وم څلورماشومان وروڼه

اویوه مورزمادکورنۍ غړي و

کال ورسته مې واده وشو دکورنۍبارزماپه اوږوبارو  زه به ترډیره په کراچۍ کې وسیدم

هغلته په یووراسټورانت  کې اشپزوم په کال کې به یواځی څوورځې کورته په رخصتۍ تلم

دمورمې له میرمنې سره وخت نه تیریده هروارچې به کورته ورغلم نو موربه په شیکایتونو راته سره وه هغه څوورځې روخصتې به مې له میرمنې سره په وهلوټکولوتیره شوه  په وادمې څلورکاله تیرشوي و چې خدای یوه لورراکړه

مورمې میرنې ته نوره هم په قهروه ویل یې چې ولې یې لوروشوه ولې یې زوی نه دی زیږولی ماته یووخپلوان دسعودي ویزاراولیږله پاسپورټ مې لاپخواتیارکړی و

ویزامې له پاسپورټ سره یوځای یوې اجنسي ته دلګیدولپاره ورکړه  زه دڅوورځو دپاره کورته ولاړم ماویل چې ویزامې لګیږی ترهغې به داڅوورځې په کورتیرې کړم

په کورکې لاهم هغسي جنګونه اولانجې وې وس خو مې موردمیرمنې وینوته تږې ناسته وه زه هم نه پوهیدم چې څه وکړم مورپردۍ کړم اوکه میرمن

ویزامې هم اخستې وه پره دوه لکه روپۍ پوروړی وم زه پوهیدم چې څوکاله له سعودی څخه نه شم راستنیدای

زه دایوې خبرې ځورولم ماویل که زه لاړم نوموربه مې په میرمنې دبدلمنۍ تورولګوي

دخلکودخندابه شم چاته به پورته نه شم کتای

زه چې له کراچۍ څخه راتلم داجنسي څښتن ته مې دیوو پیژندوی دوکان داردتلیفون نمبرورکړو  ماویل چې کارمې خلاص شو نوماته به په دې نمبروتلیفون وکړې

مازدیګرمهال دوکاندارسړی رالیږلی و چې دویزاکاردې خلاص شوی داجنسي څښتن زرترزره  غوښتی یې

مازدیګرتیرشو ماښام اوبیا ماخیستن شو دماخستن دډوډۍ خوړلوڅخه ورسته خپل دخوب کوټې ته ولاړم میرمن مې په کوټه کې وه په غیږکې یې زماماشومه لوروه

خوب ته یې چمتوکوله زه خپلوغمونو کې ډوب وم کله به مې میرمنې اوکله به مې ماشومې لورته وکتل  میرمنې مې هم په یو  عجب اوغریب نظر راته کتل

خو ماته دهغې داسي کاته څه نوي نه و ځکه چې هم هغه ورځ مې څواره په وهلوتکه شنه کړه

هغه چې کله جګیده اوماشومه یې ځانګوته  وړه نو له یو اخ سره یې خپل غبرګ لاسونه دملاتیرته ونیول اوماشومه یې له غیږې څخه په زمکه وغورزیده

زمازړه چې لاله پخواغمونوشین اړولی و دلور الویزاندو کړیکومې لانورې په زړه چړې راخښې کړې نورنو قسم خورم چې په ځان نه یم پوهیدلی

ترڅوچې زه په ځان پوهیدم نودمیرمنې په خوله کې مې دژوندورستۍ سلګۍ وه

دخوب بستراوزماجامې دهغې په  وینو لت پت وې هغه دزیړودرنه توکتانۍ چې ماهغه په سرسر ورباندي وهلې وه په وینو سره پرته وه

موراووروڼه مې راغلو جامې یې رانه ویستې په شپه کې له کورڅخه راووتم

ورځ ورسته کراچۍ اودوه ورځې ورسته سعودې ته راورسیدم

اتلس کاله مې په سعودي کې تیرشو دمیرمنې وروڼه مې مرګ ته تږي ناست و

ورسته له اتلسو کلونو یوه ورځ ورور تلیفون راته وکو ویل یې چې موږ غواړو ستا له اوښیانو سره روغه وکړو

څوورځې ورسته بیاتلیفون راغی راته ویل یې چې روغه وشوه جرګېشپاږلکه روپۍ

اویوه نجلۍ راباندي کیشودل

څومره چې ژرکیږي روپۍ راولیږه اونجلۍمو ستالورپکې ورکړه مجبوره وم هم مې لورپه غمونو واوښته هم  مې داتلسوکالو خوارې په سیندلاهو شوه

بس زه هم ورغلم اولورمې دډولۍ په نوم دغمونو په جنازه کې ورولیږله

هغه رڼې اوښکې چې لیږمخته دکاکاپه سترګوکې راټوکیدلې وې وس یې په مخ مړې مړې راروانې شوې

یوسوړاسویلی یې وکیښ په وړو وړو سلګیو کې یې وویل څه ښه انصاف دی زموږ دټولنې  یوو  ورور ته یې دخوردوینوبدیل شپاږلکه روپۍ اویوه نجلۍ ورکړه

خو یوې لورته چې په ماشوم توب کې چادخپلې مورپه وینو لمبولې وه چاهیڅ هم ورنه کړو

نه یواځې چې څه یې ورنه کړو بلکې دایې ددوښمنۍ دترانه سرپوښ کړه

 

ددې دپاره چې دکاکا خیال مې په بله اړولی وي ورو مې ورته وویل

کاکاتاسو بل واده ...

