تبليغاتX
انځور

 

دوصل ماښام

 

 

 

 

لکه دوصل ماښام

 

لکه دمینې څلی

 

لکه دحسن کیږدۍ

 

لکه دللمې باران

 

په زړه مې اورې اشنا

*          *          *

 

دسپینووړانګولاس کې

 

دهرچنارپاڼوکې

 

دشنواوبوایینوکې

 

دهرماشوم مسکاکې

 

زه ستاتصویروینمه

*           *        *

ته ادم خورهم نه یې

 

اورم له زړونوسره مینه لرې

 

دمحبت ددنیا ګۍ معماره

 

چې تصوردې کوم

 

دازړه مې ولې ریږدي

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |
 

 

 

لیونی زړه

 

 

زړه مې ګوره لیونی دی

 

لیونۍسندرې وایې

 

بیامرموزبڅري غواړې

 

پخوانۍ سندرې وایې

 

بیازاهدپه کاڼوولي

 

بیا په رمز کې رندان ستایې

 

بیا توبوته غاړه نه ږدي

 

بیا ګناه ته لبیک وایې

 

لاوریاده توده غیږه

 

لایې هیڅ نه دي هیرشوي

 

لا یې خیال دیارپه سپن مخ

 

شنه خالونه پنځولي

 

بیا تودې مچکې غواړي

 

داماضی په لورمې بیایې

 

دسوماشونډوته تږی

 

دمستې به لورمې بیایې

 

غواړي بیاله غاړې تاوکړي

 

دپیمخوسره لاسونه

 

غواړی بیا په ژبه واخلي

 

له لنډۍ زنې خالونه

 

غواړي بیامستې کړي ویښه

 

اوتوبې مې سره لمبه کړي

 

دجنت نیازمینې حورې

 

درندانوصدقه کړي

 

لیونی دی لیونی دی

 

لاپه دې هم نه پوهیږي

 

چې دنازله دنیا لري

 

په بې نیازوکې اوسیږي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

آهاړ

 

 

دامې ارزو ده چې دژوند به تندي

 

یوه بې عنوانه ترانه ولیکم

 

یوداسې کلک مزی له توریوجوړکړم

 

چې دښکلا وزر پرې وتړمه

 

څو په بدرنګوکوڅووانه لوزي

 

پریږدئ چې پوه شي دبدرنګو کلي

 

چې واړنګې څه ته وایې

 

پریږدئ چې تشي شي دغرونوغیږې

 

دلمرله زیړې ځوانۍ

 

هسي یې هم په سرولمبوکې سوځو

 

ښه دی چې ونه شي په زمکه ګلان

 

څودانسان له وینوپاکه نه شي

 

ورته ونه غواړئ دخیرباران

 

ښه ده چې دادسپینوستورو رمې

 

له سندرمارې سپوږمۍ وتریږي

 

ورپسي ستړیې شي نوکان ووهي

 

ستوني کې وچه شي دژوندسندره

 

له دې پخوا چې څوک بې درد یې واوري

 

سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې هیله

 

شپیلۍ یې ستړیې شي له ستړیو نغمو

 

مخ ترینه پټ کړي په کفن سندره

 

پریږدئ چې وپوهیږي ستړ انسان

 

دغه خوارګوټکی دابدمرغه دامورمړی انسان

 

چې به زخمي لاسو ډبرې دڅرک ماتوي

 

چې دآهاړ ګرمۍ دیوې ډوډۍ په طمعه ګالي

 

او هغه بله مورهم وپوهیږي

 

چې ستومانې یې  صورت اوبواوبوکړ

 

چې د شیرخواربچی په خولوکې یې چوشک ورکړی

 

اوهغه بلې اوه کلنې لورته

 

په لاس کې دوه کیلو څټک ورکړی

 

پریږدئ چې پوه شي چې دوۍ څه کړې دي

 

له خپل برخلیک سره له خپله لاسه

 

دچاپه خولویې اعتمادکړی دی

 

کوم اینده ته یې مسیږي ارمان

 

غواړم چې پوه شي دازوی موړي خلک

 

چې زموږ نړۍ ته شیطانان راغلي

 

په سپین قمیص کې دانسان په بڼه

 

دوینوتږي ښاماران راغلي

 

دانسانیت په لمن داغ لګوي

 

زمااوستا به نوم قومونه وژني

 

خپل لیوني وحشت په سراخستي

 

پیړۍ یې وسوې میلتونه وژني

 

لابه ترڅوزموږپه غوږوکې څاڅي

 

د دروغجن نجات ترخې خبرې

 

 

ولې موخوښ دی دابدمرغه انسان

 

چې دانسان مرګ ته اتوم جوړوي

 

یوه ورځ به  دغه داتوم ښاغلی

 

زموږپه کورونوکې ماتم جوړوي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |

لارویه که شاعریې

 

 

لارویه که شاعریې

 

نوښکلاخودې خوښیږي

 

راشه ښکلي توري درکړم

 

زمالمن له توروډکه

 

خومانه دي رنګولي

 

ته شاعریې ته يې واخله

 

په کې پوکړه سره رنګونه

 

ستااحساس خوښه ماهردی

 

په کې وکره ترزونه

 

ستادسر تر ویښتوډیردي

 

واخله ستانصیب نیولي

 

څه ټپې څه ترانې کړه

 

څه ګلونه څه خالونه

 

څه پیلوزي کړه چې بل شي

 

څه دوړانګوامیلونه

 

لارویه لاوخت شته دی

 

لااوس هم ناوخته نه دی

 

دتاوده توري درواخله

 

سړې وینې پرې تودې کړه

 

څه غزلې څه نظمونه

 

له چاجوړې قصیدې کړه

 

دادستورو ځانګووینې

 

دسپوږمۍ وطن درښایم

 

دې کې هم تپه تیاره وه

 

دازرین ستوري یو نه وو

 

چې شاعروباندي واوښت

 

سپیره توري کوګلونه

 

دمدارپه غیږکې کیښودل

 

دانه دانه خالونه

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
 

توره تنده

 

څومره معصوم زړونه دې وځورول

 

څومره یتمې اوښکې وڅڅیدې

 

ستادناپاکوهیلو توره تنده

 

په څومره پاکووینوولمبیده

 

دبڼ غلیم دې څوک و

 

دچاسپرلي دې وریت کړل

 

اخیرپه څومره ارزي

 

ستاداوحشې تمنا

 

لابه دڅومرخلکو

 

