تبليغاتX
انځور - آهاړ

آهاړ

 

 

دامې ارزو ده چې دژوند به تندي

 

یوه بې عنوانه ترانه ولیکم

 

یوداسې کلک مزی له توریوجوړکړم

 

چې دښکلا وزر پرې وتړمه

 

څو په بدرنګوکوڅووانه لوزي

 

پریږدئ چې پوه شي دبدرنګو کلي

 

چې واړنګې څه ته وایې

 

پریږدئ چې تشي شي دغرونوغیږې

 

دلمرله زیړې ځوانۍ

 

هسي یې هم په سرولمبوکې سوځو

 

ښه دی چې ونه شي په زمکه ګلان

 

څودانسان له وینوپاکه نه شي

 

ورته ونه غواړئ دخیرباران

 

ښه ده چې دادسپینوستورو رمې

 

له سندرمارې سپوږمۍ وتریږي

 

ورپسي ستړیې شي نوکان ووهي

 

ستوني کې وچه شي دژوندسندره

 

له دې پخوا چې څوک بې درد یې واوري

 

سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې هیله

 

شپیلۍ یې ستړیې شي له ستړیو نغمو

 

مخ ترینه پټ کړي په کفن سندره

 

پریږدئ چې وپوهیږي ستړ انسان

 

دغه خوارګوټکی دابدمرغه دامورمړی انسان

 

چې به زخمي لاسو ډبرې دڅرک ماتوي

 

چې دآهاړ ګرمۍ دیوې ډوډۍ په طمعه ګالي

 

او هغه بله مورهم وپوهیږي

 

چې ستومانې یې  صورت اوبواوبوکړ

 

چې د شیرخواربچی په خولوکې یې چوشک ورکړی

 

اوهغه بلې اوه کلنې لورته

 

په لاس کې دوه کیلو څټک ورکړی

 

پریږدئ چې پوه شي چې دوۍ څه کړې دي

 

له خپل برخلیک سره له خپله لاسه

 

دچاپه خولویې اعتمادکړی دی

 

کوم اینده ته یې مسیږي ارمان

 

غواړم چې پوه شي دازوی موړي خلک

 

چې زموږ نړۍ ته شیطانان راغلي

 

په سپین قمیص کې دانسان په بڼه

 

دوینوتږي ښاماران راغلي

 

دانسانیت په لمن داغ لګوي

 

زمااوستا به نوم قومونه وژني

 

خپل لیوني وحشت په سراخستي

 

پیړۍ یې وسوې میلتونه وژني

 

لابه ترڅوزموږپه غوږوکې څاڅي

 

د دروغجن نجات ترخې خبرې

 

 

ولې موخوښ دی دابدمرغه انسان

 

چې دانسان مرګ ته اتوم جوړوي

 

یوه ورځ به  دغه داتوم ښاغلی

 

زموږپه کورونوکې ماتم جوړوي

 

 

+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت 2 |


Powered By
BLOGFA.COM