هغه یووار په خپلو سترګولړزیدلی لاس راتیرکو بیایې ماته وکتل له روغې مخته

خدای زما کشر ورور رانه واخیست چې روغه وشوه  ورڼومې هغه دورور کونډه

راپه نوم کړه خو...

ماویل خو څه له هغې سره مو هم وخت نه تیریږی  ده ویل نه داسي خبره نه ده

خو زه ډیر ضعیفه شوی یم اوهغه ډیره ځوانه ده زه دهغې تقا ضاوي نه شم پره کولای

بله داچې هغه هم ماته دیوو قاتل په سترګه ګوري چې کله مې هم خبرورسره غبرګه شي نو دراته وایې چې ګواکې ماته دمیرمنووژل څه ګرانه خبره نه ده

بس هم دومره و چې پیلوټ همکاري علان وکو ګرانو مسافرو زموږ الوتکه په څوشیبوکې دملک خالدپه هاویې ډګر کینستو ته  چمتو ده له تاسو څخه هیله کیږی چې له خپلو ځایوو څخه ونه خوځیږئ

ماویل کاکاکیدای شي بیادې ونه وینم که ستااجازه وی ستاسو دژوند داترخه خاطره به زه په یوه کیسه واړوم هغه راته مسکی شو ویل یې سل اجازې

ګوندی وی چې زماله دې ناپوّې څخه یوبل څوک عبرت واخلي

 

ګرانو لوستونکو دایوه روښتنې کیسه ده چې ما دهغه کاکا په اجازه ستاسو هظورته

دیوې لنډې کیسې په بڼه وړاندي کړه 

په احترام غضري

 

 

)۱۳۸۵/۷/۲۷ساجرسعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/12 و ساعت 23 |
 

زیری

 پل یم دجانان دقدم پاته په دې لاریمه
باده ورانه وه مې مه یوڅلی دیادګاریمه

حسنه پیغمبره مادمینې په دین واړوه
داسي راته ښکاري چې بې مینې ګناه ګاریمه

اوس مې دزړه وینې دلیموپه لاربلدې شوې
نن که څوقترې یم سبازیری دبهاریمه

مه وړه لیونتوب رانه دعقل ککۍواخله زما
ښه دی چې حساب په لیونیانود دې ښاریمه

نه خوښوي نجونې دبازارزماغضري غزل
زه ساده شاعردکلیوالې پیغلې هاریمه

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/11 و ساعت 0 |
ډولۍ

 دستوریورڼاته یې دسپوږمۍپلوشې ته یې
دلمرله وړانګوجوړه زماکوچۍپلوشې ته یې

دهرغاټول په پاڼوکې تصویرستادرورخساردی
ښکلازموږد دښتودکیږۍپلوشې ته یې

سپرلی دې درواري شي که داکم وي زه دې هم شم
سپرلی په تارنګین دی سره غوتۍپلوشې ته یې