په ژوندون لوبې کوې

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                    

ماتې جملې

 

 

 

 

زه لاتروسه دالف په سيپاره کې یمه

 

 

یوڅونومونه په تختۍ باندي لیکلی شم ا وس

 

کله ناکله یوڅوماتې جملې

 

له یوې اوبلې سره وتړمه

 

چې بیایې لولمه نوستاپه څیرمې تت وت یوشي

 

استادلازماپه لورکتلي نه وي

 

چې زماپه ستروګو کې داوښکووړانګې وځلیږي

 

خوزه یې ستاغوندي دسيپارې غیږته نه څڅوم

 

ځکه چې سيپاره ټکی ټکی ستا په اوښکوولیې

 

اوزماددرس مضمون هم

 

ستادسپیځلیو اوښکولوست دی اشنا

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

سندرې

 

 

زه به په اوښکوهم سندرې زده کړم

داسي سندرې

 چې هرتوری یې له اوښکوجوړوي

 

داسي سندرې

چې داوښکوزړه کې ویښ کړي ارمان

اودارمان زړه کې سندرې تووکړې

داسي سندرې

چې داګونګ کاينات

ورسره ټول لکه زماسندره

په خپلو اوښکوکې سندرې پوکړي

بیابه داټولې ګلالۍ سندرې

لکه داوښکویوه خوږه سندره

په هغوزړونوباندي اورومه

چې بې غرضه اوبې ریا یې اوري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |
                                  

درسره مینه لرم                              

 

شبنم یوڅوڅاڅکي مالګینې اوښکې

 

دغوټۍ خولوکې ورکړې

 

اورته وی ویل

 

ګرانې ترتامې په خوارۍ راوړې

 

نه چې دلمروړانګې خبرې شي 

 

اووی تښته وي

 

زریې دزړه سیفۍته ورسوه

 

زه به بیاراشم یابه رانه شمه

 

تاته چې کله هم دریادشمه زه

 

دخپل زړګي سیفۍ کړه خلاصه

 

اوزماپه مینه

 

یوڅوشيبې زماناکامه اوښکې

 

مخ ته اینه کړه په کې وګوره ما

 

زماتصویر به خامخا تاته خپل ځان وښایې

 

اودرته وبه وایې

 

درسره مینه لرم هیرمې نه کړې

 

له مانه هیره نه یې

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

هغه کلی دجانان دی

 

څوسپیرې سپيرې جونګړې

 

 

یوه ویاله یوڅوچنار

 

لوړپه زوړ ورته راغلې

 

یوه خټینه سپیره لار

په کې اوسي څوسپین ږیری

څوسپین سرې اګوګانې

 

یوڅوښکلي ماشومان

یوڅوزلمي یوڅوپیغلانې

 

له جونګړوسره خواکې

 

یوه کوچنۍغوندي هديره ده

 

لږراښکته ترې ګودردی

 

دټول فصل سردنه ده

 

شته منې یې یوڅومیږې

 

یوڅووران ویجاړپټي دي

 

چاکرلي پرې غنم دي

 

چاانګورچاخټکي دي

 

زماسلام ورباندي وایه

 

هغه کلی دجانان دی

 

هغه ښکلی له جهان

 

هغه زمادزړه جهان دی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 1 |

د مغان تصویر

 

موږلکه اوښکې یوستومان تصویرپه لپوکې وړو

په چامین یو دجانان تصویر په لپوکې وړو

 

ته خوراوګوره موږڅومره شهکاري کړیې ده

دسرې نتکۍاودپیزوان تصویر په لپوکې وړو

 

مسته ملنګه ستاپه اه اوالاهووه نه شوه

ولاړودستړي ژوند خزان تصویرپه لپوکې وړو

 

شیخه رښتیا تاته دې نوي رنګ کې څنګه ښکارو

جام مو په سردی دایمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

 نوربه لاڅومره انتظاریو دښکلاډولۍ ته؟

عمرونه وشو دارمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

دزړه په سریې راته داغ دناخوالېو یښی

خوږمن زیګروي یودزمان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

بیامودچم په میقده زاهدې سترګې اوري

په خم سنګساردی دمغان تصویرپه لپوکې وړو

 

 

خدایزده چې بیا به کله خوږپه ترنم رااوري

موږجل وهلي دباران تصویر په لپوکې وړو

 

ملګرو نورله غضري دترنګ امید عبث دی 

زه اوغزل دواړه یووران تصویرپه لپوکې وړو  

 

 ۲۰۰۷/۶/۷ساجرسعودي عرب

 

 

 

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/17 و ساعت 23 |
غزل

مینه راته تازده کړه ارمان تاراته وښوده
چاردې شم  دحسن داجهان تاراته وښوده

مړې مې وې په زړه کېدښکلاډیوې بې نوره وم
دادستورو سیند داشین اسمان تاراته وښوده

زه خو بدرنګۍ اوجهلت په سر اخستی وم
ته دښکلا څرک شوې سپین قران تاراته وښوده

زماخودخنجرپه څیریواځي غوڅول زده و
چل دپرهرونو ددرمان تاراته وښوده

څه کیږي که نن یې ستاپه هجرکې تارتارکړمه
زه خو بې ګریوانه وم ګریوان تاراته وښوده

۲۰۰۷/۶/۱ساجرسعودي عرب
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/16 و ساعت 21 |

کله مسک شم کله ژاړم

 

 

لکه زړه په اندیښنو کې کله مسک شم کله ژاړم

 

یاره ستاتیرویادوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

دسپرلي اسمان ته ورته بې باوره غوندي یاره

 

ستادحسن نیظاروکې کله مسک شم کله ژاړم

 

راته ګوره  ته مې وینې؟ زه داوښکو غیږکې هم یم

 

دې رڼورڼو دانوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

خدایزده ولې زماتنده اوس په هیڅ شي نه ماتیږي

 

جام په سرمستوریندوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

ستادهجرشمال ورو ورو زمادزړه لمبه تازه کړي

 

لکه شمع په تیاروکې کله مسک شم کله ژ اړم

 

څومره ډیر دارمان مړي بې واریثه راته یښي

 

دې بې نومه جنازوکې کله مسک شم کله ژاړم

 

غضري  له خپل ساحل نه دقسمت طوپان راخسی

 

نااشناغوندي څپو کې کله مسک شم کله ژاړم

 

۲۰۰۷/۶/۱ساجرسعودي عرب

 

 

 

