یوسفر اویوملګری
د۱۳۸۴کال دقوس نهمه نیټه وه په هم دغه ورځ زما له کابل څخه دسعودي عرب پلازمېنې ریاض ته فرواز و په ټیکس کې مې دفرواز وخت دماښام پنځه بجې لیکلی وو
زه په څلوربجې دکابل نړیوال هوایې ډګرته ورسیدم هغه راسره دسفرسامان مې ترتلاشۍ تیر شودپاسپور ټ له کتوورسته دډګرسرحدي پلیسو اجازه راکړه چې انتظارخانې ته ولاړشم دانتظارخانې ترښیښو مې دهوایې ډګر رینوې خط ته کتل
چې مات مات وو بیا مې په هوایې ډګرکې ولاړو هغو وړو وړو الوتکوته سترګې ورواوښتې ې سویو څیرو یې سړي ته هغه دجنګ وختونه ورپه زړه کول لیږ ځنډ ورسته علان وشو ګرانو مسافرو له کابل څخه ریاض ته روانه اریانا افغان الوتکه په څودقیقًو کې فرواز ته چمتو ده له تا سو څخه هیله کیږي خپل ځانونه الوتکې ته ورسوئ مسافر په بیړه دالوتکې په لور روان شو زه هم دخلکو په لیکه کې شوم چې دالوتکې وره ته ورنیزدې شوم هغلته مې ولیدل چې یوواربیا دسرحدي پلیسو له خوادخلکو پاسپورټونه کتل کیدل له ماڅخه مخته یې دوه کسه یوو لورته درولي وو چې زما پاسپورټ یې وکوت نو ماته یې هم امروکو چې له هغو دوکسانو سره ودریږم موږ درې واړ په دې پوهیدو چې زموږ ددریدو لامل زموږ پاکستاني پاسپورټونه دي چې دخلکو لیکې ختمې شوې نو دپلیسو امیر موږ له ځان سره دتفتیش خونې ته بوتلوهغلته یې له یوڅوپوښتنو ورسته یو په بل پسي بیرته الوتکې ته ورخوشي کړو چې الوتکې ته راستون شوم نو زما په هغه سیټ چې په ټیکس کې راته لیکلی وو یوه میرمن ناسته وه مناسیب مې ونه ګڼله چې هغې څخه وغواړم چې جګه شي اوزماکرسۍراته خوشیې کړي دالوتکي ورستۍبرخې ته ولاړم هغلته مې په ظاهیره
یوپنځوس کلن سړی ولیدچې په یوو دوه کسیزسیټ کې تنهاناست وو
هیله مې ترېوکړه چې دکرسۍیوه برخه ماته خوسیې کړي بیایې په خواکې
کینستم
لیږځنډورسته الوتکه له زمکې څخه هواته پورته شوه
سړي دالوتکې ترښیښه دکابل دښارخورې ورې منظرې ته کتل رښتیاهم
په هغه زیړمازدیګرکې پاس له الوتکې څخه دکابل دښارمنظره چې ډیره برخه یې
په لوګواودوړو کې پټه وه په لیدوارزیده
ترڅوچې الوتکې ځان دلوړې سطحې الوت ته رساو سړي څوځلې ماته په یووکاږه نظروکتل خوچې مابه وروکتل هغه به سترګې په بله واړولې وس نو موږنیزدې پنځه څلویښت دقیقې مزل کړی و دالوتکې میلمه پالانو ډوډۍ اویوڅه نوردخوراک شیان راوړو
موږ په ډوډۍ خوړلوبوخت شو سړي لاهم هغسي وخت ناوخته په کږوسترګوراکتل
داځل چې هغه راکتل اوزماسترګې هغه ته ورواوښتې نو هغه دپخواپه څیرژرله ماڅخه سترګې واړولې
خودې الویزان خوځښت یې په لاس کې دپیپسي کولا ګلاس وخوځاو اوڅوغړپه پیپسي زماپه جاموراتوشوه
هغه ژر ګلاس کیښود اودخپل څادرپه پیڅکه یې زمادجامودوچولوهڅه وکړه
خومایې لاس ونیو اوهیله مې ترې وکړه چې زه به یې وچ کړم
داځل هغه ښه په ډاډه راته وکتل بیایې راته وویل غږدې ډیراشناراته ښکاریږي خو
تصویردې سم په ځای نه شم راوستای که خفه کیږې نه نو یوه پوښتنه درنه کوم
نوم دې څه دی او دسعودي عرب په کوم ځای کې وسې
ماویل په ساجرکې اونوم مې...