شراب دساغرڅه وي دزړه تنده لاسیواکړي
زمادتږي زړه شرابې مئ پلوشې ته یې

 په سره جوړه کې سپینې دحمیددشعرمطلع شې
هغه ژاله لا له کې لیونۍپلوشې ته یې

خدای مه کړه چې دبلې ناوې خیال پکې ویده شي
ارزوزمادسترګودډولۍپلوشې ته یې

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/11 و ساعت 0 |

ښه رویبار اومکاره بن
احسان ځان ته تخلوص مین انتخاب کړی و .  دهغه دادعوه وه چې زه مین یم په رنګونومین په شعرونواو تصویرونومین درنګونوخبریې تریوو ځایه په ځای وه ځکه چې هغه په خپله دیوورنګین مزاج خاوندو پاته شو شعرونه اوتصویرونه څه ووایم هغه نه شاعرو اونه هم انځورګر البته نوموړی یو ښه خیالي وو .
موږبه لیده چې دهغه دخیال مرغۍ به کله درحمابابا اوحمیدماشوخیل په خازوناسته وه او کله بې بیادجهانې اوسائیل دزړه په دښتوکې دانې ټوله ولې اوکله ناکله به بیا لري له وطنه دمایکل انجلیواوارستومزارته ولاړه اوچې راستنیدلبه نویوځل به یې خپل ستړي وزرونه دغني خان په قبرخامخاټپول .
 احسان د دولسم ټولګي پاریغ و هغه غوښت چې دادب یاتو پوهنځی ته ولاړشي خودکورنۍ ارزوهغه دانجینیريزم پوهنتون ته ولیږه . داحسان لاپه پوهانځي کې کال نوشوی چې له یونړۍ وال کلي سره اشناشو زمامنظورانټرنیټ دی  دانټرنیټ ماناچې هرڅه وي وی به خوزه یې ځکه نړۍ وال کلی بولم چې هرهغه څه چې په نړۍ کې و اوکیدل هغه وس په انټرنیټ کې کیږي احسان چې پخوا یواځی دارواښادالفت ، رشاد اوعلامه حبیبي له دنګو ادبي ماڼېوسره اشناو په دې کلي کې یې دې ته ورته په سلګونوماڼۍ ولیدې لکه دخیام ماڼۍ ، داقبال ماڼۍ ، دشکسپیراوداسي نورې بې حسابه ماڼۍ چې کتونکي ته یې له لري سترګه کونه وهل ، اوځانته یې دوربللوست ورته کاوه . احسان لاد ولاړوماڼېوپه ورولګیدلې لوحې سمې نه وي لوستې چې په عمریې یوبل کال واوښت  .
اودهغه رنګینوسترګوپه دې کلي کې یوبل ګودرومند یوداسي ګودر چې دچاټینګ پیغلوبه زلموته ترپلولاندي دمکیزونوښاپیرۍ ورښکاروله . هغه ښاپیرۍ چې دنیایې درنګ له سندروڅخه جوړه وه . همدغه سندرې وي چې داحسان زړه یې په ټوپونوکولو . اودهغه زړه یې دې ته راوباله چې دی هم دغه مرموزې سندرې ووایې .  احسان لازړه نازړه و چې ګوتویې دصبرتحمول له لاسه ورکاوه ،اوپه دې مرموزوسندرویې خپلې شونډې کیښودې هغه لاد خپلو ګوتوسندره سمه نه وه اوریدلې ، چې دمانټرپه پرده ورته دځواب نڅاګره ونڅیده هو دغه دځواب ښکلې نڅاګره دهمادنریوګوتوپه اشارونڅیده  ، نور نواحسان دخپل رنګین مزاج کاروان هم دلته تم کړ . په ساعتونوساعتونوبه انټرنیټ د ده اودهما ترمنځ مستقیمه رویباري کوله ،ان تردې چې یوه ورځ دغه الیکترونیک رویبار د دوي عکسونه په خپلوبې سا لاسونوکې دیواوبل مخونوته ونیول . یقینً چې دوي دواړبه دغه بې ځانه رویباردزړه په شونډوښکل کړی وي .
خبره دلته پاته نه شوه . د دوۍ ورځ تربلې نیزدیتوب داحسان په زړه کې د واده هیلې راوټوکولې .احسان خوپه رنګونومین و خوهغه ورځ به رښتیاهمادرنګ ښاپیریو له ځان سره وړی وي په کومه ورځ چې هغه له هماڅخه له هغې سره د واده کولوغوښتنه وکړه ،اوهغې یې په ځواب کې دکیبورډ په زړه کې دانټر بټن کیکیښ انټرنیټ لاهم له دوۍ سره و ترهغې ترڅوچې یې په دوي دواړو دیوو بام سیوری وغوړاو  .
ا وس نوهما انټرنیټ ته دیوو وفادار رویبار په سترګه کتل . خواحسان چې دیوورنګین مزاج څیښتن و لایې سترګې په رنګونونه وي مړې ، لایې زړه ددې نړۍ وال کلي په رنګنوکې ځان ته نور خوندونه لټول  .
هغه چې به له کارڅخه راستون شونوپه ساعتونوساعتونوبه په انټرنیټ کې په رنګونو پسي ګرزیده د  رنګ پرستي ورځ تربلې په ډیریدوشوه دهغه هرې غوښتنې ته دانټرنیټ ځواب هو وو .او دانټرنیټ هر هو احسان له هما څخه نورلري کاوه ، نوځکه هما اوس انټرنیټ ته په یوو نوي نظرکتل هو دیوي  بني په نظر دیوي داسي بني په نظر چې ښکلااو ادا یې له دې څوچنده زیاته وه , یوه داسي بن چې له احسان څخه یې دهغه دژوند ټول مسولیتونه هیرکړي و ,نه یواځي مسولیتونه بل کې هغه هما یې هم ترې هیره کړې وه کومه چې داحسان دزړه په هر حرکت کې وسیده
 ۲۰۰۵/۱۲/۲۰ساجرسعودي عرب
په احترام عبدالرحمان غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 1 |
زر ډالر ،
پوخ بریځرونن مې دمورهغه سهارنۍ خبرپه یادوه چې راته ویل یې زویه داشپتله چې ته راوړي دسارویونه بس کیږي دپخواپه پرتله نن زمادشپتلوپنډ ډیردروندو څوځله مې له پټي ترکلي په لاره کې دمه جوړه کړه داځل مې هم دکلي په سرکې دیو واړه دیوال په سرخپله دشپتو لکوپنډه راته کیښوده .
دپنډې له ښودلوسره سم مې دژړا اوازنه ترغوږوشوسترګې مې دکوڅې په لورواړولې دکلي مشران مې ولیدل چې دحامد دو دواړه انګړ له وړې دروازېڅخه راووتل دمشرانوپه لیدومې په حامد زړه وسو یوه لحظه مې دهغه څیره سترګوته ودریده هم داڅو ورځې وړاندي یې راته ویل یاره ته دعاراته کړه چې  خدای یوڅوافغانۍ په لاس راکړي که څه هم زه دحامد په زړه پوهیدم خوخبره مې په ټوکه واړوله ولې لکه چې واده ته دې زړه شوی که څه هغه یوسوړ اسویلی وکیښ یاره ته خو همیشه ټوکي کوې خو زه غواړم چې یوڅوافغانۍ پیداکړم اودخپلې رنځمني مورعلاج پري وکړم یار نورنوزمادصبرکاسه په ډکیدوده زیاتي مې دمورداخږمن زګیروي نه شم زغملای دحامد دصبرکاسه رښتیاهم په ډکیدووه دهغه مورچې کلونه وړاندي دنري رنځ په ناروغۍ اخته وه ا وس یې حال تربدولابترو. دیوه ساړه اسویلي په کیښلومې ځان ته پام شو ورومې له ځان سره وویل وس باید خپل پنډ کورته ورسوم اوژرهدرې ته ولاړشم خدای خبرچې دکبرکیندلوته به څوک تللي وي او کنه ما مې لادشپتلوپنډته وږه نه وه ورکړې چې یوځل بیا مې دحامدڅیره سترګوته ودریده اورسره مې هغه بدمرغه څیره هم ولیده چې داڅو ورځې وړاندي مې له حامدسره دګل لالادباغ په خواکې لیدلېوه ثمرګل ښیم ثمرګل دهیبت خان سړی و او هیبت خان زموږدسیمې ترټولوزورور اوبدنامه کومندان و که څه هم وس په سیمه کې څه ناڅه دجنګ اورونه ساړه شویو اودهیبت خان لمن دپردیوله پیرزوینو خالي شوې وه  ، خودمخدیره موادوکاچاک دهیبت خان زواک ته نوی ژوندوربخښلی و .
 خودثمرګل یې له حامد سره څه حامد دو خو پټی هم نه درلود چې کوکناریې ورباندي کرلي وای  زه لا په دې کشمکش کې وم ، چې یونری اواز مې ترغوږوشوچې سترګې مې خلاصي کړې نوترمخ مې زموږدکلي ترټولوخبرچک هلک نیازخان ولاړو مالاهغه  ته سم نوکتلي چې راته وویل کاکا په حامدخبرشوي ماویل هو ،داچې موریې مړه ده خبرمې لا خلاصه نوه چې هلک راته وویل مور دچامور دحامدمورخوژوندۍ ده  ، ولې ته دهغې ژړانه اوري   هغه خوحامد پخپله مړدی دحامد دمرګ خبرلکه دټوپک ټک داسي راباندي ولګیده تت وت مې یوشویوڅولحظې مې دماشومسترګوته کتل بیامې دهغه په خبرباور رانه غی .
دروغ وایې تاته چاویل چې حامدمړدی خوماشوم لکه دکوم وتلي اجانس خبریال پخپله خبره کلک ولاړو .  زه رښتیاوایم هغه روسانو وژلی روسانو ته څه وایې روسان خوزموږله هیوادڅخه لاپخواووتل ضرورتاته چادروغ ویلي یاخو بیا امریکایانو وژلی ماشوم لاهم پخپله خبره ټینګ ولاړو نه نه هغه روسانو وژلی اومړی یې هم هغلته پاتي دی.
نورنوزماصبرتمام شوغوښتل مې چې په ماشوم لاس پورته کړم چې د کلي ملاصیب زماپه وږه لاس کیښود په درانه غږیې راته وویل په هلک مه په قهریږه هغه رښتیاوایې حامدروسانو وژلی حامدغوښت چې له څونوروملګروسره یوځای یوڅه اندازه مخدیره موادله افغانستان څخه تاجکستان ته کاچاک کړي خو په پوله دروسي پوله ساتونکیو عسکروله خواپه ډزولګیدلی هغه زرډالر چې دحامد ددغه بدمرغه کاراجره کوم کاچاکبر دهغه دمرګ له خبرې سره یوځای په یولیک کې دحامدمورته رالیږلي
 
