په پښتوکې دژوندنوم له ژې ( ژ) څخه شروع کیږي
څنګه چې وختونه تغیرمومي نومونه هم تل په یوو حال پاته نه وي
نومونه هم دوخت له تیریدوسره سم خپله اصلې ماناله لاسه ورکوي
بده به نه وي که ووایو چې زرګونه کاله وړاندي په پښتوکې دژوندنوم ښایې چې ژوندنه
یوبل څه
اوکه هوبهو ژوندو نوبیادژوند له ژې څخه موږ څه شی کوپې کولای شو
ژلۍ ـژورې اوکه ژړا
که څوک زما نظرپوښتي نوزماانتخاب به ژلۍ وي
زماپه نظرژوندله ژورې څخه نه دی کوپې شوی زه دامنم چې ژوندله لوړواوژوروډک دی
خو ژوندته ژورې نه شوویلای ځکه چې ژورې تل پاته دي
خوژونددیوې سیلۍ په څیریوڅوشیبې له دغوژوروسره خپل تندی وجنګوی اوبیا په هغو خاورو
اودوړو کې ورک شي کومې چې ده له ځان سره په ډیر غرورله زمکې څخه راپورته کړیې وې
ژړاهم نه داسمه ده چې زموږ په ژوندکې ژړاښه بسیاده خو خنداموهم خپل صحت ته موفیده وسیله ګڼلې
یاپه بله مانازموږټوله ژړاپه اصل کې په خنداپسي ده
ومې ویل چې زماانتخاب به ژلۍ وی ژلۍ ځکه چې دژوندخویونه ژلۍ ته ورته دی
که تاسو چرې پام کړی وي نو لیدلي به مووي چې ژلۍ په اسمان کې له یوې ترنده بریښڼا
اویوې زورورې تالندې ورسته په داسي خړس راواوري
چې وحشت یې دکاڼوپه زړونوکې هم غزونې وکړی
کروندې ورانې کړي دګلونوپاڼې داغزوپه غیږکې خورې ورې کړی
دباردارو ونو میوې دهغوپه پښوکې وغورزوي
خوکله چې داپه خپله دزمکې غیږته ورسیږي نوپه څو شیبوکې داسي محوه شي
لکه هیڅ چې اوریدلې نه وي
۱۳۸۵/۴/۱۱ساجرسعودي عرب
ګرانولوستونکیو دلته زما اصلي منظور یواځی ژوندله ژلۍ سره پرتله کول و اوبس
په احترام غضري
