تبليغاتX
انځور

 

دوصل ماښام

 

 

 

 

لکه دوصل ماښام

 

لکه دمینې څلی

 

لکه دحسن کیږدۍ

 

لکه دللمې باران

 

په زړه مې اورې اشنا

*          *          *

 

دسپینووړانګولاس کې

 

دهرچنارپاڼوکې

 

دشنواوبوایینوکې

 

دهرماشوم مسکاکې

 

زه ستاتصویروینمه

*           *        *

ته ادم خورهم نه یې

 

اورم له زړونوسره مینه لرې

 

دمحبت ددنیا ګۍ معماره

 

چې تصوردې کوم

 

دازړه مې ولې ریږدي

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |
 

 

 

لیونی زړه

 

 

زړه مې ګوره لیونی دی

 

لیونۍسندرې وایې

 

بیامرموزبڅري غواړې

 

پخوانۍ سندرې وایې

 

بیازاهدپه کاڼوولي

 

بیا په رمز کې رندان ستایې

 

بیا توبوته غاړه نه ږدي

 

بیا ګناه ته لبیک وایې

 

لاوریاده توده غیږه

 

لایې هیڅ نه دي هیرشوي

 

لا یې خیال دیارپه سپن مخ

 

شنه خالونه پنځولي

 

بیا تودې مچکې غواړي

 

داماضی په لورمې بیایې

 

دسوماشونډوته تږی

 

دمستې به لورمې بیایې

 

غواړي بیاله غاړې تاوکړي

 

دپیمخوسره لاسونه

 

غواړی بیا په ژبه واخلي

 

له لنډۍ زنې خالونه

 

غواړي بیامستې کړي ویښه

 

اوتوبې مې سره لمبه کړي

 

دجنت نیازمینې حورې

 

درندانوصدقه کړي

 

لیونی دی لیونی دی

 

لاپه دې هم نه پوهیږي

 

چې دنازله دنیا لري

 

په بې نیازوکې اوسیږي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

آهاړ

 

 

دامې ارزو ده چې دژوند به تندي

 

یوه بې عنوانه ترانه ولیکم

 

یوداسې کلک مزی له توریوجوړکړم

 

چې دښکلا وزر پرې وتړمه

 

څو په بدرنګوکوڅووانه لوزي

 

پریږدئ چې پوه شي دبدرنګو کلي

 

چې واړنګې څه ته وایې

 

پریږدئ چې تشي شي دغرونوغیږې

 

دلمرله زیړې ځوانۍ

 

هسي یې هم په سرولمبوکې سوځو

 

ښه دی چې ونه شي په زمکه ګلان

 

څودانسان له وینوپاکه نه شي

 

ورته ونه غواړئ دخیرباران

 

ښه ده چې دادسپینوستورو رمې

 

له سندرمارې سپوږمۍ وتریږي

 

ورپسي ستړیې شي نوکان ووهي

 

ستوني کې وچه شي دژوندسندره

 

له دې پخوا چې څوک بې درد یې واوري

 

سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې هیله

 

شپیلۍ یې ستړیې شي له ستړیو نغمو

 

مخ ترینه پټ کړي په کفن سندره

 

پریږدئ چې وپوهیږي ستړ انسان

 

دغه خوارګوټکی دابدمرغه دامورمړی انسان

 

چې به زخمي لاسو ډبرې دڅرک ماتوي

 

چې دآهاړ ګرمۍ دیوې ډوډۍ په طمعه ګالي

 

او هغه بله مورهم وپوهیږي

 

چې ستومانې یې  صورت اوبواوبوکړ

 

چې د شیرخواربچی په خولوکې یې چوشک ورکړی

 

اوهغه بلې اوه کلنې لورته

 

په لاس کې دوه کیلو څټک ورکړی

 

پریږدئ چې پوه شي چې دوۍ څه کړې دي

 

له خپل برخلیک سره له خپله لاسه

 

دچاپه خولویې اعتمادکړی دی

 

کوم اینده ته یې مسیږي ارمان

 

غواړم چې پوه شي دازوی موړي خلک

 

چې زموږ نړۍ ته شیطانان راغلي

 

په سپین قمیص کې دانسان په بڼه

 

دوینوتږي ښاماران راغلي

 

دانسانیت په لمن داغ لګوي

 

زمااوستا به نوم قومونه وژني

 

خپل لیوني وحشت په سراخستي

 

پیړۍ یې وسوې میلتونه وژني

 

لابه ترڅوزموږپه غوږوکې څاڅي

 

د دروغجن نجات ترخې خبرې

 

 

ولې موخوښ دی دابدمرغه انسان

 

چې دانسان مرګ ته اتوم جوړوي

 

یوه ورځ به  دغه داتوم ښاغلی

 