 


 
  

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |

 ايچ ای وي

مسکایې له شونډولیږدیدلې وه سپیره مخ اوزیړې سترګې  که مړي چرې بیاراژوندي کیدای نوکټ مټ به دهغه په څیرښکاریدل خومړي له هغه نه ډیر ښه وو . ځکه چې مړي خویوځل مړه شي هغه خودکلیوالو خبرو او غوږ وهنو شیبه په شیبه واژه .

  

هغه ملګري چې دهغه په ناسته اوپاسه به نه مړیدل اوس یې له هغه سره سلام علیک هم ګناه ګڼله ،کاش چې یواځي ملګری وای هغه خو وس دخپلې کورنۍ غړیوته هم په سپینوجامو تور داغ ښکارکیده.

عثمان له ژونده ستړی ښکاریده هغه به ویل چې کاش په هم هغه پیښه کې مړوای  هو  هغه به هم هغه ترپیکي پیشه یادوله په کومه کې چې هغه سخت ژوبلشوی وو دعثمان دا بدمرغی هم دهغې ورځې زیګنده وه.

عثمان په هغه سفرکې یواځي وو څوک پیژندوی ورسره نوو دی هم دپیښې دنورو قربانیانوسره یوځای لارویانو روغتون ته رارسولی وو دنورو خوږمنوپه څیرله عثمان څخه هم ډیره وینه بهیدلېوه د دې لپاره چې ژوندی پاته شي عثمان ته دوینې سخت ضرورت وو که څه هم په روغتون کې دوینې بانک و خو دعثمان دوینې له ګروف سره سمه وینه یې نه درلوده.

ډاکټرله ډیرو خلکوڅخه عثمان ته وینه وغوښته خوچامعذرت وغوښت او دچابیادوینې ګروف ورسره سم نوو اوکله چې دروغتون ویترنر دهغه روستي لاروي د وینې ګروف تشخیص کو نو په خوشحالۍ یې ډاکټر ته خبرورکړه چې دعثمان دوینې ګروف یې ومند ډاکټر هم دوینې به نورو ماینو پسي ونه ګرزیده شایې چې دابه د ډاکټر بې غوري وه اویابیاداچې ډاکټرته دوینې له ماینوڅخه زیات دعثمان ژوندارزښت منو حکه چې عثمان هغه وخت ترژوند مرګ ته ډیرورنیزدې وو . ډاکټرپه ډیره بیړه لاروی دعثمان په خواکې څملاوودهغه له رګونویې وینه راکش اودعثمان په رګونوکې یې ورشیوه کړه کله چې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په پیښه خبرشو اوعثمان یې رک روغ ولید نودخدای ج  شکریې اداکو پلارخویې په شکرانه کې یوسیرلی هم خیرات کړ .

