تبليغاتX
انځور
 

پاڅون  :

زماد روح زمادزړه څښتنه

ستابه لاسوکی بلاکیف قدرت دی

زه چې تاخلق کړم
ته مې وینه په رګوکې شړې
تادرنګینوکائناتو غیږکې
یوه زره رنګ اویوه ښکلا پیداکړم
تامې احساس ته دجمال سندره وویله
تامې دزړه په تانده زمکه ارزوګانې شنې کړې
تامې دسترګوپه اینو کې یوتصویر کیښود
پاس په تصویر دې راته ولیکل
جانان دې یمه
زه دې یوشورکړمه
یوه مینه یو پاڅون دې کړمه

خو اوس یوبل څوک
ستاله لاری غړیدلی یو څوک
زماارمان قتلوي
زماارزوګانې وژنې
زمادشونډو دمسکاپلوشه
توروتیاروکې نغاړي
زماپه سترګوکې تصویردجانان
په سرولمبوکې سوزي
ته ورته ګورې ورته هیڅ نه وایې
زه درته ګران نه یمه ؟
که دابدمرغه داقاتله څیره
زمادوینو په پور اورته بیایې

۱۳۸۶/۱/۱۹ساجرسعودي عرب
غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 3 |
 شهیده مسکا
یوڅوک مې دزړه وره کې مسافرغوندي ولاړ دی
رابولم یې خوست کړي مرورغوندي ولاړدی
راځي ترې دګلابواوغاټولودبوۍ کډې
نسیم په روح کې ولی سپین سحرغوندي ولاړ دی
وروړم مې دشهیدې مسکا مړی په لیموکې
جانان نن په کوڅه کې دمحشرغوندي ولاړدي
کرې مې داحساس دغره درزونوکې هیندارې
دوړانګوپه ځانګوکې مازدیګرغوندي ولاړدی
راځه چې دانیمګړي تصویرونه پرې تکمیل کړو
اشنادځوانۍستوری انځورګرغوندي ولاړدی
چاویلې چې یادونه دې ماضي راڅخه وړي
هریاد دې زماپه زړه کې دنښترغوندي ولاړدی
رالیږه یې اشناکه دې غمونه پښتانه وي
زړګی مې خلاصه غیږورته خیبرغوندي ولاړدی
یوه ورځ به دزمان له بارخوپري وزم لکه اوښکه
رنګونه ورو ورولیږدي ژوندکنډرغونديولاړدی
پرون چې غضري زمادخوښیومسیحاو
هغه نن درقیب په سردسپر غوندي ولاړدی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 3 |
دښکلاپیر

زړه مې نذرانه و دښکلاپيرته خو رانغی

ډیره تلوسه وه نن زماپیرته خو رانغی
       ***
ماویل که نن راغی زه به تیرپه هیروروګڼم

وربه کړم په سترګوکې مسکاپیرته خو رانغی
       ***
نن مې دلیمولپه له مړاو هیلوډکه و

ټولې وې په هیله ددعاپیرته خورانغی
        ***
غوښت مې چې نظریې دټکورپه ژبه پوه کړمه

ښومې نوی چل دمسیحاپیرته خورانغی
        ***
مامې به غزل کې دارزوتصویرورولیږه

ولوستله څوځلې ملاپیرته خورانغی
        ***
هسی غضري یوو لیونتوب په سراخستی یم

خاورې مې ځوانې کړه دې بلاپیرته خورانغی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
 
رنځورمازدیګری

داڅوک مې ځوروي دومره داڅوک دومره راګران دی
هم زړه راڅخه کاښی هم په زړه راته ودان دی

هرڅوک چې ده په خدای ښائسته ښکلی انځورګردی
دروح په هره پاڼه پنځولی راته ځان دی

دخیال په تږې للمه مې اوریږي څاڅکی څاڅکی
باران خوراته نه ښکاري خو خوۍ یې  دباران دی

په یوه مسکامې زړه ته سل ټکان سینه کې ورکړی
څه مست دی څه بیباکه خدایږوڅومره شوخ او وران دی