هغه راته مسکی شو ویل یې ښه وس مې وپیژندې غږمې دې له راډیوګانوڅخه اوریدلی و ښه شو چې درسره ومې لیدل
لاروږده وه ماهم غوښت چې له هغه سره سفرپه خبرولنډکړم
هسي خودهغه عمرترپنځوس کاله ډیر نه و خوپه صورت ډیر ضعیفه مالومیده
په زړه کې مې راتیره شوه چې نوموړی به څنګه په دې ضعیف وجوددسعودی هغه سورلمراوسخت کارونه زغمي نوځکه مې لمړۍ پوښتنه هم داترینه وکړه
کاکاڅومره وخت کیږي چې په سعودي کې وسئ ؟هغه ویل شل کاله
ماویل تاسوډیرضعیفه شویې زامن مو نه شته چې چې دلته یې راوغواړئ
هغه یوسوړ اسویلی وکیښ ویل یې نه یوه لورلرم چې داڅوورځې وړاندیې واده و
هغه مې هم له خپله لاسه داورلمبوته ورکته کړه
یوڅوشیبې غلی شوم بیامې هغه ته په یوه سوالیه نظروروکتل
ماویل کاکاستاسو په خبره سم پوه نه شوم لورانې خو هرڅوک ودوي ولې؟ وایې چې
داورلمبوته مې ورکته کړه
دهغه په شونډو یوه لړزانده څپه خپره شوه په سترګوکې یې اوښکې راوتوکیدې
په یوساړه اسویلي کې یې وویل کاش چې ماهم دخلکو غوندي واده کړیې وای
ماخوپه بدوکې ورکړه په داسی بدوکې چې هغه لاله ماشوم توب څخه پکې کړیده
نورمې نو دکاکاکیسې ته تلوسه شوه
ماویل که خفه کیږې نه نو لیږمې پوه کړه چې داڅنګه بدو چې لوردې له ماشوم توبه
پکې کړیده
هغه خپله کیسه راته شروع کړه هغه ویل کله چې په افغانستان کې دجنګ اوربل شو
اوخلک دوطن پریښودوته اړشو نوزموږ کډه هم پاکستان ته راغله
اوهغلته په یوو پنډغالي کې میشت شو هغه وخت زه ځوان وم څلورماشومان وروڼه
اویوه مورزمادکورنۍ غړي و
کال ورسته مې واده وشو دکورنۍبارزماپه اوږوبارو زه به ترډیره په کراچۍ کې وسیدم
هغلته په یووراسټورانت کې اشپزوم په کال کې به یواځی څوورځې کورته په رخصتۍ تلم
دمورمې له میرمنې سره وخت نه تیریده هروارچې به کورته ورغلم نو موربه په شیکایتونو راته سره وه هغه څوورځې روخصتې به مې له میرمنې سره په وهلوټکولوتیره شوه په وادمې څلورکاله تیرشوي و چې خدای یوه لورراکړه
مورمې میرنې ته نوره هم په قهروه ویل یې چې ولې یې لوروشوه ولې یې زوی نه دی زیږولی ماته یووخپلوان دسعودي ویزاراولیږله پاسپورټ مې لاپخواتیارکړی و
ویزامې له پاسپورټ سره یوځای یوې اجنسي ته دلګیدولپاره ورکړه زه دڅوورځو دپاره کورته ولاړم ماویل چې ویزامې لګیږی ترهغې به داڅوورځې په کورتیرې کړم
په کورکې لاهم هغسي جنګونه اولانجې وې وس خو مې موردمیرمنې وینوته تږې ناسته وه زه هم نه پوهیدم چې څه وکړم مورپردۍ کړم اوکه میرمن
ویزامې هم اخستې وه پره دوه لکه روپۍ پوروړی وم زه پوهیدم چې څوکاله له سعودی څخه نه شم راستنیدای
زه دایوې خبرې ځورولم ماویل که زه لاړم نوموربه مې په میرمنې دبدلمنۍ تورولګوي
دخلکودخندابه شم چاته به پورته نه شم کتای
زه چې له کراچۍ څخه راتلم داجنسي څښتن ته مې دیوو پیژندوی دوکان داردتلیفون نمبرورکړو ماویل چې کارمې خلاص شو نوماته به په دې نمبروتلیفون وکړې
مازدیګرمهال دوکاندارسړی رالیږلی و چې دویزاکاردې خلاص شوی داجنسي څښتن زرترزره غوښتی یې
مازدیګرتیرشو ماښام اوبیا ماخیستن شو دماخستن دډوډۍ خوړلوڅخه ورسته خپل دخوب کوټې ته ولاړم میرمن مې په کوټه کې وه په غیږکې یې زماماشومه لوروه