خو کله چې څو ورځې وړاندي عثمان یوډاکټرته دطبعي ماینو لپاره ورغی نوډاکټرپه ډیره خواشینۍ ورته وویل چې ستاپه وینه کې د ایچ ای وي واریس نښې موجودې دي . دې خبرې دعثمان دونیابدله کړه دډاکټر دې خبرې که له یوي خوادعثمان په سر دغمونوغرپریست  نوله بلي خوایې دعثمان کورنۍ اوکلیوال په شک کې واچول  . هغوۍ ټولوعثمان ته دشک په نظرکتل  . د دې په ځای چې له عثمان سره همدردې وښې برعکس یې له هغه څخه کرکه شروع کړه.

دعثمان په زړه کې به ډیر ځلې هغه لاروي ته ښیرا راټوله شوه چاچې ده ته وینه ورکړیې وه ،خو بیرته به پیښمانه شو  ، او له ځان سره به یې وویل  : ښایې چې هغه هم دکوم ډاکټر دبېغورۍ ښکاروي ښایې چې هغه لا اوس هم په دې نه وی خبرچې په ایچ ای وي اخته دی ښایې چې هغه ته هم یوه ورځ خلک دنفرت په هغو سترګو وګوري په کوموچې نن ماته کتل کیږي .

۲۰۰۶/۱/۳۱سعودي عرب

په احترام عبدالرحمان غضري

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |
 ښه خلک
هغوۍ کباب خوړل هغه بل له شنو چایوسره ډوډۍ تیروله درسټورانټ پیاده ماته هم راغی راته و یې ویل وروره څه شی درته راوړمزړه خومې غوښت چې ورته ووایم کباب خوپه جیب کې مې یوڅوافغانۍ پرتې وې ویردم چې راکمې نه شي لورته مې درمل اخیستل تیره شپه یې ډیره سخته تبه وه یوه لحظه مې دهغې تیمااووچې شونډې سترګوته ودریدې اوله ځانه ورک شوم
درسټورانټ پیاده بلیارته وویل تاته وایم څه شی درته راوړم ورو مې ورته وویل تورتریخ چای ستړی وم چای هم داسي لګیده لکه کباب څوغړپه مې لانه وو کړې چې رسټورانټ ته یوږخیرمارراننوت په لیدومې دهغه په حال زړه بدشو سترګې مې په هغه کې شوې خوهغه په ماباندي داسي تیرشو تابه ویل چې هغه زماله جیبه خبردی خیرمارلمړی لاس په کباب ناستو خلکو ته وروږدکوهغوۍ په خیرات ورکولوکې هم یو اوبل ته ست وکو
به پا ی کې یو پکې دخیرات غوښتونکې په لاس کې یوڅوافغانۍ ورکړې خیرات غوښتونکي هغه بل ته هم سترګې ورکږې کړې خوهغه ورته وویل وروره خدای دې درکړي
خیرات غوښتونکی ووت هغه نورپه کباب ناست خلک هم ووتل هغه بل یو هم ولاړشو ماهم ناوختي احساس کړه راجګ شوم له جیب څخه مې لس افغانۍ راویستې اودرسټورانټ څښتن ته مې ونیوې خوهغه یې له اخیستوڅخه انکاروکو
هغه له جیب څخه یوڅوبادیان راویستل اوپه خوندخوندیې خولې ته واچول
اوراته ویې ویل دمرکز نه راته ښکاریږې لکه چې له کومې ولسوالۍ څخه راغلی یې
ماویل هم هغه مسکی شو ویل یې چروت مه خرابه وه له قاضي صاحب سره موکاروو پرته له دې چې زه څه ووایم هغه خپلوخبرته دوام ورکو هم داسورږیری قاضي صاحب وو هغه نوردوه یوقومندان صاحب وو قومنداني امنې هغه بل اداری مدیروو ډیره ښه خلک دي زما ښه ملګري دي ټوله ناسته پاسه یې له ماسره ده
هغه سړی دې ولید چې په شنوچایوپوري یې ډوډۍ خوړله هغه هم ستاپه څیرچروتي وو له تیرو دریوکلوراپه دې خوایې ددعوې دوسیه ورکه وه خوچازه ورښودلی وم بس په یوڅوزره افغانیو یې کاروشو وس دهغه دوسیه دمیز په سرپرته ده
خودهغه رقیب ډیرشتمن دی څوځلې یې قاضي صاحب اودهغه ملګري میلمانه کړو کنه نووس به یې کارخلاص وو هو رښتیا راته ودې نه ویل ستاسودعوه له چاسره ده حیران شوم چې څه ورته ووایم ورو مې ورته وویل له هیچاسره هم نه زه په درملوپسي راغلی وم درسټورنټ څښتن هغه دلسوافغانیو لوټ زماله لاس څخه وکیښ اودپخلنځي په لور روان شو
۲۰۰۶/۱/۱۷ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |

   رژيدلي هيله
مازدیګر په زیړیدوو د دنګوماڼیو سیوري وږده غزیدلي وو
دڅره کله غاړې سره په پیاده رو کراکرا راروان وم ډیرستړی وم لاسونه اوپښې مې داسي یسیدل لکه چې زما نه وي
هو،ټوله ورځ مې دسیمټوبوجۍ پنځم منزل ته په شاه خیزه ولیې وې زړه مې ډوب ډوب کیده نه پوهیږم چې درسته ورځ به ماڅومره اوبو څیښلې وي اوڅومره خولې راڅخه څڅیدلې وې ټول ځان مې دسیمټوپه دوړوکې لت پت وو جامې مې له ډیرو خولوڅخه داسي وچې کلکې وې تابه ویل چې له پلاستیک څخه مې ګنډلې سور دوبی و ډیره ګرمې وه سوځونکی لمر او رسره دسیمټو ګردونمه په پستوکي داسي لګیدل لکه مالګه چې په پرهر واچوې کله ناکله چې به دکومې دنګې ماڼۍ له کوم کونج څخه نري شمال سر راښکاره کوداسي به راباندي ولګیده لکه په تږي بانذي سړې اوبو .