زموږپه کورونوکې ماتم جوړوي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

لارویه که شاعریې

 

 

لارویه که شاعریې

 

نوښکلاخودې خوښیږي

 

راشه ښکلي توري درکړم

 

زمالمن له توروډکه

 

خومانه دي رنګولي

 

ته شاعریې ته يې واخله

 

په کې پوکړه سره رنګونه

 

ستااحساس خوښه ماهردی

 

په کې وکره ترزونه

 

ستادسر تر ویښتوډیردي

 

واخله ستانصیب نیولي

 

څه ټپې څه ترانې کړه

 

څه ګلونه څه خالونه

 

څه پیلوزي کړه چې بل شي

 

څه دوړانګوامیلونه

 

لارویه لاوخت شته دی

 

لااوس هم ناوخته نه دی

 

دتاوده توري درواخله

 

سړې وینې پرې تودې کړه

 

څه غزلې څه نظمونه

 

له چاجوړې قصیدې کړه

 

دادستورو ځانګووینې

 

دسپوږمۍ وطن درښایم

 

دې کې هم تپه تیاره وه

 

دازرین ستوري یو نه وو

 

چې شاعروباندي واوښت

 

سپیره توري کوګلونه

 

دمدارپه غیږکې کیښودل

 

دانه دانه خالونه

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
 

توره تنده

 

څومره معصوم زړونه دې وځورول

 

څومره یتمې اوښکې وڅڅیدې

 

ستادناپاکوهیلو توره تنده

 

په څومره پاکووینوولمبیده

 

دبڼ غلیم دې څوک و

 

دچاسپرلي دې وریت کړل

 

اخیرپه څومره ارزي

 

ستاداوحشې تمنا

 

لابه دڅومرخلکو

 

په ژوندون لوبې کوې

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                    

ماتې جملې

 

 

 

 

زه لاتروسه دالف په سيپاره کې یمه

 

 

یوڅونومونه په تختۍ باندي لیکلی شم ا وس

 

کله ناکله یوڅوماتې جملې

 

له یوې اوبلې سره وتړمه

 

چې بیایې لولمه نوستاپه څیرمې تت وت یوشي

 

استادلازماپه لورکتلي نه وي

 

چې زماپه ستروګو کې داوښکووړانګې وځلیږي

 

خوزه یې ستاغوندي دسيپارې غیږته نه څڅوم

 

ځکه چې سيپاره ټکی ټکی ستا په اوښکوولیې

 

اوزماددرس مضمون هم

 

ستادسپیځلیو اوښکولوست دی اشنا

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

سندرې

 

 

زه به په اوښکوهم سندرې زده کړم

داسي سندرې

 چې هرتوری یې له اوښکوجوړوي

 

داسي سندرې

چې داوښکوزړه کې ویښ کړي ارمان

اودارمان زړه کې سندرې تووکړې

داسي سندرې

چې داګونګ کاينات

ورسره ټول لکه زماسندره

په خپلو اوښکوکې سندرې پوکړي

بیابه داټولې ګلالۍ سندرې

لکه داوښکویوه خوږه سندره

په هغوزړونوباندي اورومه

چې بې غرضه اوبې ریا یې اوري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                                  

درسره مینه لرم                              

 

شبنم یوڅوڅاڅکي مالګینې اوښکې

 

دغوټۍ خولوکې ورکړې

 

اورته وی ویل

 

ګرانې ترتامې په خوارۍ راوړې

 

نه چې دلمروړانګې خبرې شي 

 

اووی تښته وي

 

زریې دزړه سیفۍته ورسوه

 

زه به بیاراشم یابه رانه شمه

 

تاته چې کله هم دریادشمه زه

 

دخپل زړګي سیفۍ کړه خلاصه

 

اوزماپه مینه

 

یوڅوشيبې زماناکامه اوښکې

 

مخ ته اینه کړه په کې وګوره ما

 

زماتصویر به خامخا تاته خپل ځان وښایې

 

اودرته وبه وایې

 

درسره مینه لرم هیرمې نه کړې

 

له مانه هیره نه یې

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

هغه کلی دجانان دی

 

څوسپیرې سپيرې جونګړې

 

 

یوه ویاله یوڅوچنار

 

لوړپه زوړ ورته راغلې

 

یوه خټینه سپیره لار

په کې اوسي څوسپین ږیری

څوسپین سرې اګوګانې

 

یوڅوښکلي ماشومان

یوڅوزلمي یوڅوپیغلانې

 

له جونګړوسره خواکې

 

یوه کوچنۍغوندي هديره ده

 

لږراښکته ترې ګودردی

 

دټول فصل سردنه ده

 

شته منې یې یوڅومیږې

 

یوڅووران ویجاړپټي دي

 