خوب ته یې چمتوکوله زه خپلوغمونو کې ډوب وم کله به مې میرمنې اوکله به مې ماشومې لورته وکتل میرمنې مې هم په یو عجب اوغریب نظر راته کتل
خو ماته دهغې داسي کاته څه نوي نه و ځکه چې هم هغه ورځ مې څواره په وهلوتکه شنه کړه
هغه چې کله جګیده اوماشومه یې ځانګوته وړه نو له یو اخ سره یې خپل غبرګ لاسونه دملاتیرته ونیول اوماشومه یې له غیږې څخه په زمکه وغورزیده
زمازړه چې لاله پخواغمونوشین اړولی و دلور الویزاندو کړیکومې لانورې په زړه چړې راخښې کړې نورنو قسم خورم چې په ځان نه یم پوهیدلی
ترڅوچې زه په ځان پوهیدم نودمیرمنې په خوله کې مې دژوندورستۍ سلګۍ وه
دخوب بستراوزماجامې دهغې په وینو لت پت وې هغه دزیړودرنه توکتانۍ چې ماهغه په سرسر ورباندي وهلې وه په وینو سره پرته وه
موراووروڼه مې راغلو جامې یې رانه ویستې په شپه کې له کورڅخه راووتم
ورځ ورسته کراچۍ اودوه ورځې ورسته سعودې ته راورسیدم
اتلس کاله مې په سعودي کې تیرشو دمیرمنې وروڼه مې مرګ ته تږي ناست و
ورسته له اتلسو کلونو یوه ورځ ورور تلیفون راته وکو ویل یې چې موږ غواړو ستا له اوښیانو سره روغه وکړو
څوورځې ورسته بیاتلیفون راغی راته ویل یې چې روغه وشوه جرګېشپاږلکه روپۍ
اویوه نجلۍ راباندي کیشودل
څومره چې ژرکیږي روپۍ راولیږه اونجلۍمو ستالورپکې ورکړه مجبوره وم هم مې لورپه غمونو واوښته هم مې داتلسوکالو خوارې په سیندلاهو شوه
بس زه هم ورغلم اولورمې دډولۍ په نوم دغمونو په جنازه کې ورولیږله
هغه رڼې اوښکې چې لیږمخته دکاکاپه سترګوکې راټوکیدلې وې وس یې په مخ مړې مړې راروانې شوې
یوسوړاسویلی یې وکیښ په وړو وړو سلګیو کې یې وویل څه ښه انصاف دی زموږ دټولنې یوو ورور ته یې دخوردوینوبدیل شپاږلکه روپۍ اویوه نجلۍ ورکړه
خو یوې لورته چې په ماشوم توب کې چادخپلې مورپه وینو لمبولې وه چاهیڅ هم ورنه کړو
نه یواځې چې څه یې ورنه کړو بلکې دایې ددوښمنۍ دترانه سرپوښ کړه
ددې دپاره چې دکاکا خیال مې په بله اړولی وي ورو مې ورته وویل
کاکاتاسو بل واده ...
هغه یووار په خپلو سترګولړزیدلی لاس راتیرکو بیایې ماته وکتل له روغې مخته
خدای زما کشر ورور رانه واخیست چې روغه وشوه ورڼومې هغه دورور کونډه
راپه نوم کړه خو...
ماویل خو څه له هغې سره مو هم وخت نه تیریږی ده ویل نه داسي خبره نه ده
خو زه ډیر ضعیفه شوی یم اوهغه ډیره ځوانه ده زه دهغې تقا ضاوي نه شم پره کولای
بله داچې هغه هم ماته دیوو قاتل په سترګه ګوري چې کله مې هم خبرورسره غبرګه شي نو دراته وایې چې ګواکې ماته دمیرمنووژل څه ګرانه خبره نه ده
بس هم دومره و چې پیلوټ همکاري علان وکو ګرانو مسافرو زموږ الوتکه په څوشیبوکې دملک خالدپه هاویې ډګر کینستو ته چمتو ده له تاسو څخه هیله کیږی چې له خپلو ځایوو څخه ونه خوځیږئ
ماویل کاکاکیدای شي بیادې ونه وینم که ستااجازه وی ستاسو دژوند داترخه خاطره به زه په یوه کیسه واړوم هغه راته مسکی شو ویل یې سل اجازې
ګوندی وی چې زماله دې ناپوّې څخه یوبل څوک عبرت واخلي
ګرانو لوستونکو دایوه روښتنې کیسه ده چې ما دهغه کاکا په اجازه ستاسو هظورته
دیوې لنډې کیسې په بڼه وړاندي کړه
په احترام غضري
)۱۳۸۵/۷/۲۷ساجرسعودي عرب
+ نوشته شده توسط غضري در
86/02/12 و ساعت
23 |