یوه یوه ماڼۍ مې ترنظر تیریدله دلته هیڅ داسي ماڼۍ نه وه چې مادې سیمټ یاخښتې په شانه وي ورخیزولې په خیالونوکې ډوب شوم دیارلس کاله وړاندي ولاړم هغه وختونه رایادشو چې زه دلته نوی راغلی وم اوډیرې هیلې اوحسرتونه مې له ځان سره راوړي و
هغه وخت دلته نه دادنګې دنګې ماڼۍ وې اونه هم داپلن پلن څره کونهګلان اوفوارې خوڅه کوې دلته یوه شین بوټی هم نه ترسترګوکیده
هغه وخت داسیمه یوه سګلنه دښته وه کله چې به لیږ تیز باد راولوت نو سګې به داسي بادې دې تابه ویل چې دسیلاب خړې اوبو راروانې دي
بیامې هغه ترټولوپه ښکلې ماڼۍ سترګې ولګیدې ،هو،ماڼۍ دیره ښائسته وه هغه دچاخبره دولاړوټولو ماڼیو ملیکه وه دماڼۍ په تندي یوه لو لوحه راځړیده چې پرې لیکلې وو سوق العرب هو په دغه ښکلیو ماڼۍ کې وس یو ښکلی مارکیټ جوړشوی وو
ښه انطیق اوقیمتي سامانونه په کې خرڅیدل چې پیرل یې یواځي دعربود لویو لویو شیخانو کاروو بیا مې یونظردماڼۍ په خواکې هغو ښکلیو پوټیوته وروکتل چې ما په خپل لاس کرلي وو مسکی شوم ورو مې له ځانه سره وویل څومره برکت من لاسونه مې دې وګره یو بوټی هم لاندی وچ شوی خپلولاسونوته مې وکتل هغه تڼاکې رایادشوې چې دهم دې بوټیو په کرلوکې مې په لاسونوراختلې وې بیا مې ماڼۍ ته وکتل هغه د(حمزأبابا) دغزل نیم بیتی رایاوشو(ستاپه اننګوکې دحمزأ دوینوسره دي)نه پوهیږم دماڼۍ دځلاندوښیښو ځلا داسي ر اته ښکاره شوه لکه هغه زما دځوانواوتاندوخولورنګ چې ورګډ وي رښتیا هم دهم دې ماڼۍ په تاداونوکې مې څومره ډیرې خولې څڅولې وې
دخپل نیمه خوا ژوندڅومره سهارونه مې هم دې ماڼۍ ته ورپه نوم کړې ووڅومره ډیرې هیلې اوارمانونه مې له دې ښکلې ماڼۍ سره شیریک کړې و
دماڼۍ په خواکې له ولاړ ببري څخه مې یوه غوټۍ راوشکوله ورته ومې کتل ښه ډیر مې ورته وکتل سترګوته مې رانیزدې کړه لاښه نورورته ځیرشوم
داسي راته ښکاره شوه لکه زمادځوانۍ هغه تانده هیله بیا مې خدایزده ولې په موټ کې وسرو وله  غوټۍ دانه دانه شوه لامې ترډیروپه رغوي کې رژیدلې غوټۍ ته کتللاهم هغسي ښکاریده لکه زماهغه رژیدلې هیله بیا مې ځان ته پام شو دټیکدار کورته رارسیدلی وم دکوردوره په خواکې مې دغږلیږدونکي جرس پتن کیکیښ لیږڅنډورسته یوو ماشوم راغږکو څوک یې ماویل زه یم پلاردې کوردی هغه ویل هو
ماویل ورته ووایه چې راووزه سیمټ مې وخیزول هغه دمزدورۍ پنځوس ریال مې راکړه ماشوم راته ښه کړو بیا یې لیږ ځنډورسته راغږکو پلارمې ویده دی مورمې وایې چې سباراشه یوسوړ اسویلی مې وکیښ دغوټۍ دانې مې دڅره ک منځ ته وروغورځولې زه په مات زړه کته دخپل ځای په لور روان شوم
۱۳۸۵/۱۱/۱۶/ساجرسعودي عرب
په احترام عبدالرحمان غضري
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |
وچې پاڼې
دمني سړه هوا په غوږونوداسي لګیده لکه تانده لښته
 دځنګله ونې نورې له پاڼو لغړي شویوې هغه یوشمیرپاڼې چې دونو په ښاخونوپورې پاته وې هغه هم تیزبادیوهپه بله پسي
 رجولې
 هسي خواکبري کاکاښه لوی کوټ اغوستی و غوږونه یې هم په څادره کې ښه کلک نغښتي وو
 خونه پوهیږم چې هغه کوم یخ داکبري کاکاپه زړه ننوتی وچې له پټي ترکوره یې ځان راونه رساو اودلوې لارې په سریې اوربل کواکبري کاکا چې یوڅه ځان تودکو نوپه باته اوریې خاورې ورواړولې هغه په دې پوهید چې که داوریو سوکی ځنګله ته وروالوت نوټول ځنګل به لولپه شي
 خوخدای خبر چې دې خبرې ته یې ولې نه شوپام چې ملنګي ته ولرګیت ورکول ځنګله ته له لویه لاسه اور ورکول دي
 ملنګی زموږدکلي لیونی و هغه له اکبري کاکا څخه وغوښت چې ولرګیت ده ته ورکړي ځکه چې دده هم ډیر یخ کیږي
 کله ناکله به ځان ته اور پري بلوي
 اکبري کاکا لاڅوګامه نواخستي چې ملنګي هغو وچوپاڼوته اور ورته کو کومې چې بادپه یوژورځای کې دلۍ دلۍ کوټه کړیوي وس نواکبری کاکا هم دپاڼوبربري اورته بې وسه و
 ملنګي خوداورله لمبو خونداخیسته خوتونذې هوا داورلمبې ورو ورو دوچو ونو په خوا ورټیل وږلې او ونوهم به چوپه خوله دخپل تن پټوکي داورپه خوله کې ورکول
 یوڅوساعته لانوتیر چې داورسرې اوشنې لمبې دځنګله له شنو ونو هم تاوشوي
 ددې لپاره چې اوریې وژلی وي کلیوالوته بله لارپاته نوه بې له دې چې ځنګل دوه ټوټې کړي
 په دهیله چې دایوه ټوټه ځنګل یې ژغورلی وي دځنګله په مځن کې دنګې دنګې ونې یې له یومخه ونړولې
 اور مړشو دهرچاخپل اند اوخپله خبره چې به ویل که پاڼې ڼه وای نوداورلګیدلو هیڅ امکانوو چابیاویل کاش چې تیر وړی مو ټولې وچې ونې له ځنګله څخه رایستلې وای دپاڼو اور دومره زورور نوچې ټول ځنګل یې سوی وای ډیری خلک ملنکي ته په قهر وو
 خواخترو ترور یو بل څه ویل هغې ویل چې داکبري په لړمانه کې دخدای اوبونه تودوي که ده ملنګي ته ولرګیت نوای ورکړای نه به ملنګي وچوپاڼوته اور ورکاوو نه به وچو ونواوراخیست اونه به هم ټول ځنګل لو لپه کیده
 ۱۳۸۵/۵/۱۱ساجرسعودي عرب
لیکوال عبدالرحمان غضري   
 