رنځورمازدیګری خپلواینوته په خنداکړي
فنکاردی جادوګردی په هر دردپوه دی لقمان دی

تنکی سحرپه سترګوکې تصویردصنم راوړي
توبه چې ګومره نه شمه څه ښکلی مسلمان دی

خوږه خوږه مې څړیکه مستوي دزړه پرهرکې
هیڅ پوه غضري نه شومه چې دردی که درام دی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
خاطره

دژوندساحل ته مې قسمته څپې مه راوله

زه مرورښه یم له وخته جرګې مه راوله

دایوپرهرپه زړګي ښه دی دجانان خاطره

ناښادخاطره زیاتي نورخاطرې مه راوله

موږلیونیان یوټول هیندارې په ډبرو ولو

حسنه عبث دلته درنګ قافلې مه راوله

دعصرژبه به چالاکه وي منم درسره

سترګو دې جارشم زماپه سترګو پردې مه راوله

دبوډۍټال دی سيوری نه لري چې کښینوورته
م

اجل وهلي ته په سر بې سایې مه راوله

نن دشهیدې خورشهیدخال راته خوب کې وویل

زماقاتل دی داشین سترګی دلې مه راوله

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
دخدای ج بندګان ټول معذوره دي

دشیرعلم کاکا عمردومره هم نه و ډیر چې ګواکې دکاکاپه لقب ارزیده
خو په هغه کې یوڅه و ځکه خو زما په شمول دکلي ټولو کشرانو
هغه ته داحترام په خاطر کاکا ویل
کاکایوفیلسوف طبیعته سړی و دهغه هره خبره یوه مرغلره وه
خودامرغلري له هغه څخه رایستل څه اسانه خبره نه وه ځکه چې کاکا به
همیشه له خلکوڅخه ګوښه ګرزیده
زماپه زړه چې به کله هم دکاکامرغلیزې خبرې واوریدې
نوځان به مې دتوت هغې زړې ونې ته رساو کومه چې زموږ دکلي په سرکې ولاړه وه
کاکا به ډیر ترهم دغې ونې لاندي پیداکیده ځکه چې دکاکاګوښګې خوښه وه
اودتوت ونه یوڅه دخلکودتلواوراتلو له لارې څخه ګوښه وه
هغه به همیشه خپل زوړڅادرترتوت لاندی غوړولی وامسابه یې ترڅنګ برته وه
داسي به ناست و تابه ویل چې له ټولې دونیاڅخه مروردی
مابه همیشه د اسي فکرکاو چې ګواکې  زه دهغه دخفګان په راز پوهیږم
خو دومره جرات مې نه رلودچې خپله خبره مې له هغه سره شیرکه کړیې وای
اودهغه دزړه بارمې یوڅه سپک کړی وای
هغه ورځ هم کاکا ترتوت لاندي ناست و سلام مې ورواچاو اوغلی یې خواته کښینستم
یوڅوشیبې مې دکاکاخاموشې ښه مطالعه کړه بیا مې سل زړونه ورته یو کړو
دزړه خبره مې په داسی حال کې له زړه ورویسته چې په شونډو مې  له وارخطایې
څخه نیمه نیمه ماتیده
ماویل کاکا هرڅه دخدای په ایراده  کیږي تاسو ولې دومره خپل ځان ته زړه خورئ
ستاسو په څیر ډیرداسی خلک شته چې په دواړو پښو حتی په دواړو لاسونو اوپښو معذوره دي
 خو بیا یې هم همت له لاسه  نه دی ورکړی
کاکا په یوه پښه معذوره و ماغوښت چې یوڅه کاکازړه تصل کړم خود توقو خلاف
کاکا زما په خبره پورې وخندل
یوڅوشیبې خاموشه شو ښایې چې هغه زما په سترګوکې هغه همدردي لوستې وي
کومه چې ماله هغه سره درلوده
بیا یې په ډیره مهربانۍ راته وویل ګلالیه زه ستاپه روغ نیت پوهیږم 
خو زه مې ځان ته ځکه  زړه نه خورم چې (دخدای ج)بندګان ټول معذوره دي
څوک په جسمي لحاظ معذوره دي څوک په فطري لحاظ څوک په شعوري لحاظ
څوک په عقیدوي لحاظ اوڅوک بیا له حس څخه بې برخې دي
بیا یې ورو راته وویل ته پوهیږې چې  ترټولو سخت معذوره څوک دی
هغه ښایې چې زمادسترګوله خوځښت  څخه پوه شو   چې ورته ویل مې نه نه پوهیږم
په خندایې راته وویل ځه خیر دی زه به دې پوه کړم
ترټولوسخت معذوره هغه څوک دی څوک چې حس نه لری
اوکه دې لاهم زړه ته نه وي لویدلي نودلیل یې دادی
څنګه چې الله سبحان وتعلی انساناښکلي پیداکړې
داسي یې په انسانانوکې پټې خوباېوې هم پیداکړیې
خو داخوباېوې خپل په خپله ځان نه ښیې
ددې لپاره چې داخوباېوې رابرسیره شي انسان بایدخپل ځان مطالعه کړی
ترڅو په خپل ځان کې خوباېوې احساس کړی  
خو داکارتربل هرڅه زیات حس ته ضرورت لري
خو څوک چې حس نه لري هغه به څنګه یوڅه احساس وکړی
نوځکه خووایم چې ترټولو سخت معذوره هغه څوک دی
څوک چې حس نه لري
۲۰۰۶/۶/۱۳ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