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/14 و ساعت 0 |
 

پاڅون  :

زماد روح زمادزړه څښتنه

ستابه لاسوکی بلاکیف قدرت دی

زه چې تاخلق کړم
ته مې وینه په رګوکې شړې
تادرنګینوکائناتو غیږکې
یوه زره رنګ اویوه ښکلا پیداکړم
تامې احساس ته دجمال سندره وویله
تامې دزړه په تانده زمکه ارزوګانې شنې کړې
تامې دسترګوپه اینو کې یوتصویر کیښود
پاس په تصویر دې راته ولیکل
جانان دې یمه
زه دې یوشورکړمه
یوه مینه یو پاڅون دې کړمه

خو اوس یوبل څوک
ستاله لاری غړیدلی یو څوک
زماارمان قتلوي
زماارزوګانې وژنې
زمادشونډو دمسکاپلوشه
توروتیاروکې نغاړي
زماپه سترګوکې تصویردجانان
په سرولمبوکې سوزي
ته ورته ګورې ورته هیڅ نه وایې
زه درته ګران نه یمه ؟
که دابدمرغه داقاتله څیره
زمادوینو په پور اورته بیایې

۱۳۸۶/۱/۱۹ساجرسعودي عرب
غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 3 |
 شهیده مسکا
یوڅوک مې دزړه وره کې مسافرغوندي ولاړ دی
رابولم یې خوست کړي مرورغوندي ولاړدی
راځي ترې دګلابواوغاټولودبوۍ کډې
نسیم په روح کې ولی سپین سحرغوندي ولاړ دی
وروړم مې دشهیدې مسکا مړی په لیموکې
جانان نن په کوڅه کې دمحشرغوندي ولاړدي
کرې مې داحساس دغره درزونوکې هیندارې
دوړانګوپه ځانګوکې مازدیګرغوندي ولاړدی
راځه چې دانیمګړي تصویرونه پرې تکمیل کړو
اشنادځوانۍستوری انځورګرغوندي ولاړدی
چاویلې چې یادونه دې ماضي راڅخه وړي
هریاد دې زماپه زړه کې دنښترغوندي ولاړدی
رالیږه یې اشناکه دې غمونه پښتانه وي
زړګی مې خلاصه غیږورته خیبرغوندي ولاړدی
یوه ورځ به دزمان له بارخوپري وزم لکه اوښکه
رنګونه ورو ورولیږدي ژوندکنډرغونديولاړدی
پرون چې غضري زمادخوښیومسیحاو
هغه نن درقیب په سردسپر غوندي ولاړدی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 3 |
دښکلاپیر

زړه مې نذرانه و دښکلاپيرته خو رانغی

ډیره تلوسه وه نن زماپیرته خو رانغی
       ***
ماویل که نن راغی زه به تیرپه هیروروګڼم

وربه کړم په سترګوکې مسکاپیرته خو رانغی
       ***
نن مې دلیمولپه له مړاو هیلوډکه و

ټولې وې په هیله ددعاپیرته خورانغی
        ***
غوښت مې چې نظریې دټکورپه ژبه پوه کړمه

ښومې نوی چل دمسیحاپیرته خورانغی
        ***
مامې به غزل کې دارزوتصویرورولیږه

ولوستله څوځلې ملاپیرته خورانغی
        ***
هسی غضري یوو لیونتوب په سراخستی یم

خاورې مې ځوانې کړه دې بلاپیرته خورانغی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
 
رنځورمازدیګری

داڅوک مې ځوروي دومره داڅوک دومره راګران دی
هم زړه راڅخه کاښی هم په زړه راته ودان دی

هرڅوک چې ده په خدای ښائسته ښکلی انځورګردی
دروح په هره پاڼه پنځولی راته ځان دی

دخیال په تږې للمه مې اوریږي څاڅکی څاڅکی
باران خوراته نه ښکاري خو خوۍ یې  دباران دی

په یوه مسکامې زړه ته سل ټکان سینه کې ورکړی
څه مست دی څه بیباکه خدایږوڅومره شوخ او وران دی

رنځورمازدیګری خپلواینوته په خنداکړي
فنکاردی جادوګردی په هر دردپوه دی لقمان دی

تنکی سحرپه سترګوکې تصویردصنم راوړي
توبه چې ګومره نه شمه څه ښکلی مسلمان دی

خوږه خوږه مې څړیکه مستوي دزړه پرهرکې
هیڅ پوه غضري نه شومه چې دردی که درام دی

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
خاطره

دژوندساحل ته مې قسمته څپې مه راوله

زه مرورښه یم له وخته جرګې مه راوله

دایوپرهرپه زړګي ښه دی دجانان خاطره

ناښادخاطره زیاتي نورخاطرې مه راوله

موږلیونیان یوټول هیندارې په ډبرو ولو

حسنه عبث دلته درنګ قافلې مه راوله

دعصرژبه به چالاکه وي منم درسره

سترګو دې جارشم زماپه سترګو پردې مه راوله

دبوډۍټال دی سيوری نه لري چې کښینوورته
م

اجل وهلي ته په سر بې سایې مه راوله

نن دشهیدې خورشهیدخال راته خوب کې وویل

زماقاتل دی داشین سترګی دلې مه راوله

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/07 و ساعت 2 |
افسون

عشقه له جنونه سترګې مه اړوه
پام له دې مضمونه سترګې مه اړوه

اوردې سي ایره دې سي ځوانې زما
ښکلې له افسون نه سترګې مه اړوه

خور به یوه ورځ غزلیزحسن شي
بس ته له لټونه سترګې مه اړوه

سوزي چې نظردالفت شمعوته
داسي اوښتون نه سترګې مه اړوه

بیابه دایشیا تاوده رګونه شي
وخته له پښتون نه سترګې مه اړوه

داغ دمحبت درغیدونه دی
زړه له زړه چاودون نه سترګې مه اړوه

ځئ چې غضري ته واضعې ووایو
خوار یې له بیلتون نه سترګې مه اړوه
۱۳۸۵/۱۱/۱۹ساجرسعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
 


 زیړه پاڼه

چې د خوب څپوکې راشې
دومره زرخورانه مه ځه
ته پوهیږې په ماګرانې
ستادیدن زماسپرلی دی
روح مې ستادمخ بريښڼاته
 لکه څانګه وغوړیږي
ستامسکامې په ځوانې کې
غزونې درنګ وکړي
خوچې ولاړه شې تنهاشم
دأهاړغرمې احساس کړم
دهجران سپیره سیلۍ
زمادوجودوږمې کړي وچي
یوه بې نوره اوبې رنګه
ژیړه پاڼه شمه پاته
ساجرسعودي عرب
۱۳۸۶/۱/۲۵

