تبليغاتX
انځور

دیموکراسي هم دې ته وایې


 له کارڅخه دخپل کورپه لورراروان وم ، دموټر راډیو مې چالانده کړیې وه په خبرونو بسي ګرزیدم ، خبرونه رانه تیر شوي  وو  دازدۍ د رادیو په څبو کې د سندرو پروګرام چالان وو. د خان قرباغي سندره چالانده وه ډیره خوږه راباندي ولګیده  درادیو دغږ، دضرفیت ستن مې ترپایه پورته کړه .
یو څوشیبې مې دپردي وطن  بې خونده دښتې هیرې شوې ځان مې دوطن په کوڅوکې لیده ،سندره ختمه شوه  درادیو دنطاق غږبیرته خپل څان ته متوجې کړم ،څوپیغامونه مې وارویدل چې  دیوو نوي سندرغاړي په غږکې یې دسندرې غوښتونه کوله ،
لیږ ورسته سندره چالانده شوه فکرمې کاوو چې کومه غربي سندره ده،  چې ښه مې غوږ ورته کیښو دپه سندره کې دپښتو کلیمې اوښتې رااوښتې ،لیږ نورورته ځیر شوم  داوربل اوکا بل ردیفونه پکې کاریدل.
پوه شوم چې کوم غربي جانان دپښتو سندره درپ په چوکاټ کې ویلې وه. سوړ اسویلی مې وکیښ په یوه ناامیده مسکا کې مې له ځان سره وویل، داوګوره! یواځې دامونه وه اوریدلې هغه یې هم په غوږونوکې راوڅڅوله .
دراډیو غږمې ورو کو دخپل ملګري هغه  بیګنۍ خبره رایاده شوه.  تیر بیګایووتلویزني چنل دعتلاتواوکتور په وزارت کې دجوړشوي سیمنار یوه پرخه خپروله ،یوو ښاغلي ریس چې شرټ اوپتلونیې په تن کې وو  ډیر په ویاړ دخپل میلې کلتورپه حقله له ویاړه ډکې  خبرې کولې، زه ښه په غورورته غوږوم .، خوملګري مې یو نظروروکتل بیا یې له ځانه سره وویل داوګوره  یوبام او دوه هواوي، مایې چنداني په خبره سره ونه خوږاو  ځکه چې زه پوهیدم چې هغه ددیموکراسۍ سخت خلاف دی .ماته چاتلیفون وکوزه له هغه سره په خبرو شوم،  ملګری مې کټ کټ په خنداشو ماته یې په خنداکې وویل ، دلته ګوره !هغه ددیموکراسۍ تصویر څومره ښائسته ده ؟ سترګې مې دتلویزون پردې ته ورواوښتې ،
په زړه کې مې ویره پیداشوه چې خدای مه کړه  اوس کومې هیوا دوالي دغرب  نیمې لوڅې جامې نه وی راپه غاړه کړیې، چې ملګري ته به مې وشرموي. څه مې کتل چې یوو ښاغلي ږیره اوبریت پاک کل کړې و، تورکوټ اوسره نیکټایې په غاړه کې وه،  اوترسر یې ښه وریښمین پتکی تاو کړی و .
ومې خندل دملکري په لورمې سترګې ورواوښتې، هغه په یوه لوړه خنداکې راته وویل ، واه، دیموکراسي  هم دې ته وایې! وس مو نو که خدای کول کلتور له هررازتیري څخه خوندي دی ، ځکه چې وس مو نو دخیره ددیموکراسۍ چل ښه پوخ زده شوی
۲۰۰۷/۵/۳۱

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/16 و ساعت 20 |
باوربه مو رانه شي