 


 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
افسون

عشقه له جنونه سترګې مه اړوه
پام له دې مضمونه سترګې مه اړوه

اوردې سي ایره دې سي ځوانې زما
ښکلې له افسون نه سترګې مه اړوه

خور به یوه ورځ غزلیزحسن شي
بس ته له لټونه سترګې مه اړوه

سوزي چې نظردالفت شمعوته
داسي اوښتون نه سترګې مه اړوه

بیابه دایشیا تاوده رګونه شي
وخته له پښتون نه سترګې مه اړوه

داغ دمحبت درغیدونه دی
زړه له زړه چاودون نه سترګې مه اړوه

ځئ چې غضري ته واضعې ووایو
خوار یې له بیلتون نه سترګې مه اړوه
۱۳۸۵/۱۱/۱۹ساجرسعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
 


 زیړه پاڼه

چې د خوب څپوکې راشې
دومره زرخورانه مه ځه
ته پوهیږې په ماګرانې
ستادیدن زماسپرلی دی
روح مې ستادمخ بريښڼاته
 لکه څانګه وغوړیږي
ستامسکامې په ځوانې کې
غزونې درنګ وکړي
خوچې ولاړه شې تنهاشم
دأهاړغرمې احساس کړم
دهجران سپیره سیلۍ
زمادوجودوږمې کړي وچي
یوه بې نوره اوبې رنګه
ژیړه پاڼه شمه پاته
ساجرسعودي عرب
۱۳۸۶/۱/۲۵

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
هینداره پښتانه
نه چې ځي دوه سم په یوه لاره پښتانه
ښکاري چې نور ووتل له کاره پښتانه