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
هینداره پښتانه
نه چې ځي دوه سم په یوه لاره پښتانه
ښکاري چې نور ووتل له کاره پښتانه

دم یې په چاوکړمه درمل له کومه راوړم
مري له یو ناسورغوندي پرهاره پښتانه

څوځلې یې زهرددوستۍپه جام کې ورکړل
څه غواړي همیش له دې مکاره پښتانه

نوربه لاترڅو پردي بدرنګه تصویرونه
ساتي په سپینه غیږه کې هینداره پښتانه

جهل یې په سرکې دشعورډیوې وژلې
ځکه تل پردي وي له خپل ښاره پښتانه

ربه کوم درشل موپه سرووینوککړنه شو
مري به لانورڅومره بې ازاره پښتانه

کاشکي غضري په ژوندڅوداسي شیبې راشي
وینم چې په خپل وطن سرشاره پښتانه

۱۳۸۵/۹۱۴ساجرسعودي

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/04 و ساعت 1 |
سپینه اوښکه
 چې یوه مړه اوښکه دزړه له سمڅو
داسویلوتوپان راپورته کړي
ترسترګوراشي
پاس دبڼو په څوکوودیږي
وریږدي لیږ
څلورطرفه نظروغړوي
او
دازموږپه وینو سره نړۍ
داپه بارودوسوزیدلې زمکه
لکه یوه توره بلا
دهغې ښکلې مرغلرې اوښکې
په نظروغوړیږي
لیږ ورته ځیره شي
په غورځیره
خواره واره دانسانانو غړي
ترسترګو یو یو تیرکړي

بیا یې سپږموته بوی دغوښوورشي
دسوځیدلیو غوښو
دخوړینو وریتو غوښو
په زړه یې ډارننوځي
اخیر په دې خبره وپوهیږي
چې بس انسان دانسانیت دښمن دی
نو وایه
بیا به هغه سپینه اوښکه
زموږدزړونوخونړي دردونه
راسره څومره په رښتیا وژاړي
۲۰۰۷/۵/۲۱ساجرسعودي عرب
غضري
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/31 و ساعت 23 |
ګریوان دحسن نړۍ

زه لکه اوښکه دبڼو له څوکو
په سره باړخوپرې وتم
نیم په باړخوکې وچ شوم
پاته ګریوان ته درومم
ګریوان دحسن نړۍ
اودزړګوټکو ځانګو
دوړو ستنواوهیندار کورګی
خدا یزده چې زه به
په کوم جوز کې جزبشم

۱۳۸۵/۱۰/۲۲
ساجرسعودي عرب
 غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 15 |
بازاري مینه

نظردې پوه کړه
چې دزړه ورغوی مې نه تخنوي
زه کلي وال یمه 
ساده یم
دزړه زرمنمه
نه چې په ډک محفل کې غیږه درکړم
ښکل دې کړمه
اوبازاري مینه دې
ښکلې دبل ځلې له پلوره ووځي
۱۳۸۵/۲/۲۱ساجرسعودي عرب

غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
مسکا

زمادشونډو مسکا
دهغې اوښکوته وروالوتله
ورسره ویې ژړل
داسي
لکه هم داچې دژړاموضووه
ان ترګریوانه یې داوښکوهرقدم ته خپلې شونډې ښودې
چې خپل ورستی قدم یې
دهغې ښکلې دګریوان غوټه کې
داسي کلک غوټه کو
چې بیا یې زماپه لوري
زماسپیروشونډوته
دراتلونوم وانه خیست
۲۰۰۵
ساجرسعودي عرب
 
غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
اتل

ماخپله روح لوستې ده
هرساحنه یې ستاپه روح څرخیږي
هلته خیالونه هم داستادي
اوشاعریې هم ته
دهریوو توري په پرده کې ستادرنګ لوب غاړی
لکه دژوند دحقیقي ساحنې ښاغلی اتل
دشپو سینه څیري
اودسباپه لوري
ډک له هیندارو قدمونه اخلي

۱۳۸۵/۳/۱۳/ساجر

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
البم

هغه چې رنګ ورته تورتم اومینه اورښکاریږي
هغه به ځان اینه کې څنګه وینې
سترګې چې رنګ لري
اورنګ خوښوي
چې څوک یې اړې نه کړي
دبدرنګۍ تصویرته کله ګوري
اوکه وروه هم ګورې
دغه بدرنګه تصویر
په خپل رنګین البم کې کله ساتي

۲۰۰۷/۶/۲ساجرسعودي عرب 
غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
رانجي

له بانجاري نه مې په سوال اوزاري
یوڅه رانجي درته په پورواخیستل

ماویل داځل به په خپلو لاسو
ستاپه تندي درنجوخال یږده مه
چې زه درتلم ستاپه تندي و لګیدلي کاڼي
دمخ کاسه دې دسرووینو له خالوډکه وه
رانجي خوتوشو رانه
غوښت مې په اوښکوستاتندی ومینځم
خو
خوموردې منې کړمه
راته ویل یې ساده
خلک شهیدته غسل نه ورکوي
۲۰۰۶/۶/۲۴ساجرسعودي عرب

 غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
سیوري

لکه زموږ دوران هیواد ددیوالونوسیوري
داسي ړنګ بنګ دي زمادزړه دپرهرونو سیوري

ماخودتیرعمرمزل ډیر په اغزوراکړی
څه درته ووایم چې څه وي دګلونوسیوري

رښتیاجانانه دومره ډیرپه حسن مه نازیږه
بلامیراث کړه وخت دښکلیو وربلونو سیوري

دلته یواځي دمړوسترګوپه جنګ تیږه یښې
نورنوپه هربرجل خواره دي دجنګونو سیوري

 شیخه قربان شم په څه چل دمیونوش رواکړه
ډیرمې خوښیږي په تندي دسروجامونوسیوري

بلادې واخلم مسیحاداسي یو چوف پرې وکړه
چې یومخ ولیږدي له موږ دفریادونو سیوري
 
هغه ګړۍ مې دروح زمکه دجلو څپه شي
چې غضري پرې پنځوم ستاد یادونو سیوري

۱۳۸۵/۱۰/۲۲ساجرسعودي عرب

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 14 |
اغلې  پیغله

چې سیندسندرې وایې
اوڅپې مستې شې
دمستې نڅاګرې په څیرسراچوي
ستوري په مینه مینه
دکومي مستې ښایستې له شونډو
دخیال په شونډوباندي مچي اخلي
هلته ورپورې دساحل په غاړ       
دورکولارویوستومان مسافر
په یوه وړه کیشتۍ کې
دنااشنامنزل سفرپیل کړي
زه به درځمه ستاتیارې کوڅي ته
زه به له ځان سره سپږمۍ درولم
داسمان ښکلې پیغله
هغه نازکه تکه سپینه اواغلې پیغله
زه به د دې غې پیغلې سپینې لیچې
پستې نازکې اووریښمینې لیچې
ستادکوڅودتورلښکرپه زړه کې
لکه دسپین خنجراینې ماتې کړم
زه به په دغو تکوسپینواو وریښمینولیچو
ستادکوڅودبلامورزیندۍکړم
      

 غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/30 و ساعت 2 |
    په پردې وطن کې

اي دجانان دوطن ښکلې سبا
ته مې ونه وتې دزړه له ملکه
زه ستاله ملکه ډیر په خواوتلی
تامې لاهم دزړګي ملک نیولی

اي دجانان دوطن ښکلې سبا
دلته هم ښکلی سباوون راخیږي

په سروګلونوخوږبسیم چلیږي
په چمنونو سوړشبنم وریږی
دلته هم زړونه دسباپه قدرښه پوهیږي
دلته هم لمرسینګاروي دسباښکلې ناوې
دلته هم وریځو داسمان غیږکې کیږدۍ وهلې
دلته هم غرونه له غروره غاړې هسکي لري
لکین شپونکی نه شته شپیلۍ نه شته
دلته رمې اوګلې نه ښکاریږي
دلته کیږدۍ نه شته  کوچۍ نه شته

اي جانان دوطن ښکلې سبا
دلته هم ښکلی مازدیګرراځي
په چمنونوفوارې  خوټیږي
په سروګلونو بلبلان  څرخیږي
دښکلي ریاض پارکونه په خلیجیو ښکلي
دلته هم سپین سپین مړوندونه اوړي
دلته کلفي زلفې په نازځنګیږي
لکین منګي اوګودرونه نه شته
دچنارونو په سړه هواکې
دمستو پیغلو پلونه نه شته

اي دجانان وطن ښکلې سبا
دلته هرڅه شته خوبیا هم څه کم دي
ددې وطن سبازماتنده ماتولی نه شي
ستاښائسته انځورزما له زړه یستلای نه شی
 دلته هرڅه په راکړه ورکړه ولاړ
دلته دمینې نوم څوک نه پیژني
دلته نفرت دمزاج برخه جوړه
دلته الفت له خلکو کډه کړیې
ماغضري چې ته پردی نه کړې پردیه له ما
زه لاپردی یم په پردي وطن کې
۱۹۹۹/۸/۲۸ساجرسعودي عرب


 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/29 و ساعت 4 |
فرواز

ځان رانه ورک دی زه په ورکوکې خپل ځان لټوم
په سیندلاهوقسمت څپه کۍ دطوپان لټوم

دزړه کعبې نه مې چاپره لپه دعاوې وړیې
شک مې په دواړودی کافراومسلمان لټوم

خلک جانان پسي جانان وطن نه کډه وکړي

زه دجانان سترګوکې ګرزمه جانان لټوم

شیخه هغلته مې دیارپه بارخوخال تخناو
دلته راغلی یم په سفاروکې ایمان لټوم

وزردې وسوځي د درد خبره چاکړیده
زه خوفرواز غواړم دهسک غیږ کې مکان لټوم

دمرګ استازي دې زمادنیټې پاڼه ګورې
زه به دژوند ستوري ته نوردښکلاتوان لټوم

منظورمې داوي چې غزل ته به تعویز پرې وکړم
کله نرګس کله چنارګورم کاروان لټوم

یوڅوک خوشته چې دزړه کب مې په چنګک ورکاږي
په چم کې ګرږم دکږوبڼو چشمان لټوم

دالیونتوب مې غضري دزړه ارمان ته ورته
چې هر ارمان ته په ارمان ارمان  ارمان لټوم

 

له کاروان څخه منظورښاغلی پیرمحمدکاروان دی
په احترام عبدالرحمن غضري
 
 
 
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
دترنم بادشاه

دترنګ اوستاذه
ستادسندرونڅاګرې

 

 

زموږدروح په غولي
ناڅي اداکړي اودمینې پلوشې پنځوې
ستالیونۍ ترانې
زموږدعظمت څلی جانان وطن
دعشق رنګینه لوپټه کې نغاړي
ته دسندروپیروې
ستادفطرت په کاف مینې ښاپیرۍ الوتې
دسوراوتال امام وې
درپسي څپ څپ دسندروښکلې
دټولولپې له دعااوله امینه ډکې
ځکه ښاغلی شوې اتل شوې
زموږدزړونواتل
تادتودوزړونودعاګټلې
نه نه دعانه
تادزوق په هنرمندوګوتو
زموږ دزړونونړۍ زموږدونیاګټلې
دفن شهکاره
دافغان میلت خوږمن احساسه
افسوس چې نه یې
خودروح مرغۍ دې
دلوی څښتن په شنوباغوکې غواړم

**************

مرحوم استاد اولمير ته اهدآ
په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
امیانی


مادمورد دعاګانوامیانۍ ترملاتړلې
زه دلمرسکنی وروریم ماسپوږمۍ ترملاتړلې

 


 دالفت په وزرونو کوه کاف ته یم ختلی
راسره دبخت بدرۍ ده له ملوکه ښکارم ښکلی
دپریوپه زړګي کې لکه ګل یم ټوکیدلی
د دعاسلیماني ګوتې ماګیډۍ ترملاتړلې
زه دلمرسکنی وروریم ماسپوږمۍ ترملاتړلې

دځوانې دښکلاغرمې په هم دې ګلوپوښلی
دزړګي تږی ارمان مې دې چینه کې لمبولی
نسیم زماپه ایجاره دی په ټول کلي مې ویشلی
نورنوټول پسرلي زمادي ماغوټۍترملاتړلې
زه دلمرسکنی وروریم ماسپوږمۍ ترملاتړلې

