تبليغاتX
انځور

کله مسک شم کله ژاړم

 

 

لکه زړه په اندیښنو کې کله مسک شم کله ژاړم

 

یاره ستاتیرویادوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

دسپرلي اسمان ته ورته بې باوره غوندي یاره

 

ستادحسن نیظاروکې کله مسک شم کله ژاړم

 

راته ګوره  ته مې وینې؟ زه داوښکو غیږکې هم یم

 

دې رڼورڼو دانوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

خدایزده ولې زماتنده اوس په هیڅ شي نه ماتیږي

 

جام په سرمستوریندوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

ستادهجرشمال ورو ورو زمادزړه لمبه تازه کړي

 

لکه شمع په تیاروکې کله مسک شم کله ژ اړم

 

څومره ډیر دارمان مړي بې واریثه راته یښي

 

دې بې نومه جنازوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

غضري  له خپل ساحل نه دقسمت طوپان راخسی

 

نااشناغوندي څپو کې کله مسک شم کله ژاړم

 

۲۰۰۷/۶/۱ساجرسعودي عرب

 

 

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/14 و ساعت 0 |
باوربه مو رانه شي

هسي یوه خبره مې کوله،خو باوربه مو رانه شي .
پخوامې داسي خلک لیدلي و،چې په ځانونو، باندیې دقومونو، نومونه یښي و،
لکه سلیمان خیل ،منګل، ځاځی،افردی اوداسي نور،خوپه لمړي ځل مې یوداسي څوک ولید،
چې افغانستان نومیده. خاندئ مه، راځئ چې کیسه درته وکړم،
ورسته له ډیروکلونو مې کوچنی اخترپه کلې کې و ، داخترمیلې ته مې ډیره تلوسه وه ،
فکرمې کاو چې وس به هم داخترپه میله کې هغه دماشوم توب خوندوي ،سهاروختي خلکولاخدای باله ،
ماځان داختردمیلې میدان ته رسولی و .
ورو ورو خلک راپیداکیدل، هرچا له خپل زوق سره سمې جامې کړیې وې ،ماشومان خو بیخي زړه زړه ښکاریدل. ډلونه، اوآتڼونه، هم شروع شو، دهګیوجنګیدل هم ښه په درب روانو، داسانو سپروسانګې وهلې.
خو په دې ټولو میلې نندارومې زړه اوبونه څښلې .ورسته مې په یوداسي چاسترګې ولګیدې،
چې نه یې په رنګ کې داختردخوښۍ کومه نښه لیدله کیده، اونه یې هم په جاموکې داسي څه نوي و چې
سړي ورته داخترجامې ویلې وای . شونډې یې وچې وې،دمخ بستوکی یې له بې وزلۍ ترکیدلی و ،
زوړول ول پټکی یې ترسرتاو و ،دسراودبڼو په وریښتانویې دوړې پرتې وې لاسونه، اوپښې یې ،
چاودې چاودې وې. په مخ، او تندي، یې دزړوداغونو نښې له لري ښکاریدې .
نه پوهیږم چې ترجامودلاندي به یې په پټ وجود لانورې څومره دزخمونو نشې وې
دسدرۍ جیب یې سوری و ،سړي بیا بیا خپل سوري  جیب ته کتل، اوله ځان سره یې په ګوڼې دلې ژبه ،
یوڅه ویل چې لیږرانیزې شو ،دهغه په سترګوکې مې داوښکوڅاڅکی ولیدل،
په مهربانۍمې ورته وویل کاکا ولې څه کیسه ده ؟،ولې بیا بیا خپل شلیدلي جیب ته  ګورې؟!
اوهورښتیا! داپه سترګوکې دې اوښکې ولې؟ نن خو داخترورځ ده ،بایدوخاندې ،
دسړي په غوني باندي پوه شوم چې دکاکالقب چندانې ورباندي ښه ونه لګیده ،
خو څه یې راته ونه ویل ،ښایې چې هغه ته بې له زغمه نورڅه نه وورپاته،
ګنې عمریې دومره ډیر هم نه و چې سړي ورته کاکاویلې وای خو غربت ورنه کاکا جوړکړی و،
په میله کې ډیر داسي خلک وچې ښایې په عمرکې له دنه  ښه پورته و خوپه نویو جاموکې بیخي ځوانان ښکاریدل
په ژړغوني غږیې راته وویل نن کلیوالو یوڅوروپۍ په ذکات کې راکړیې وې
خو غلوظالمانومې جیب وواهه هغه دخیرات روپۍ یې هم رانه غلاکړې ،
زماهستي خو یې لاپخواچورکړیې وه، خونه پوهیږم چې داظالمان ولې نه مړیږي ؟
لیږځنډمې ساونیوه ،بیا مې ورته وویل چې داسي ده نو میلې ته دې څه راغوښت؟
دهغه دمخ ګونه نوره هم بدله شوه، داسي لکه چې زه هم یو بې درده ورته ښکاره شوم .
بیایې په یو یاغي اوازراته وویل، خواریم ،بې وزله یم ،خپلو له پامه غوځولی یم ،
ددې ماناخودانه ده چې نورله ژوندڅخه لاس واخلم ، زه هم دژوندکولو حق لرم .
بیا یې لیږنورپه غوصه راته  وویل ،هیڅوک هم له مانه دښه پلارزامن نه دي
خو چاراته دقدرپه سترګه نه دي کتلې
غوصه یې په مخ کې ښه سره شوه ، یوه ترخه مسکایې په شونډوراخوره  شوه،
 په ناامیدۍ  یې راته وویل ولې به راته څوک دقدرپه سترګه ګوري خواریم
خوارافغانستان دهیچاهم نه دی په کار.
ماویل څه ستاسو نوم افغانستان دی؟
په یوه غضبناکه لهجه یې راته وویل ،هو ولې زماپه نوم هم نیوکه لرئ که څه ؟
وسمې نوم هم بدل کړم ، هم دایو نوم خوراپاته دی دانه بدلوم هیڅ کله یې نه بدلوم.
سړی رانه ولاړ خو ترډیریې داغږراتو چې نه یې بدلوم په هیڅ قیمت به یې بدل نه کړم

۲۰۰۷/۵/۲۹ساجرسعودي عرب
په احترام غضري 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/08 و ساعت 23 |


Powered By
BLOGFA.COM