چاکرلي پرې غنم دي

 

چاانګورچاخټکي دي

 

زماسلام ورباندي وایه

 

هغه کلی دجانان دی

 

هغه ښکلی له جهان

 

هغه زمادزړه جهان دی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

د مغان تصویر

 

موږلکه اوښکې یوستومان تصویرپه لپوکې وړو

په چامین یو دجانان تصویر په لپوکې وړو

 

ته خوراوګوره موږڅومره شهکاري کړیې ده

دسرې نتکۍاودپیزوان تصویر په لپوکې وړو

 

مسته ملنګه ستاپه اه اوالاهووه نه شوه

ولاړودستړي ژوند خزان تصویرپه لپوکې وړو

 

شیخه رښتیا تاته دې نوي رنګ کې څنګه ښکارو

جام مو په سردی دایمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

 نوربه لاڅومره انتظاریو دښکلاډولۍ ته؟

عمرونه وشو دارمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

دزړه په سریې راته داغ دناخوالېو یښی

خوږمن زیګروي یودزمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

بیامودچم په میقده زاهدې سترګې اوري

په خم سنګساردی دمغان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

خدایزده چې بیا به کله خوږپه ترنم رااوري

موږجل وهلي دباران تصویر په لپوکې وړو

 

ملګرو نورله غضري دترنګ امید عبث دی 

زه اوغزل دواړه یووران تصویرپه لپوکې وړو  

 

 ۲۰۰۷/۶/۷ساجرسعودي عرب

 

 

 

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/17 و ساعت 23 |
غزل

مینه راته تازده کړه ارمان تاراته وښوده
چاردې شم  دحسن داجهان تاراته وښوده

مړې مې وې په زړه کېدښکلاډیوې بې نوره وم
دادستورو سیند داشین اسمان تاراته وښوده

زه خو بدرنګۍ اوجهلت په سر اخستی وم
ته دښکلا څرک شوې سپین قران تاراته وښوده

زماخودخنجرپه څیریواځي غوڅول زده و
چل دپرهرونو ددرمان تاراته وښوده

څه کیږي که نن یې ستاپه هجرکې تارتارکړمه
زه خو بې ګریوانه وم ګریوان تاراته وښوده

۲۰۰۷/۶/۱ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/16 و ساعت 21 |
دواده جوړه


خیرنې جامې او ببروريښتان یې کټ مټ لیوني ته ورته و، خو له حرکاتو څخه لیونی نه ښکاریده .چې دولسواۍ په بازار راننوت ،زما سترګې ور پسې شوې. په یووخړڅادره کې یې ځان کلک نغښتی و،په ښي تخرګ ک یې ترڅادره لاندي یوڅه  پټ نیولي و .
دلارې په وږدوکې دپښو یوه څپلۍ هم ورشلیدلې وه .چې لیږرانیزدې شو اودهغه ترکیدلی رنګ ،تورې شونډې،اولویدلې سترګې مې ولیدې،نو دنشیې ګومان مې ورباندي راغی،هغه څوځلې دولسوالۍ په بازارکې ښکته،اوپورته تیرشو.په هرچاکې یې سترګې وې،چې څوک پیژندوی په یې ولید، مخ به یې په بله واړاو ،اویابه یې لارترینه بدله کړه .هغه چې به هرځلې په بازارکې ښکته یاپورته تیریده، سترګې به یې دشیروپه دوکان کې وې ،دهغه هم دې کتو زما ګومان په یقین واړاو،
اوس نو پوه شوم چې نوموړی نشه یې دی، ځکه چې په ټوله ولسوالۍ کې یواځی شیرو دنشیانو د درددرمل و
دشیرودوکان له پیرونکیوډک و ،ښایې چې همداوجه وه چۍ هغه دوکان ته نه شو ورننوتای ،چې دوکان لیږله پیرونکیو څخه تش شو  نو هغه داسي په بیړه دوکان ته ورننوت لکه:دتږي چې ابوته بیړه شي ،زه هم ورو ورو ورپسې وم،  چې دوکان ته ننوت   دوه درې ځلې یې شاته را وکتل خوماسترګې په بله ترینه واړولې
دشیروسترګې چې په هغه ونښتې نو له خوښۍ یې په مخ کې یوخاص رنګ وغوړیده ، په یوه مکاره ادایې هغه ته وویل یاره لکه چې تنده دې ماته شویې وي  رنګ دې ډیر تازه راته ښکاریږي .
خو هغه په یوو ځوریدلې اوازورته وویل نه په خدای ټوله شپه مې له ډیره درده په ویښه تیره کړه .
ناځوانه که دې پرون پورراسره کړی وای نو اوس به مې اداکړی ؤ،
دشیروسترګې  دهغه په تخرګ کې وې،  ښه پریږده یې زړې خبرې په اورپسې کړه وایه اوس دې څه راوړې؟!هغه له خپل تخرګ څخه یوه رنګینه جوړه راویسته ، شیروته یې لاس وروږدکو،هاواخله!نن مې دخپلې ښځې دواده جوړه راغلاکړیې ، ډیره ښائسته اوقیمتي ده، خوبلاورپسې ،
چې ته وایې په هغه قیمت یې واخله! خوبل ځل د ورځې دوو پورراسره کوه پوردې پرې کوم .شیرو جوړه په یوو اوبل اړخ ورته واړوله ، بیا یې په یوه پلاستیکي کڅوړه کې واچوله ، هغه ته یې  سترګې ورواړولې ،څه درته ووایم یارمې یې خفه کولای دې نه شم ،ګنې جوړه چندانې جوړه نه ده ،
ها واخله! دادوه پوړۍ خو بل ځل چې دې لاس واهه یوڅه قیمتي شی رااخله !
چې یوڅوورځې خو  ستاهم ګوزاره ورباندي وشي
۱۳۸۵/۱۰/۱ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/16 و ساعت 21 |