مادزړه تیاره رګوکې بې حسابه ډیوي بل کړې
مادژوند دپیغلې شونډې په هم دې برکت ښکل کړې
دحالاتوقصیدې مې په دې باب کې مکمل کړې
مادوخت دیاغې ناوې سره ډولۍ ترملاتړلې
زه دلمرسکنی وروریم ماسپوږمۍترملاتړلې

دامین په تارپییلې زمادموردخولې  خبرې
پاس دعرش زړګي ته ولاړې لکه ښې سپینې کوترې
غضري چې مستغني یم په ما اوري ملغلرې
مادسپینوملغلروبوخڅکۍترملاتړلې
زه دلمرسکنی وروریم ماسپوږمۍترملاتړلې

په احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
د سندرو تعويذ

زه دغزلوبارتړم ګوره چې ولاړه نه شي
نن دې په حسن څه لیکم ګوره چې ولاړه نه شي

 


بیګاراغلې وه په خوب کې ستادحسن پرۍ
کیسه یې بیادرته کوم ګوره چې ولاړه نه شي

لامودزوق شپیلۍ په نوې ژبه نه پوهیږي
زړې نغمې وریادوم ګوره چې ولاړه نه شي

د لمرپه پیرمې درته کښلی دسندروتعویز
په سور اوتال کې یې ګنډم ګوره چې ولاړه نه شي

زیړ مازدیګرستادمنګي داوبوغړپ کې څیښم
داتوره تنده ماتوم ګوره چې ولاړه نه شي

لاڅوقترې دځوانۍ وینه دزړه جام کې پاته
دشونډو اورپري لګوم ګوره چې ولاړه نه شي

نن به په ګډه داسپیره شپه په عمبرومینځو
دڅڼوغوټې دې شپړم ګوره چې ولاړه نه شي

نغمه نغمه به غضري دمینې سازته درځم
پیغلې ټپې دې تخنوم ګوره چې ولاړه نه شي

۲۰۰۴/۱۲/ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
راسره ستړې به شې

راسره ستړې به شي ښکلې پیغلې
زماقسمت ستړی دی


زماخیالونه ستړي
په مادرد هم ستړی شو
راسره ستړې به شي
زماخوبونه ستړي
زما ارواستړې ده
زماګامونه ستړي
زه له اغازه ستړی
زماانجام ستړی دی
راسره ستړې به شی
زه اوس عادت یم پیغلې
له خپلو اوښکوسره نه ستړیږم
زه اوس له ستړیوسره ستړی نه یم
زماخوبونه اوس په ستړي بستر
له مانه تیښته نه کړي
زما زخمونه اوس په دردعدت دي
زمادردونه اوس له ماسره په ستړیو روږدي
خو
خوزمانازکې ګلالۍ همځولې
په تاویریږم ته دستړیونه یې
راسره ستړې به شي
ته دخندالیونې
زه خپلې اوښکې څبیښم
زه دنغمودغږولونه یم
زماله ګوتوڅخه وینې څاڅي
رباب زماله ګوتوکرکه لري
پیغلې ماوپیژنه
راسره ستړې به شي
ستابه وږمې دپسرلي ارزو وي
ته به پیکي ته زیړګلونه غواړي
ته به په ماکې دناز زیرمې وینې
ته به ترخپلوتورو څڼولاندي
په ماخوبونه غوړول غواړي
ته به دخپلوشنوبنګړوپه شورکې
له ماخوبونه تښتول غواړي
نه
نه تیروتلې یې ته
راسره ستړې به شي
زه دخزان په زړه کې توره تنده
پسرلی نه پیژنم
زه دنسیم اودشبنم په ژبه نه پوهیږم
زه له ازغونه ګلان نه شم راوړای
زما په زړه کې دنازتیغمه نه شته
زماهمځولې ګلالۍ همځولې
زما له سیوري هم ځان لري ساته
راسره ستړې به شي

۲۰۰۶/۲/۲۴ساجرسعودي عرب
په احترام عبدالرحمان غضري
 
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
دچنارپه ژبه

کړې چې وړې وړې خبرې دستارپه ژبه
ټپه ټپه مې شي دردونه دپرهارپه ژبه

دغرو وکړي یو د زرکوغاړې خوندراکوي
وایوسندرې دقربان اویکه زارپه ژبه

 کله ناکله خو له وړانګو سر هم  غږیږو 
یادمنګي یادګودریادچنارپه ژبه

ساقي مو خوښ دی دجامونو شونډې هم ښکلو
هم دمنصور په ژبه پوهیږو هم ددارپه ژبه 

پستې ځیږې مو دواړه زده دي بې هنره نه یو
ګل ته دګل خارته غږیږو بیا دخارپه ژبه

سادسړ ی یې غضري کړه کلي واله ژبه
تاسره نه ښایې خبرې دبازارپه ژبه

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/20 و ساعت 23 |
زه لیونی یم

زه لیونی یم په رښتیا لیونی
دمرګ په سیند کې دژوند دور لټوم
دورانې شویې میقدې په کونج کې
خمونه غواړم تال اوسور لټوم
خزان وهلې تکه ژیړه پاڼه
بیرته دڅانګې په وجود کې ګنډم
له شنوبنګړونه شړیدلې شرنګا
بیرته په شنوبنګړوکې اچومه
هیبلې پښې  په اهینې نو لارو
دأهاړ سره ګرمۍ کې
منډې وهمه سوداګرلټوم
هغه بې رحمه هاخودخواسوداګر
چې زما معصومه مسکا
اوزماتنکۍ تنکۍ زلمۍ شیبې یې
رانه په  هیڅ واخیستې
غضري
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/20 و ساعت 23 |
داذان دروی :

دوئ په جنت پسي راخستې ماایمان وبایلود
ایمان ایمان و ترایمان مې خوږجانان وبایلود

کافروختونه مې دژوندپه هرایات پسي دي
دزړه( یسن) مې ټکی ټکی په تاوان وبایلود

بلبله هسي دې نغمې ترغوږومه راشړه
نوربه بلال نه شم مادروی داذان وبایلود

دزړه په للمه مې وږمې دګلوڅنګه راشي
زه بې بارانه یم مارحم دیزدان وبایلود

وس به مې څوک په پرهرونوکې ټکورخوروي
قرارمې ولاړوی مادټول عمردرمان وبایلود

قسمته مه راوړه دخم په ژبه ګونګ رمزونه
مادجانان دسترګوکونج کې مست مغان وبایلود

پریږدئ چې کړیکې مې جرس شي لیونتوب راویښ کړي
مادخونخوارمزله په لاروټول کاروان وبایلود