دم یې په چاوکړمه درمل له کومه راوړم
مري له یو ناسورغوندي پرهاره پښتانه

څوځلې یې زهرددوستۍپه جام کې ورکړل
څه غواړي همیش له دې مکاره پښتانه

نوربه لاترڅو پردي بدرنګه تصویرونه
ساتي په سپینه غیږه کې هینداره پښتانه

جهل یې په سرکې دشعورډیوې وژلې
ځکه تل پردي وي له خپل ښاره پښتانه

ربه کوم درشل موپه سرووینوککړنه شو
مري به لانورڅومره بې ازاره پښتانه

کاشکي غضري په ژوندڅوداسي شیبې راشي
وینم چې په خپل وطن سرشاره پښتانه

۱۳۸۵/۹۱۴ساجرسعودي

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
ژوند

په پښتوکې دژوندنوم له ژې ( ژ) څخه شروع کیږي
څنګه چې وختونه تغیرمومي نومونه هم تل په یوو حال پاته نه وي
نومونه هم دوخت له تیریدوسره سم  خپله اصلې ماناله لاسه ورکوي
بده به نه وي که ووایو چې زرګونه کاله وړاندي په پښتوکې دژوندنوم ښایې چې ژوندنه
یوبل څه
اوکه هوبهو ژوندو نوبیادژوند له ژې څخه موږ څه شی کوپې کولای شو
ژلۍ ـژورې اوکه ژړا
که څوک زما نظرپوښتي نوزماانتخاب به ژلۍ وي
زماپه نظرژوندله ژورې څخه نه دی کوپې شوی زه دامنم چې ژوندله لوړواوژوروډک دی
خو ژوندته ژورې نه شوویلای ځکه چې ژورې تل  پاته دي
خوژونددیوې سیلۍ په څیریوڅوشیبې له دغوژوروسره خپل تندی وجنګوی اوبیا په هغو خاورو
اودوړو کې ورک شي کومې چې ده له ځان سره په ډیر غرورله زمکې څخه راپورته کړیې وې
ژړاهم نه داسمه ده چې زموږ په ژوندکې ژړاښه بسیاده خو خنداموهم خپل صحت ته موفیده وسیله ګڼلې
یاپه بله مانازموږټوله ژړاپه اصل کې په خنداپسي ده
ومې ویل چې زماانتخاب به ژلۍ وی ژلۍ ځکه چې دژوندخویونه ژلۍ ته ورته دی
که تاسو چرې پام کړی وي نو  لیدلي به مووي چې ژلۍ په اسمان کې له یوې ترنده بریښڼا
اویوې زورورې تالندې ورسته په داسي خړس راواوري
چې وحشت یې دکاڼوپه زړونوکې هم غزونې وکړی
کروندې ورانې کړي دګلونوپاڼې داغزوپه غیږکې خورې ورې کړی
دباردارو ونو میوې دهغوپه پښوکې وغورزوي
خوکله چې داپه خپله دزمکې غیږته ورسیږي نوپه څو شیبوکې داسي محوه شي
لکه هیڅ چې اوریدلې نه وي
۱۳۸۵/۴/۱۱ساجرسعودي عرب
ګرانولوستونکیو دلته زما اصلي منظور یواځی ژوندله ژلۍ سره پرتله کول و اوبس
په احترام غضري

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
مور


یقیناً هرهغه چاچې سپږۍ ته ښه په غورکتلي وی
نو دابه یې په زړه کې ورګزیدلي وي چې  داسپږمۍ
زموږڅه کیږي
 ولې ټوله شپه زموږ په خاطرلري داسمان په زړه کې
شنه یخ ته ولاړه وي اوهمیشه دخپل  لازیواله حسن ځلانده
ښکلاله وموږ سره نیمی کوي اخیر هغه ولې په موږټولو دومره
یوشان مهربانه ده
داسي  په ټولو یوشان مهربانې اوزموږ په خاطرټوله شپه رڼول څه اسانه خبره نه ده
داکاریواځې یوه مورکولای شي اوبس
هو یوه ځوانه مور چې سترګې یې دځوانۍ له خوبه څخه سرې اوښتې وي
خودادخپل ماشوم بچي په خاطر دبې خوبۍ تیره اغزي په خپلو لیموکې ماتوي
خو داولالیموته دخوب ښاپیرۍ دللو په سندرورابولي
نو ایا سپږۍ زموږمورکیږي ؟
نه هغه زموږ مورنه شي کیدلای داسمه ده چې هغه زموږ به خاطر
 درسته شپه هسک په زړه کې  ولاړهوي اوموږ ټولوته بې توپیره رڼاراکوي
خو هغه موږته مینه نه ښی راکولای
هغه له موږسره زموږ غم اودرد نه شی نیمولای
اونه هم هغهزموږ هغې بې وزلې مورکرداراداکولای شي
 کومه چې په خپلو  وچوشونډواوستړیو سترګوکې دزمانې له سلو ناخوالوسره سره
اولاونوته دمسکاسیندڅپانده ساتی
داسمه ده چې سپږمۍ ښائسته ده
خودهغې په ښکلااوځلاکې هغه خوندنه شته کوم چې دیوې زړې مور په ډنګرو لاسونو
او سپیره غیږکې دی
۲۰۰۶/۱/۷ساجرسعودي عرب