هسي یوه خبره مې کوله،خو باوربه مو رانه شي .
پخوامې داسي خلک لیدلي و،چې په ځانونو، باندیې دقومونو، نومونه یښي و،
لکه سلیمان خیل ،منګل، ځاځی،افردی اوداسي نور،خوپه لمړي ځل مې یوداسي څوک ولید،
چې افغانستان نومیده. خاندئ مه، راځئ چې کیسه درته وکړم،
ورسته له ډیروکلونو مې کوچنی اخترپه کلې کې و ، داخترمیلې ته مې ډیره تلوسه وه ،
فکرمې کاو چې وس به هم داخترپه میله کې هغه دماشوم توب خوندوي ،سهاروختي خلکولاخدای باله ،
ماځان داختردمیلې میدان ته رسولی و .
ورو ورو خلک راپیداکیدل، هرچا له خپل زوق سره سمې جامې کړیې وې ،ماشومان خو بیخي زړه زړه ښکاریدل. ډلونه، اوآتڼونه، هم شروع شو، دهګیوجنګیدل هم ښه په درب روانو، داسانو سپروسانګې وهلې.
خو په دې ټولو میلې نندارومې زړه اوبونه څښلې .ورسته مې په یوداسي چاسترګې ولګیدې،
چې نه یې په رنګ کې داختردخوښۍ کومه نښه لیدله کیده، اونه یې هم په جاموکې داسي څه نوي و چې
سړي ورته داخترجامې ویلې وای . شونډې یې وچې وې،دمخ بستوکی یې له بې وزلۍ ترکیدلی و ،
زوړول ول پټکی یې ترسرتاو و ،دسراودبڼو په وریښتانویې دوړې پرتې وې لاسونه، اوپښې یې ،
چاودې چاودې وې. په مخ، او تندي، یې دزړوداغونو نښې له لري ښکاریدې .
نه پوهیږم چې ترجامودلاندي به یې په پټ وجود لانورې څومره دزخمونو نشې وې
دسدرۍ جیب یې سوری و ،سړي بیا بیا خپل سوري  جیب ته کتل، اوله ځان سره یې په ګوڼې دلې ژبه ،
یوڅه ویل چې لیږرانیزې شو ،دهغه په سترګوکې مې داوښکوڅاڅکی ولیدل،
په مهربانۍمې ورته وویل کاکا ولې څه کیسه ده ؟،ولې بیا بیا خپل شلیدلي جیب ته  ګورې؟!
اوهورښتیا! داپه سترګوکې دې اوښکې ولې؟ نن خو داخترورځ ده ،بایدوخاندې ،
دسړي په غوني باندي پوه شوم چې دکاکالقب چندانې ورباندي ښه ونه لګیده ،
خو څه یې راته ونه ویل ،ښایې چې هغه ته بې له زغمه نورڅه نه وورپاته،
ګنې عمریې دومره ډیر هم نه و چې سړي ورته کاکاویلې وای خو غربت ورنه کاکا جوړکړی و،
په میله کې ډیر داسي خلک وچې ښایې په عمرکې له دنه  ښه پورته و خوپه نویو جاموکې بیخي ځوانان ښکاریدل
په ژړغوني غږیې راته وویل نن کلیوالو یوڅوروپۍ په ذکات کې راکړیې وې
خو غلوظالمانومې جیب وواهه هغه دخیرات روپۍ یې هم رانه غلاکړې ،
زماهستي خو یې لاپخواچورکړیې وه، خونه پوهیږم چې داظالمان ولې نه مړیږي ؟
لیږځنډمې ساونیوه ،بیا مې ورته وویل چې داسي ده نو میلې ته دې څه راغوښت؟
دهغه دمخ ګونه نوره هم بدله شوه، داسي لکه چې زه هم یو بې درده ورته ښکاره شوم .
بیایې په یو یاغي اوازراته وویل، خواریم ،بې وزله یم ،خپلو له پامه غوځولی یم ،
ددې ماناخودانه ده چې نورله ژوندڅخه لاس واخلم ، زه هم دژوندکولو حق لرم .
بیا یې لیږنورپه غوصه راته  وویل ،هیڅوک هم له مانه دښه پلارزامن نه دي
خو چاراته دقدرپه سترګه نه دي کتلې
غوصه یې په مخ کې ښه سره شوه ، یوه ترخه مسکایې په شونډوراخوره  شوه،
 په ناامیدۍ  یې راته وویل ولې به راته څوک دقدرپه سترګه ګوري خواریم
خوارافغانستان دهیچاهم نه دی په کار.
ماویل څه ستاسو نوم افغانستان دی؟
په یوه غضبناکه لهجه یې راته وویل ،هو ولې زماپه نوم هم نیوکه لرئ که څه ؟
وسمې نوم هم بدل کړم ، هم دایو نوم خوراپاته دی دانه بدلوم هیڅ کله یې نه بدلوم.
سړی رانه ولاړ خو ترډیریې داغږراتو چې نه یې بدلوم په هیڅ قیمت به یې بدل نه کړم