په هیڅ کې ولاړم لکه صفرراته صفریښی
سلګې سلګې اوزرترکی مې ارمان وبایلود

دغضري دونیااوس ورانه دهديرې منظر دی
له خپله لاسه یې درنګ رنګین جهان وبا یلود

۱۳۸۵/۱۱/۲۷ساجرپه احترام غضري

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/18 و ساعت 2 |
دبڼوستن
  

دلمرپه اننګومې پنځاوه خوتښتیده
تصویرمې دې له وړانګوجوړاوه خوتښتیده

 دمړوسترګونظردې درسته ورځ یم کړولی
دروح په مقناتیس مې رانیوه خوتښتیده

بیګادې ټوله شپه دسپین روخسارډیوې ته ناست وم
یوخیال مې ستاپه حسن لمباوه خوتښتیده

شین خال دې به تندي کې فلسفه د اويستا وه
غزل ته مې په خولوکې ورکاوه خوتښتیده

یوه څړیکه لکه ستادبڼوستن ورپه کې رغښته
پرهرکه مې هرڅوراټولاوه خوتښتیده

تڼاکې دزړګي مې ترلیموورپسې راغلې
یوښکلی یې په سترګومچاوه خوتښتیده

ساقي په کې جوهردخلوص نه  و نښتیځلي
خمارمې په خمونومتاوه خوتښتیده

 
بس ورک وم غضري دیووخاموش شورپه څپوکې
جنون مې په مستۍ کې غرقاوه خوتښتیده

۱۳۸۵/۱۱/۱۸/ساجر
په احترام غضري
 
 
 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/18 و ساعت 2 |
خوب

خوب دصحت  صحت دژوندلپاره
لازم  ملزوم  دی اشنا

خودومره خوب هم نه 
چې ژوندپکې دخوب لیده شی

۱۳۸۵/۱۸ساجر
په احترام غضری

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/14 و ساعت 22 |
دروندخوب

چاویل دوی له منګه نه مخکي

له درانه خوبه ویښ شوي

ځکه دوی له منګه نه مخته

خپل منزل ته رسیدلي
خو له ماسره سوال دادی

چې دلمردکلي خواکې
خوزموږ کلی ابادی
بیادوی څنګه له موږ مخکې
له درانه خوبه بیدارشو
موږخپل ځان لوستلای نه شو
دوی په هرڅه کې هوښیارشو
۱۳۸۵/۱/۱۸

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/14 و ساعت 22 |
 

زیری

 پل یم دجانان دقدم پاته په دې لاریمه
باده ورانه وه مې مه یوڅلی دیادګاریمه

حسنه پیغمبره مادمینې په دین واړوه
داسي راته ښکاري چې بې مینې ګناه ګاریمه

اوس مې دزړه وینې دلیموپه لاربلدې شوې
نن که څوقترې یم سبازیری دبهاریمه

مه وړه لیونتوب رانه دعقل ککۍواخله زما
ښه دی چې حساب په لیونیانود دې ښاریمه

نه خوښوي نجونې دبازارزماغضري غزل
زه ساده شاعردکلیوالې پیغلې هاریمه

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/11 و ساعت 0 |
ډولۍ

 دستوریورڼاته یې دسپوږمۍپلوشې ته یې
دلمرله وړانګوجوړه زماکوچۍپلوشې ته یې

دهرغاټول په پاڼوکې تصویرستادرورخساردی
ښکلازموږد دښتودکیږۍپلوشې ته یې

سپرلی دې درواري شي که داکم وي زه دې هم شم
سپرلی په تارنګین دی سره غوتۍپلوشې ته یې

شراب دساغرڅه وي دزړه تنده لاسیواکړي
زمادتږي زړه شرابې مئ پلوشې ته یې

 په سره جوړه کې سپینې دحمیددشعرمطلع شې
هغه ژاله لا له کې لیونۍپلوشې ته یې

خدای مه کړه چې دبلې ناوې خیال پکې ویده شي
ارزوزمادسترګودډولۍپلوشې ته یې

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/11 و ساعت 0 |

           مهار     

جانان ښکلی ګودرښکلی چنارښکلی

په دې ښکلیوباندي ښکلی دی یارښکلی

 

ټکی ټکی تږي زړه کې زرغونیږي

ساقي ښکلی جام یې ښکلی خمارښکلی

 

له هرترنګ سره دژوندښاپیرۍ ناڅي

مطریب ښکلی محفل ښکلی ستارښکلی

 

تک سپین وری یې لکه سپین ستوری په غیږکې

کوچۍ ښکلې اوښ یې ښکلی مهارښکلی

 

چې له شونډویې راوزي ښکلې لګي

خنداښکلې اقرارښکلی انکارښکلی

 

ښکلي ښکلي دي بې شکلیوښکلا نه شته

چالیدلی بې ګلونوګلزارښکلی

 

له وحشته تصورکیدلای نه شو

چې منصورپه غاړه کیست شودارښکلی

 

غضري دځوانۍ عمرداسي تیرشي                     

لکه تیرچې شي یوځلي په لارښکلی 

ساجر  /۱۰ ۵)۲۰۰۵/

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |

          

وښکې 

زه ورته غوږومه جانانه ستالیمې غږیدې

خواږه خواږه یې څه ویل خوږې خوږې غږیدې

 

چې درکاته مې پوهیدم چې په بلا به اوړم

زړه مې منل چرې پسته پسته پستې غږیدې

 

له توروڅڼودې را الوتې زما په لوري

ځان یې عنبروکې مینځلی و وږمې غږیدې

 

خدای دې لري څومره هوښیارې وې ستاشوخې سترګې

هم یې غمازڅاره هم ماته پسخیدې غږیدې

 

لیوني حسن دې دلمرپه سترګه وارکړی و

زرینې وړانګې دې په غیږکې تویدې غږیدې

 

نن ورته غوږوه په حیرت دملکوت سندره

دبنګړوشرنګ کې دې شیرینې څه نغمې غږیدې

 

ښه مې په زړه دي چې اول  ځل یې زمانوم اخیسته

په پستوشونډودې بې دریغه اندیښنې غږیدې

 

په سپین بارخوچې دې راتوي شوې درته څه یې ویل

چې غضري درڅخه تلم اوښکې دې مړې غږیدې

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |

 