دیموکراسي هم دې ته وایې


 له کارڅخه دخپل کورپه لورراروان وم ، دموټر راډیو مې چالانده کړیې وه په خبرونو بسي ګرزیدم ، خبرونه رانه تیر شوي  وو  دازدۍ د رادیو په څبو کې د سندرو پروګرام چالان وو. د خان قرباغي سندره چالانده وه ډیره خوږه راباندي ولګیده  درادیو دغږ، دضرفیت ستن مې ترپایه پورته کړه .
یو څوشیبې مې دپردي وطن  بې خونده دښتې هیرې شوې ځان مې دوطن په کوڅوکې لیده ،سندره ختمه شوه  درادیو دنطاق غږبیرته خپل څان ته متوجې کړم ،څوپیغامونه مې وارویدل چې  دیوو نوي سندرغاړي په غږکې یې دسندرې غوښتونه کوله ،
لیږ ورسته سندره چالانده شوه فکرمې کاوو چې کومه غربي سندره ده،  چې ښه مې غوږ ورته کیښو دپه سندره کې دپښتو کلیمې اوښتې رااوښتې ،لیږ نورورته ځیر شوم  داوربل اوکا بل ردیفونه پکې کاریدل.
پوه شوم چې کوم غربي جانان دپښتو سندره درپ په چوکاټ کې ویلې وه. سوړ اسویلی مې وکیښ په یوه ناامیده مسکا کې مې له ځان سره وویل، داوګوره! یواځې دامونه وه اوریدلې هغه یې هم په غوږونوکې راوڅڅوله .
دراډیو غږمې ورو کو دخپل ملګري هغه  بیګنۍ خبره رایاده شوه.  تیر بیګایووتلویزني چنل دعتلاتواوکتور په وزارت کې دجوړشوي سیمنار یوه پرخه خپروله ،یوو ښاغلي ریس چې شرټ اوپتلونیې په تن کې وو  ډیر په ویاړ دخپل میلې کلتورپه حقله له ویاړه ډکې  خبرې کولې، زه ښه په غورورته غوږوم .، خوملګري مې یو نظروروکتل بیا یې له ځانه سره وویل داوګوره  یوبام او دوه هواوي، مایې چنداني په خبره سره ونه خوږاو  ځکه چې زه پوهیدم چې هغه ددیموکراسۍ سخت خلاف دی .ماته چاتلیفون وکوزه له هغه سره په خبرو شوم،  ملګری مې کټ کټ په خنداشو ماته یې په خنداکې وویل ، دلته ګوره !هغه ددیموکراسۍ تصویر څومره ښائسته ده ؟ سترګې مې دتلویزون پردې ته ورواوښتې ،
په زړه کې مې ویره پیداشوه چې خدای مه کړه  اوس کومې هیوا دوالي دغرب  نیمې لوڅې جامې نه وی راپه غاړه کړیې، چې ملګري ته به مې وشرموي. څه مې کتل چې یوو ښاغلي ږیره اوبریت پاک کل کړې و، تورکوټ اوسره نیکټایې په غاړه کې وه،  اوترسر یې ښه وریښمین پتکی تاو کړی و .
ومې خندل دملکري په لورمې سترګې ورواوښتې، هغه په یوه لوړه خنداکې راته وویل ، واه، دیموکراسي  هم دې ته وایې! وس مو نو که خدای کول کلتور له هررازتیري څخه خوندي دی ، ځکه چې وس مو نو دخیره ددیموکراسۍ چل ښه پوخ زده شوی
۲۰۰۷/۵/۳۱

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/16 و ساعت 20 |


Powered By
BLOGFA.COM