۲۰۰۷/۵/۲۹ساجرسعودي عرب
په احترام غضري 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/08 و ساعت 23 |

    وروره ورینداره خارونومیږي

موږ کلیوال دسون بوټي له غره څخه راوړو غرهم زموږله کلي ښه ډیرلري دی سهارپه خړه خر له کورڅخه وباسو اوبیاماسپښین ناوخته کلي ته راستنیږو هغه ورځ هم ښه ستړی شوی وم دلارې په وږدوکې څوځلې خر راپريوت باربه مې تري واړاو چې یوڅه به یې ساجوړه شوه نوبیابه مې بیرته بارپري را بارکو وس نوکلي ته رانیژدې شوی وم له کلي څخه د دریاو اوازونه راتلو د دریاو اوازونه   دخوشحالۍ زیری وي  یوري مې په زړه کې راتیره شوه ګوندي پلارمې کوژده راته کړیې وي خوبیامې ورو له ځان سره وویل زه اودومره بخت چیري  څلورکاله وشوچې پلار زماپه کوژده پسي ګرزي خونجلۍ یې نه خوښیږي څه مې کاته چې دکلي له خوایوکلیوال په سایکل راسپورو تیزباد دهغه بې بریکو سایکل داسي راباندي تیرکو لکه کورولا موټر په دیره خوارۍ یې دایوه خبره راته وکړه مبارک شه پلاردې کوژده درته وکړه چې مخ مې وراړاو نو دهغه باد وړی سایکل ډیرلري رسیدلی وو. اوس مې نو په زړه دشاه اوخوا ښائیسته نجوني ټولې راواوریدې ځکه جې مامې خپلې مورته دنجونو یولوی لیست ورکړی وو له ځان سره مې ویل ته واچې څوک به یې درته غوښتې وي بریښڼا اوکه وږمه کیدای شي چې هوسۍ یې راته غوښتې وي هو رښتیا رایادشو پلارمې پرون له فیروز کاکا سره ولاړو لکه چې هم دغه خبره یې سره کوله که خدای کول نورڼا یې راته غوښتې زه لاپه هم دغوخیالونوکې وم چې خرمې له بارسره دکورپه دروازه ورننوت مور اوکشرۍ خورمې غبرګې مخته راغلې مورمې چې یوڅه تتوزرې وه راته ویل یې زویه مبارک شه پلاردې کوژده درته وکړه اوخوربیا په ډیره خوشحالۍ راته ویل  وروره ورینداره خارونومیږي دخارودنوم له اوریدوسره مې یوه ګړۍ زړه ټکان وخوړل ځکه چې دانوم په هغه لیست کې نوو چې مامورته ورکړی و سترګې مې مورته ورواوښتې ورومې ورته وویل مورې خاروڅوک ده خوهغې چنداني زمادزړه خیال ونه ساته په بې پروایې راته وویل نورنوڅوک هم هغه نجلۍ کومه چې پلار درته غوښتې له تاسوڅه پټه خدای شته چې دخارونوم هم ښه ښائسته خوږراباندي ولګیده په زړه کې مې ویل چې کاش زمانوم هم طوطي اویابلبل وای څومره به ښه وو چې خلکو دهغې له نامو سره زمانوم تړلای او