میوه مینه 

مورې زړه مې سوړدی لږیې تودکړه په توده مینه

ستړی دی دژوندناخوالو وړې ترې خوږه  مینه

 

پریږده چې لږوژاړمه ورسته مې بیاښکل کړه ته

اوري مې په زړه دماشوم توب وړه وړه مینه

 

ګورم دټیکري ته اله ژرپلو راواړوه

خلاص یې کړه اوراکړه ترې یوڅودانې میوه مینه

 

 خیردی که ترمنځ موهیوادونه اوسیندونه دي

لمونځ چې مورې وکړې په دعاکې رالیږه مینه

 

مورې له تالري داژوندون راته ژوند نه ښکاري

خدایږوڅنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مینه

 

دلته چې له چاسره مور ووینم نولیږمه

نورخومې وس نه وي رابه زړه کړم ستازړه مینه

 

مینه مینه اوسه زماترژونده زماخوږې مورې

ستاپه ژوندژوندۍ ده زمادژوندخوره وره مینه

 

ربه غضري درنه په ژوند کې نورڅه نه غواړم

مورراسره پریږده درنه غواړم دغه یوه مینه

ساجرسعودي عرب۱۳۸۵/۲/۲۵/ 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/03 و ساعت 1 |
   مرغۍٍٍٍْ  

ستایې وزرمات کړیې
زمایې ارمان وزلی
مرغۍ په ماباندی هم
لکه دې تاښکاري ماشه کش کړیې
ته خو له دردڅخه ]ورلیږې
ځان له زمکې وهې
دسترګوغولي کې دې
مرغۍ ارزودژوندانه راټوله
زه درپوهیږم مرغۍ
چې دشیرینې ساوداع ته ژواړې
زه دې دکسیو په هینداروکې تصویر وینمه
د دنګې ونې په وچ خاښ کې ستادځالې تصویر
دهغو دو سرومرغکیوتصویر
چې لایې بڼې په وجودراټوکیدلې نه دي
دهغودو سرومرغکیوتصویر
چې تاددوی په خاطر
دلته زموږ په دې خوني ورشوکې
دڅودانوپه لټه
خپل خوږوزروبایلود
دهغودوسرومرغکیوتصویر
چې لایزدان دالوتلو توان ورکړی نه دی
زه درپوهیږم مرغۍ
چې ستاورستی ارمان
نامراده ارمان
بس هم دغومره و
یوڅوورځې مهلت دې غوښته
 مرغۍ زه ښه پوهیږم
چې لایوځلې له خپل مات وزرنه
به دې فضاکې الوتنه غواړې
زه درپوهیږم خپلې ځالې ته ځې
مرغۍ زه شه پوهیږم
چې هغه سره هغه ګونګي مرغکیان
ستادورتلوستومانه لاره څاري
خو
خومرغۍ نوردالوتلو نه یې
زه خو داستاپه دردپوهیږم مرغۍ
خوته زماپه دردونه پوهیدې
زماله سترګونه تصویر دجانان کډه کړیې
زه مې دروح وداع ته نه ژاړمه
زه دخپل ژوند په بیه
د دې زخمی ماحول دوینو فوارې بندوم
مرغۍ زماارزویواځی خپله ځاله نه ده
زه مې یواځی خيپلو ګونګو ګولالو بچوته
له ویره ډکې ساندي نه وایمه
زماارزوده چې دتللپاره
ددېوحشي ښکاری له ګوتونه ماشه وخیږي

ترڅوزموږاوستاسوټولې ځالې
دتورټوپک له خولې خوندي پاته شی

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/01 و ساعت 2 |

پسرلی

 

زموږدکلي د درې په کوت کې

یوه چینه وټوکوه

چې یې اوبوتراوښکوښې رڼې وي

زموږدګل دکاله پیغله غوټۍ

پکې خپل مخ وینځي له شنوباروتو

داسره غوټۍ

زمادرنځ همزولې

له مانه تل پوښتي چې څه سوسپرلی

نن دې ځوانې ورته سورشال کړه

اوزړه شنې نکریځې

مینه دی ټوله دشبنم وینه کې ونیښتیځه

په سره بارخویې ورته څاڅکی څاځکی وڅڅوه

ترڅوداتانده غوټۍ

دځوانۍ رنګ کې دسرور څاڅکی شي

او

زمادهرزخم په چاودوشونډو

خپلې پستې شونډې په مینه کیږدي

راته مسکۍ شي

راته ووایې خوږمنه اشنا

ډیرمبارک شه پسرلی راغلی

خدای دې دعمرپاته ټولې شیبې

لکه زمادځوانۍ تاندې لره

۱۳۸۵/۱/۱

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/31 و ساعت 0 |

       ست

    ماویل چې پس له څوکلونودرشم

داستاپه سترګوکې به اوښکې ګلان

له خوشحالۍ نه لکه ستورې بریښې

په سره بارخوبه دې رنګونه ناڅې

نازکې شونډې به دې

لکه دسره لاله نازکې پاڼې

په ولولوکې ریږدې

غیږبه دې ست دهرکلې راته کې

نامردې تا خودیوبل چاپه خولو

روایتې سلام راوه نه لیږه

    ۱۳۸۵/۱/۲  ساجر

غضرې
+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/31 و ساعت 0 |

         بازیګرباڼو

    ستابابازیګرباڼومې زړه ته خوځوي لاسونه

ځکه مې زړه درته نیولي په تندي لاسونه

 

ځاردې له حُسنه ړنګې بنګې نن خوداسي یسې

لکه چې تاووي درنه غبرګ دپسرلي لاسنه

 

مړاوې څیره نیمکښ کاته اوخوبوړې سترګې

خود به مې سترګې لکه غله درغزوي لاسونه

 

زیړمازدیګر دوړانګوسترګې درته ویلې نه شي

لیږدې درپټ کړه ښکلې سپین سپین مرمري لاسونه

 

که داسي وې نو یوه ورځ خوبه په خدای جانانه

راپسي وپړکیږي چم په چم موزي لاسونه

 

لکه ایمان په دعاګانو په سجدو دې غواړم

درپسي پورته مې په سوال دي لیوني لاسونه

 

لکه غزل په الهامي چاموکې غاړه ورکړه

درپسي ومروړل بې دریغه غضري لاسونه

۱۳۸۵/۱۲/۱۷ساجرسعودي عرب

+ نوشته شده توسط غضري در 86/01/30 و ساعت 2 |


Powered By
BLOGFA.COM