+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |
 ځان مرګې حمله
نوم یې امیرومدوو د دې لپاره چې دخلکوخولې دهغه په وږده نوم ستړیې نه شي هغه یې میروباله دمیروتعلې له لویه سره سپیرې وې هغه لاماشوموو چې دموراوپلارسیوری یې له سره پریوت هغه خپل ماما رالوی کړی وو میرو وس یوه میرمن اودوه لوڼې درلودې خوبې کاره وو کاریې نه درلود میروپخواکیلنراوبیاډریورشوخوچاهغه ته کارځکه نه ورکاوو چې هغه دموټروپه ځغاست کې سخت بدنام وو دډیروخلکوموټریې له ګړنګونوغوزولې وې
پخوادمیرو دمیرمنې دخیاطۍ کاریوڅه ښه وو یوڅه یې لاس په لاس اوښت وس چې سیمې ته مهاجربیرته راستانه شوې وو
اوځینومهاجرومیرمنوله ځان سره نوي هنرونه راوړي وو دمیرودمیرمنې کاریې په ټپه درولی وو هغه ورځ چې میرو له کورڅخه واته نومیرومنې یې پسي غږکوچې بیګته دغلې غم وخوره په کورکې وړه نه شته میروخپل غبرګ لاسونه دسدرۍ په جیب کې اچولي وو پورته یې په بازارکې مخه نیولې وه چیرته تو داخوښایې چې ده ته هم نه وه معلومه
څوقدمه وړاندي یې مخته نوی پیجاروموټر ودریده دمیروپه ارمانونوکې یوارمان هم پیجاروموټروو چې وبه یې لیدنو دوه سترګې به یې پسي څلورشوې خونن یې چندانې په کیسه کې نه شو پیجارویې نظرانداز کړه اوخپلوګامونوته یې دوام ورکوخوڅوګامه یې لانه وو اخستي چې په پیجاروکې ناست سړي پسي غږکو میروچې مخ ورواړاوو نویوه نیم زړیې مسکایې په شونډو خپره شوه هو سړی لکه چې دمیرو پیژندوی وي له یوڅولنډوخبرو ورسته میرو پیجاروته وروخوت اوموټر حرکت وکو وس نو دمیروپه مخ کې یوڅه دامیدرنګ په نڅاوو سړي هغه ډاډه کوچې دغلې غم اسانه دی خوته وس هغه زماکورولاموټر ترترمیخانیکه راسره ورسوه دپیجارو]لونکي موټر یوڅه دښارپه کوڅوکې تاوراتاو کو اوبیایوو زاړه کورولاموټرته ودریده سړي دموټر کیلې میروته ورکړه اوپه ځان بسي یې کو پیجاروترمخ اومیروپسې وو
وس نودوۍ دواړه دښارزړه ته ورګډشوي وو پیجارودښارپه زړه کې له ګڼې ګوڼې ډک څلورلارې ځان ویست خومیرولاهم دڅلورلارې په ګڼه ګوڼه کې ښکیل وو ښایې چې دپیجاروڅیښتن هم دغه ځای خپل هدف ټاکلی وو ځکخ خویې له لرې درومینټ کنټرول په وسیله هغوانفیجاري موادوته انفیجار ورکو کوم چې لاله پخواپه هغه موټر کې ځای په ځای شوي وو په کوم کې چې میروسپوروو چاودنې ټول ښارولړزاوودانسانانوغړي په څلورلارې کې خواره واره پراته وو هیڅوک په دې نه شو پوه چې چاودنه چاوکړه
دسبانیو ورځ پاڼو په لمړومخونوداسي لیکل شوي وو
دښارپه څلورلارې کې ځان مرګې حمله د داشت ګرپه شمول پنځلس کسه مړه اوترڅلویښتوډیرټپیان
۱۳۸۵/۹/۵ساجر سعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |
 غربي خیالونه