ویلایې چې خاروطوطي اویاخارو بلبل څو ورځې ورسته خبرشوم چې خوښې مې لیدوته راځي درسته ورځ مې په سینګارتیره کړه اوچې کله هغه راغله نوزه هم دمورپه غوښتنه ورغلم ښه راغلاست مې ورسره وکړو اویوڅوشیبې دهغې په خواکې کښینستم کله چې زمامور له هغې نه پوښتنه وکړه چې څنګه هلک مو خوښ شو نوهغې له یوه کاږه نظره ورسته په پڅوشونډو وویل هو بد نه دی مور مې هیله وکړه چې هغه هم خپله نږور خاروجانه وویني خو خواښې مې داهیله دهغې په ستوني کې وروچه کړه او په دې یې ځان تیریست چې ګواکې خارو وس خدای دې تاسوکړیې یوه ورځ به په خپله ستاسو کورته راشي اوکه دې چرې دهغې کړووړوته سوداوي نوهم داماته ګوره هغه زمالورده کټ مټ ماته ګرزیدلې ماچې یونظرخواښې ته سم وکتل نوپه زړه مې نرۍ زلزله راغله وړې سترګې یوه پنډه پزه اویویوسوک شونډان سمه دکوچیانوتبۍ وه خوبیامې زړه په خپله تسل کو مویل داچې خواښې مې څیړۍ نومیږي نوخودبه شنه اوخرټه پرټه وي څه خاروخونه نومیږي چېۍ نازکه پسته اوخوږه وي چې کله هغه بیرته ستنیده نو زه هم داحترام په خاطر څوګامه له هغې سره مل شوم په لارکې یې راته ویل هلکه که دې خاروته ډیره سوداوي نویوه ورځ غلی غوندي راشه یونۍربه یې له لري درباندي ووینم بله ورځ مې ډیرپه خوارۍ دهغوتر کوره ځان ورورساوو خواښې مې مخته راغله له ځان سره یې میلمستون ته بوتلم شیبه ورسته دشنوجایوچاینکه هم راورسیده اوبیا لیږ ورسته دکوټې په کړکۍ لکه دوریځې یولوی سیوری پریوت شیبه لانه وه تیره چې دکړکۍ مخته یوه لومیرمن لکه ورسۍ شوبله تیره شوه خواښې دسترګوپه کونجانوکې راته وویل هم دغه خارووه په زړه مې سړې وررښې راغلې خو بیا مې ډیرژرزړه ته دا ډاډ ورکوچې ښه ده د ډاکټر له پیس اود درملوله اخیستویې بې غمه یم دې یو موټر غوښوته مرض څه بلا راغواړي وس نودتلوپه تکل کې شوم خواښې هم تردروازې راسره وه څه مې کاته چې دسایکل له ټیرونومې چاغبرګ دهواوالونه ایستلي وو خواښې مې په ژاولن اوازوویل دادسایکل والونه څه بلاوخوړل بس هم دومره وو چې یوه ماشوم راغږکړو هغه خو خارولیونې وروکیښل اوخپل دلوبونانزکي ته یې ورپه غاړه کړو ماډیرورته وویل چې مه کوه دادزوم سایکل دی خو هغې راته ویل چې دزوم سایکل دی څه ستادپلار خوبه نه وي
۱۳۸۵/۶/۲۶ساجرسعودي عرب
په احترام ورورمو عبدالرحمان غضري

