تبليغاتX
انځور
دچنارپه ژبه

کړې چې وړې وړې خبرې دستارپه ژبه
ټپه ټپه مې شي دردونه دپرهارپه ژبه

دغرو وکړي یو د زرکوغاړې خوندراکوي
وایوسندرې دقربان اویکه زارپه ژبه

 کله ناکله خو له وړانګو سر هم  غږیږو 
یادمنګي یادګودریادچنارپه ژبه

ساقي مو خوښ دی دجامونو شونډې هم ښکلو
هم دمنصور په ژبه پوهیږو هم ددارپه ژبه 

پستې ځیږې مو دواړه زده دي بې هنره نه یو
ګل ته دګل خارته غږیږو بیا دخارپه ژبه

سادسړ ی یې غضري کړه کلي واله ژبه
تاسره نه ښایې خبرې دبازارپه ژبه

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/20 و ساعت 23 |
زه لیونی یم

زه لیونی یم په رښتیا لیونی
دمرګ په سیند کې دژوند دور لټوم
دورانې شویې میقدې په کونج کې
خمونه غواړم تال اوسور لټوم
خزان وهلې تکه ژیړه پاڼه
بیرته دڅانګې په وجود کې ګنډم
له شنوبنګړونه شړیدلې شرنګا
بیرته په شنوبنګړوکې اچومه
هیبلې پښې  په اهینې نو لارو
دأهاړ سره ګرمۍ کې
منډې وهمه سوداګرلټوم
هغه بې رحمه هاخودخواسوداګر
چې زما معصومه مسکا
اوزماتنکۍ تنکۍ زلمۍ شیبې یې
رانه په  هیڅ واخیستې
غضري
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/20 و ساعت 23 |
داذان دروی :

دوئ په جنت پسي راخستې ماایمان وبایلود
ایمان ایمان و ترایمان مې خوږجانان وبایلود

کافروختونه مې دژوندپه هرایات پسي دي
دزړه( یسن) مې ټکی ټکی په تاوان وبایلود

بلبله هسي دې نغمې ترغوږومه راشړه
نوربه بلال نه شم مادروی داذان وبایلود

دزړه په للمه مې وږمې دګلوڅنګه راشي
زه بې بارانه یم مارحم دیزدان وبایلود

وس به مې څوک په پرهرونوکې ټکورخوروي
قرارمې ولاړوی مادټول عمردرمان وبایلود

قسمته مه راوړه دخم په ژبه ګونګ رمزونه
مادجانان دسترګوکونج کې مست مغان وبایلود

پریږدئ چې کړیکې مې جرس شي لیونتوب راویښ کړي
مادخونخوارمزله په لاروټول کاروان وبایلود

په هیڅ کې ولاړم لکه صفرراته صفریښی
سلګې سلګې اوزرترکی مې ارمان وبایلود

دغضري دونیااوس ورانه دهديرې منظر دی
له خپله لاسه یې درنګ رنګین جهان وبا یلود

۱۳۸۵/۱۱/۲۷ساجرپه احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/18 و ساعت 2 |
دبڼوستن
  