وایي چې لیوني په کلي پوري خندل اوکلي په لیوني پوري
نوید دکلي اوسیمې خلکوته په یووعجب اوغریب نظر کتل دهغوکړه وړه ناسته ولاړه جامې اوعدتونه یو نوه جهل ورته ښکاریده ؟
دکلیوالولپاره نویدښه دټوکوټکالوموضوع وه دهغه نیمه ماته پښتو نیم لنډ نیم وږده وریښتان په مخ باندي دکریمواوپوډرورنګینه جلوه اوپه غاړه کې نری دسرولاکیټ هغه دچاخبره نیمه ننداره وو
نویدچې په واشینټن کې زیږیدلی اولوی شوی وو دوطن ګرمې یې په پستوکې باندي داسي لګیدله لکه دلړمانولشې
هرمازدیګربه یې په زړه دواشینټن شبنمي باران اوریده خپل پلرنی کلی داسي ورته ښکاریده لکه ګور نه په کې دچکرلپاره مناسیب ځای وو اونه یې همدپاپ موسیقې غږیدلوته لاس رسیده
هغه چې به خپل پلاردکلي له مشرانوسره دجمات ترمخ دخاوروپه ټپ ناست ولید نولیونی به ورته ښکاره شو
چې په کلي کې به یې ښه زړه تنګ شو نوبیرته به دماماکورته راستون شو اوپه همابه یې یوڅه سترګې خوږې شوې
خوهماهم لکه دانځر ګل لیدل یې دومره اسانه نه وو
همادنوید دمامالوروه چې وس یې کوژدنه هم وه په دانیزدې ورځوکې یې واده وو دې هم دې واده په خاطر نویداوپلاریې له امریکاڅخه راغلي وو
هغه ورځ چې نوید دماماکره راغی اومامۍ یې په کورکې نه وه نوده ته هم وخت غنیمت ښکاره شو دهماهماچیغې یې پیل کړې اوچې کله هماراغله نوپه ډیره مینه یې ورته وویل ګرانې سرمې له ډیره درده ماتیږي یوه پیاله کافې نه رښتیا کافې خودلته نه پیداکیږي تورچای رادم کړه هماپه چایوپسي ولاړه اونویدکوټې ته ننوت ایله دانن یې هما په ډکوسترګولیدلې وه دهغه زهن لادهما دتصویرپه زخیره کولوبوخت وو چې همادچایوچای نکه ترمخ ورته کیښوده
هما غوښتل چې له کوټې څخه ووزې خونویدیې دټیکري پلو ونیو همایوځل خپل پلوته وکتل اوبیایې له نویدڅخه وپوښتل نورموڅه شی غوښتل نویدویل نه ګرانې یوڅولحظې راسره کښینه ته ولې له ماڅخه دومره تښتي
هماچېیونظریې دکوټې په کړکۍ کې وو له دې ویرې چې څوک رانه شي په ډیره مینه یې ورته وویل ګرانه پلومې پریږده زموږلاواده نه دی شوی که چاولیدم درسوایې نوم به مې ولاړشي
نویده لکه ماشوم په نیمه ماته ژبه یې ورته ویل دڅه رسوایې هغه دی څو ورځې وروسته موواده کیږي نوڅه کیږي که یوڅو لحظې مې په خواکې کښینې اویا لاس رانه تاوکړې
هما چې په سینه کې یې دزړه درزاټول رګونه راویښ کړوپه مینه یې ورته وویل ګرانه له واده نه مخکې څنګه لاسونه درنه تاوکړم داسي خوچیرې هم نه دي شوي
نویدلاهم دهماله سترګوسترګې نه کیښلې ګرانې ولې نه کیږي
ته پوهیږې په نوره نړۍ کې هلک اونجلۍ له وادنه مخکې لري لري ځایوته په چکرځي په یوورسټورانټ په یوه کوټه کې سره وسي
هماچې دتویدپه مقصدپوه شوه او دهغه په سترګوکې یې دغرب خیالونه په ځنګیدو ولیدل
ورته مسکۍ شوه ورو یې دهغه له ګوتوڅخه خپل پلو وکیښ بیا یې ورته وویل ګرانه موږ هغسي نه یو دلته کله ناکله سړی په یوونظر کتوهم وژل کیږي چای دې درواخله چې سوړشو زه ځم چې دکورکارونه مې پاته دي

 
په احترام غضري
۱۳۸۵/۹/۱۶/ساجر


 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/10 و ساعت 0 |


Powered By
BLOGFA.COM