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 2 |
زمارایه بیرته راکړه : .

په شاه اوخوا سیمه کې داخترو ترور همزولي نه دي پاته ښاې چې داخترو ترور عمر ترسلوکلونوښه ډیر وراوښتی وي ، زموږډیری کلیوال  داخترو ترور په حقله په دې خبره متفیق دي چې ګواکې اخترو ترور خپلې دیندارۍ نیولې ګنې دهغې په عمر میرمني له خپله ځایه نه شي خوځیدای  خودا هرورځ سهاروختي برکلي ته ځي .

 


هغلته په لورانواونوروخپلوانوراوګرزي،اولوړمازدیګربیرته په ښوژوندیوپښوکورته راستنه شي . داخترو ترور په دیندارۍ کې رښتیاهم شک نوو که ځه هم هغه په دني اموروکې چنداني واریده نوه خوله هغودودیزوکلیموڅخه یې په خپل عبادت کې اسفاده کوله کومي چې هغې ته موراوپلارښودلې وي .اخترو ترور به دمیاشتي ترنیماې لاډیرې ورځې روژه وه دشپې ډیره برخه به یې په نفلونوتیره کړه ،اخترو ترور به له تیرو دریولسیزوراپه دې خوا چې کله هم له لمانځه څخه پاریغه شوهاوخپل لاسونه به یې خدای ج ته دڅه غوښتلولپاره پورته کړونولمړې غوښتنه به یې له خدایه خپل هیوادته دیووعادل مشروه ، کله ناکله به یې خپلونږندوهم ورپوري خندل ورته ویل به یې ادې خواره شي له تیرودیرشوکلونو څخه له خدایه دایوسوال کوې ، خو ونه منل شو لکه چې په اه کې دې څه نه شته . خو اخترو ترور به ژر خپلې ګوتي غوږونوته یووړې اوله دوۍ څخه به یې هم وغوښت چې توبه وکړي ځکه چې خدای ج په خپلو کارونوډیرښه پوهیږي ؟
تیر ځل چې کله دجمهوري ریاست انتخاباتوته کمپین پیل شو نو خدایزده ولې اخترو ترور هم دې انتخاباتو ته ډیرلیواله وه که څه هم هغه اصلاًدانتخاباتوپه مفهوم نه پوهیده خو له یوواوبل څخه به یې پوښتنې کولې او کله چې پوه شوه نو پریکړه یې وکړه چې خپله رایه وسني جمهوریس ته ورکړي ، که څه هم اخترو ترور پیرانواوحضرتانوته ښه نیت درلود . خوس یې له دغو نوموړو هم یوڅه خوا وږلې وه دانتخاباتوپه ورځ یې زوی ډیرورته وویل چې خپله رایه پیرصاحب ته ورکړي خو اخترو ترور ورسره ونه منل  . ځکه چې په ټولوکاندیدانوکې اخترو ترورته دوسني جهورریس نوم نوی وو .
اوکله چې په دې خبره خبره شوه چې هم هغه څوک کامیاب شوچاته چې دې رایه ورکړیوه نو له خوشحالۍ په جاموکې نه ځایده . د دې په ځای چې ووایې زموږجمهورریس له خولې څخه به یې بې ساخته راووتل زماباچا .
هغې ته خپله رایه لکه دغرهغومره لویه ښکاریده .او باید ورته ښکاره شوې وای ځکه چې کله ناکله په جمهوریت کې یوه رایه دسړي برخلیک بدلوي .
خودا څو ورځې مخکې یې خپل کشری لمسی دولسوالې ولسوال ته ورلیږلی وو . ورته ویلې وو چې ولسوال ته ووایه چې : ستااودباچاصاحب خو حال سره کیږي دا ځل چې باچاصاحب ووینې نوورته ووایه چې اخترو ترور خپله رایه بیرته غواړي .
کله چې کلیوال داخترو ترور په دې کارخبرشو ،ښه ډیریې وخندل . هغه ورځ چې اخترو ترور دلور له کوره راستنیدله نو څوکسه ځوانانوپه لارکې ودروله او ورڅخه ویې پوښتل .

توړۍولې له باچاسره موڅه اختلاف راغلی چې خپله رایه بیرته تري غواړې ؟
اختروترور چې په هغه ورځ هم روژه وه ژبه یې په خپلو وچوشونډو راتیرکړه او ورو یې ورته
وویل : ګورئ ځامنو !
مرګ راپوریده یوه ورځ به دخپل خدای حضورته ورځم نوزه به مې خدای ته څه وایم ؟
چې ما خپله رایه داسي چاته ورکړه چې غل اوقاضي یې نه سره پیژندل ! نو ځکه مې باچاته حال ورولیږه چې زمارایه بیرته راکړه .

+ نوشته شده توسط غضري در 86/02/22 و ساعت 1 |


Powered By
BLOGFA.COM