دلمرپه اننګومې پنځاوه خوتښتیده
تصویرمې دې له وړانګوجوړاوه خوتښتیده

 دمړوسترګونظردې درسته ورځ یم کړولی
دروح په مقناتیس مې رانیوه خوتښتیده

بیګادې ټوله شپه دسپین روخسارډیوې ته ناست وم
یوخیال مې ستاپه حسن لمباوه خوتښتیده

شین خال دې به تندي کې فلسفه د اويستا وه
غزل ته مې په خولوکې ورکاوه خوتښتیده

یوه څړیکه لکه ستادبڼوستن ورپه کې رغښته
پرهرکه مې هرڅوراټولاوه خوتښتیده

تڼاکې دزړګي مې ترلیموورپسې راغلې
یوښکلی یې په سترګومچاوه خوتښتیده

ساقي په کې جوهردخلوص نه  و نښتیځلي
خمارمې په خمونومتاوه خوتښتیده

 
بس ورک وم غضري دیووخاموش شورپه څپوکې
جنون مې په مستۍ کې غرقاوه خوتښتیده

۱۳۸۵/۱۱/۱۸/ساجر
په احترام غضري
 
 
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/18 و ساعت 2 |
داعوه

ښاغلی هغه ورځ ډیر راته په غوصه شو ګرم هم نه و هم داڅوورځې وړاندي یې ځواب راکړی و
هغه دافکرکاو چې خبره نوره خلاصه شوه خوزه هغه ورځ بیا په دفترکې ورته شین شوم
کله چې مې ددفتر ور په ګوتو نری نری وتکاو نو په ډیر اخلاص یې راته وویل مهربانې وکړئ راځئ
زه چې ورننوتم  هغه خپلې وړې سترګې چې دوریځو په وریښتانوکې یې پټې وې دمیزپه سره
په یوه وږده پرپړه کاغذکې ګنډلې وې
له لیږانتظارنه ورسته یې سترګې راپورته کړې چې زه یې ولیدم نو مخ یې له قهره سوراوشین واوښت
ډیرپه غضب یې راته وویل ته بیا دڅه دپاره راغلی یې ؟

ماویل صاحب دهغه زړې کیسې په حقله مې یوڅه درته ویل هغه ویل زړه کیسه ولې زړه کیسه خو هغه ورځ خلاصه شوه  ماویل صاحب خلاصه خونه وه خوتاشاهدغوښت نن مې شاهدهم له ځان سره راوستی
که ستاسو اجازه وي  زه به یې راوغواړم
داځل یې دتندي ګونجې نورې هم سره ورغلې ښه په وچت اواز یې راته وویل ستاڅه خیال دی
دامحکمه ستادپلارملکیت دی اوکه ماته ستادپلارله کورڅخه معش راځي
چې شاهددېرلود نو هغه ورځ به دې له ځان سره راوست وس نو ستادعوه خلاصه شویې
ځه ورک شه چې زه مې خپلو کارونوته وزګارشم
ماویل صاحب نوبیاخو...
هغه یوځل بیا له میزڅخه سترګې راپورته کړې نوبیا څه ؟
ماویل بیا خو زه مرافعې ته ځم
هغه راته وویل خو ځه کنه ولې ولاړیې درباندي ناوخته کیږی
ماویل ځم خونه پوهیږم چې مرافعې ته له ځانه سره څه شی یوسم
هغه له یوې ترخې مسکاسره راته وویل داخپل سر دې وروړه وس داهم زه دروښیم چې څه وروړه
ماویل هو صاحب دغه یوه ورستۍ مهربانې راباندي وکړئ ته خوپوهیږې چې زه بې سواده یم
چندانې مې په دغودعو دنګلوسر نه خلاصیږي
هغه یوځل بیا مسکی شو خوداځل یې مسکایوڅه په مالګې وه
ویل یې چې داسي ده نوبیا نن ماښام زماکورته راشه چې زه دې په دغودعو دنګلوسردرخلاص کړم
ماښام چې زه ورتلم هغه دجمات مخې ته په اوداسه بوخت و مصواک یې په خولوکې و
په ښي لاسباندیې ږیره موښله
چې په مایې سترګې ونښتې له سلام څخه مخته یې راته وویل یارډیر په وعده ولاړ سړی راته ښکاره شوې
هم داوس مې په زړه کې راګرزیدې

زما زړه چې وس دقاضي صاحب په مهربانۍ یوڅه اوبو څښلې وې په خواکې ورسره کښینستم
ماویل قاضي صاحب وس به یې څنګه کو
هغه لاهم لاس په ږیره کې واهه  راته وویل ګوره زوروره  که مرافعې ته ولاړې نو ودې بایلوده
ته خو پوهیږې چې حریف دې ډیر شتمن دی هغلته هم درڼورپو چیچل دي
ښه لاره یې دادی چې دقوم مشرانوته یې وسپارو په پښتنوکې دعوې په نیمه فیصله کیږي
زه ډاډه یم چې مشران به دې نه تاوني کوي خو چې خولویې ورخوږه کړې نو هله
زه یوڅه ورته دوه زړی شوم هغه په وږه لاس راته کیښود  خفه کیږه مه بس ته یوڅه زقوم ترماراورسوه
نورنو زما کاردی خوچې کاردې وشی نو  بیا به مې هیروې نه 
۱۳۸۵/۶/۲۹ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/18 و ساعت 2 |


Powered By
BLOGFA.COM