په احترام غضري 
 
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
خوشخویې

 دګل زړه نه شته چې مینه اویاهم نفرت پکې ځای ونیسي

ګل سترګې هم نه لري چې ښائسته اوبدرنګه ورباندي وپيژني

ګل لاسونه هم نه لري ځکه خو زموږ لاسونه له خپل ګریوان څخه نه شي لنډولای

هغه یون هم نه شي کولای یواځي دخپل سیوري په ننداره وي چې لمرته ګرځي اوراګرځي

خو بیا هم ګل ښاغلی دی اتل دی اوپه انسان باندیې ځان پيژندلی اومنلی دی

ځکه چې ګل خوش خوی دی دهغه له خوشبیې ډکې وږمې په اسانه دانسان په دماغ خپل څادرغوړوي دهغه جادوګره مسکا انسان دې ته مجبوروي چې د هغه قدروکړي او ورسره مینه وښیې

 وس نو په اسنۍ داحس کولای شو چې دخوش خویې ځواک په بل هر ځواک پیاوړی اوبرلاسی دی

 ۲۰۰۶/۱/۹ساجرسعودي عرب په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
مضمون

زه مې په ژوندکې ملګری نه لرم
ځکه چې تروسه ماډیر ملګري خپل کړې او  بیا بیرته پردي کړې دي
ددې خبرې مطلب دانه دی چې ګواکې زه بې و فاء یم
ماته زمااحساس دروغ نه وایې ماته زمااحساس تروسه زما په وجودکې
پټ ډیر داسي تصویرونه راښودلي چې دوفاءنښې اونیښانې پکې شته
زمااحساس په دې خبره پوهیږی چې که موږپه خپلوکې یواوبل وغولو
نودریم کس موږدواړه په اسانۍ باندی غولولای شي
زه به هم هیڅکله خپل ځان ته دروغ ونه وایم ځکه چې زماځان په ماباندی
باوراعتمادلري
ډیروبښئ زه داجرات نه شم کولای چې خپل باوري احساس دبې باوره
ملګري ترقدمونولاندي وغوړوم
ستاسو خبره پرځای ده هغه چې ماخپل کړې اوپردې کړې هغوي ترماپه شمیرکې ډیردي
ښایې چې دپړه ګوته ماته منیوله شي ځکه چې په جمهوریت کې دډیري لوری بری وي
خو تاسو کله کتاب پلورنځي ته تللي یئ ؟ که تللي یئ نو طباً هغلته به موډیر کتابونه
کتلي اولوستي وي
اوبیل اخیره به موهغه یوکتاب رانیولی وي کوم چې ستاسو ډیر خوښ شوی
 زما اوستاسو ترمنځ هم دومره توفیردی تاسولاړئ دخپلې خوښې کتاب موومیند اوراومونیو
خو ماته لاتروسه زمادخوښې مضمون په لاس نه دی راغلی
۲۰۰۶/۷/۲۸/ساجر
 
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/02 و ساعت 23 |
پلار

پلار له څلورو توریو څخه جوړدالنډنوم دومره له مینې اوپیرزوینې
څخه ډک دی چې پرته دمور له ناموڅخه یې بل هیڅ نوم نه شي مقایسه کیدای
کله کله چې سړی دپلاردنوم لغت ته ځیر شی نو داسي ورته ښکاره شی
چې دپلار نوم ښا یې چې دپه لار مانا ولري
هو دپه لارمانا
دپه لارکلیمه پښتانه هغه وخت کاروي  کله چې یوڅوک مناسیب کاریا
مناسیبه خبره وکړي نودوي وایې چې پلاني په لارکاروکو
 یایې په لارخبره وکړه
زه دانه وایم چې هرپلاربه هرومروپه لاروي
البته داپه زغرده ویلای شم چې هرپلار دخپلو اولادونو په مخکې
یوه غزیدلې لارده
او هرماشوم دخپل معصوم قدم اغازهم له دې لارې څخه کوي
هغه نو بخت اوتعلې چې چاته د دې لارې په غیږکې څه پراته دی
ګلونه اوکه سکروټې
البته هرهغه پلار چې  دمناسیب اولاد هیله لري
 باید چې دی پخپله یو منایسب ووسي
ساجرسعودي عرب
۲۰۰۶/۱/۴

