لیونی زړه
زړه مې ګوره لیونی دی
لیونۍسندرې وایې
بیامرموزبڅري غواړې
پخوانۍ سندرې وایې
بیازاهدپه کاڼوولي
بیا په رمز کې رندان ستایې
بیا توبوته غاړه نه ږدي
بیا ګناه ته لبیک وایې
لاوریاده توده غیږه
لایې هیڅ نه دي هیرشوي
لا یې خیال دیارپه سپن مخ
شنه خالونه پنځولي
بیا تودې مچکې غواړي
داماضی په لورمې بیایې
دسوماشونډوته تږی
دمستې به لورمې بیایې
غواړي بیاله غاړې تاوکړي
دپیمخوسره لاسونه
غواړی بیا په ژبه واخلي
له لنډۍ زنې خالونه
غواړي بیامستې کړي ویښه
اوتوبې مې سره لمبه کړي
دجنت نیازمینې حورې
درندانوصدقه کړي
لیونی دی لیونی دی
لاپه دې هم نه پوهیږي
چې دنازله دنیا لري
په بې نیازوکې اوسیږي
+ نوشته شده توسط غضري در 86/03/18 و ساعت
2 |