غضري

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/02 و ساعت 22 |
ګل اوستوری

که موږ ورپسي وهم  ګرځو داسي څوک به پیدانه کوچې ووایې
ګلونه مې نه خوښیږي
ستوري هم بدرنګه دی هسی یې ددې شنه اسمان رنګ وربدکړی
خو داسي خلکبه ښه ډیرپیداکړو چې دتخیل په اسمان کې دخپل امید
ستوری به ګلورینو جاموکې لیدل غواړی
دهرچاداهیله وي چې په یوو ښه نوم ونومول شي
څوک غواړي چې ګل ورته وویل شي
اوځني نوربیاپه دې هم کنعت نه کړي 
 غواړي چې په ستوري ونومول شي
خو ایا هغه څوک چې داهیله لري چې په ستوري ونومول شي
له هغه سره هغه ا نرجي شته کومه چې له یوو ستوري سره وي
ستوری همیشه دخپل وجود غازونه سوزی او په زرګونو میله لري
موږټولوته بې توپیره رڼاراکوي
که ګل ته راشو نو ګل هم په خپل زات کې دتبعض خصلت نه لري
مالي یې وکری ویې روزي ثمرته یې ورسوی
خو یو بل څوک یې دخپل هوس په خاطر له څانګې څخه راوشکوی
اودتل له پاره یې له تراوتازګي څخه بې برخې کړي 
خو بیا هم نمووړی دې دواړوته یوشان خوشبویې ورکوي
۲۰۰۶/۱/۸ساجرسعودي عرب
 په احترام غضری

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/02 و ساعت 22 |
شتمې

نن زماترټولوګران ملګري زما په غریبۍ پورې وخندل
داخبره زمپه زړه کې هغه وخت راوګرزیده کله چې یووګران ملګري
 راته  وویل یاره ته ترماډیر شتمن یې هغه ته مېپه خوله هيڅ ونه ویل
خو په زړه کې مې ښه کلکه خوابده شوه
ماته داسی ښکاره شوه چې هغه زماپه غریبۍ پورې خاندي کنه نو چرې زه اوچرې دی
زه داوس هم دده ښه ډیر پوروړی وم په جیب کې مې سوری غران نه و
اودی دموټرو څیښتن و ښائسته کورې درلود زمکې اوباغونه خدای پرې لورولي و
دالاڅه کړې هغه  دیوو ښه اعتبارڅیښتن
ماکه به له چاڅخه پنځوس افغانۍ غوښتې نو پنځوس بهانې به یې راته وکړې
اوده به که په نیمه خولوپنځوس لکه له چاڅخه وغوښتې هغه ګړۍ یې ورکولې

هو رښتیا هغه  ته خدای یوه بله خوبې هم ورکړیې وه
هغه داچې نوموړی دسترګوپه ژبه ډیرښه پوهیده
ځکه خو یې دومره ژرزمادزړه تاثورزماپه سترګوکې ولوست
هغه خپل لاس زما په غاړه راواچاو په خندایې راته وویل
 لیونیه ته لکه چې زماپه خبرخفه شوې خو زه رښتیاوایم ته له منه ډیر شتمن یې
ماته خدای ډیر مال راکړی خو له هغه سکون څخه بې برخې یم کوم چې خدای تاته درکړی
ماته خدای زمکې اوباغونه راکړي خودموراوپلارهغه سیوری یې رانه اخستی
کوم چې ستاپه سرولاړدی
موټرې یې راکړیې  خو دخوږوورڼو هغه همدردې یې په مانه ده لورولې
 کومه چې یې په تالورولې
اعتبارمې ښه ډیر دی خو هغه ګل ګل ماشومان نه لرم کوم چې خدای تاته درکړې
اوستادټولې ورځې ستړیاله تاڅخه په یوه مسکاوشړی
وس نو ته ووایه چې څوک ډیر شتمن دی ته؟ اوکه زه؟
ماهم ددې په خاطر چې دهغه زړه مې ساتلی وي په ظاهره مې سرداسي ورته وخوځاو
چې ګنې زه دهغه خبرتایده وم
خوکه رښتیا راباندي وایئ  نولاتروسه مې سرپه دې خبره خلاص نه شو
چې په رښتیاهم زماشتمنې دهغه له شتمنې څخه ډیره ده که هغه زما په غریبۍ پورې خندل
۲۰۰۶/۷/۱۸ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/02 و ساعت 22 |


Powered By
BLOGFA.COM